لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: چاودنه کې د اېف سي يو عسکر وژل شوی، بل ژوبل


د پاکستان د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې چاودنه شوې، د اېف سي ځواک يو عسکر پکې وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د کوټې د پوليس چارواکو په وينا نن په 13مه جولای د کوټې مغربي بايي پاس اختراباد سیمه کې چاودنه هغه وخت شوې چې د اېف سي ځواک ګاډی له يادې سيمې تېرېدو.

پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، "د سړک غارې ته چاودېدونکي توکي اېښول شوي چې د چاودنې په نتيجه کې دوه ايف سي عسکر ټپي شوي وو،او د عدنان په نامه عسکر بيا په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه، او د دويم عسکر درملنه کيږي".

د پوليس چارواکي په وينا، دا ريموټ کنټرول لاسي بم وو چې شاوخوا څلور کلو ګرامه چاودېدونکي توکي پکې استعمال شوي دي.

پوليسو زياته کړه چې ياد ګاډی د اېف سي ځواک اوبو وړنکې لارۍ سره د حفاظت لپاره روان وو او چاودنه پرې شوې ده.

د بلوچستان داخله چارو وزير مير ضيا لانګو پر پېښه خفګان څرګند کړی او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی.

د پېښې ذمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې خو په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې د داسې پېښو زمه واري زياتره وخت بلوڅ بېلتون خوښې بېلا بېلې ډلې مني.

دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په تربت ښار کې نا معلومو وسلوالو د تربت تحصليدار په ډزو ويشتلی وو او درملنه یې روانه ده.

د تربت پوليس تهانې عسکر جعفرخان بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل،" په 11مه جولايۍ د تربت اييرپورټ سړک باندې نامعلومو وسلوالو تحصليدار شېرجان دشتي په نخښه کړی، هغه له خطره وتلی دی، خو بريدګر په تېښه کې کاميابه شوي، د پېښې مقدمه مو درج کړې ده".

د يادې پېښې زمه واري هم د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.

تيره مياشت په 15م جون د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه چمن کې پر روغاني سړک په وسلوال بريد کې درې ايف سي عسکر ټپي شوي وو.

د يادې پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې، خو د بلوچستان په پښتني سيمو کې د داسې پېښو زمه واري زياتره وخت تحريک طالبان پاکستان مني.

تيره ورځ په کوټه کې په ځانګړي خبري کانفرنس کې د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو وويل،" تحريک طالبان پاکستان او بي ايل اې په ګډه سره په بلوچستان کې ترهګريزې کاروايانې کوي او دوی دا تړون په افغانستان کې کړی، چرته چې بي ايل اې کاروايي نه شي کولای هلته ټي ټي پي زمه واري د دوی په نوم قبلوي او چرته چې ټي ټي پي کاروايي نه شي کولای هلته بي ايل اې کاروايي وکړي او د ټي ټي پي په نوم يې قبوله کړي".

د لانګو د دې بيان په اړه د ټي ټي پي او بي ايل اې کوم تازه دريځ مخې ته نه دی راغلی، خو په افغانستان کې واکمنه وخت په وخت دغه تورونه رد کړي او وايي د افغانستان د خاورې د چا پرضد کارېدو اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG