لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ ډپارټمنټ: بلېنکن په نېټن یاهو غږ وکړو چې په غزه کې د اوربند دپاره دې کار وکړي


د سږ کال د جون په میاشت کې اسرایل ته د سفر په مهال په یروشلم کې د بلېنکن او د نېټن یاهو د ملاقات تصویر
د سږ کال د جون په میاشت کې اسرایل ته د سفر په مهال په یروشلم کې د بلېنکن او د نېټن یاهو د ملاقات تصویر

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې د ډز بندۍ په اړه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره خبرې اترې وکړې.

په یروشلم کې نېټن یاهو سره د بلېنکن د ملاقات وروسته، د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېټیو مېلر وویل بلېنکن د اسرایلي وزیراعظم نه غوښتنه وکړه چې په غزه کې د ډز بندۍ او فلسطیني سیمې ته د زیات بشري امداد دپاره دې کار وکړي.

مېلر وویل بېلنکن ټینګار وکړو چې نېټن یاهو دې د حماس د مشر یحیا سنوار د وژل کېدو نه ګټه پورته کړي، د یرغمالانو د ازادۍ او په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره دې کوښښونه وکړي چې دا ډول د اسرایلیانو او د فلسطینیانو دپاره یو شان مستقل امنیت ترلاسه کړی شي.

اسرایل تېره هفته په غزه کې د سنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.

بلېنکن سره د نېټن یاهو د ملاقات په اړه د اسرایلي وزیر اعظم دفتر په یو بیان کې وویل نېټن یاهو د جنګ وروسته په غزه کې د حکومتدارۍ په اړه بلېنکن سره خبرې وکړي او په لبنان کې د سیاسي او د امنیتي بدلون په ضرورت ټینګار وکړو چې دا ډول د لبنان د سرحد سره نږدې د اسرایلي سیمو اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستانه شي.

د بیان ترمخه د نېټن یاهو او بلېنکن ملاقات دوه نيمې ګنټي دوام لرلو په ملګرتیا او مثبت ماحول کې ترسره شو.
نېټن یاهو وویل اسرایل د یرغمالانو د ازادۍ او حماس د ختمولو دپاره هلې ځلې کوي او د سنوار وژل کېدل د یرغمالانو په واپسۍ او د جنګ اهداف په ترلاسه کولو مثبت اثر لرلی شي.

بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل ته د امن په تازه کوښښونو کې په داسې حال کې ورسېدو چې څو ګنټې مخکې حزب الله وسله والې ډلې وویل د اسرایل په تل ابیب او حېفا ښارونو کې د اسرایل په پوځي هدفونو حملې وکړې او اسرایل وویل په لبنان کې يې د حزب په ضد حملې کړې چې په کې د وسله والې ډلې د سمندري پوځ مرکز هم شامل دی.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن ۱۱ دوره ده چې د اور بند په لړ کې یې سیمې ته کوي خو د امن دپاره کوښښونه لا نه دي کامیاب شوي.

په غزه کې د حماس خلاف جنګ نه علاوه اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف هم عملیات شروع کړي او د توقع کېږي چې اسرایل به ایران ته هم د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د حملې جواب ورکوي.

اسرایل ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې، حزب الله په مرکزي اسرایل د راکټونو حمله وکړه او د اسرایل د زیاتې ابادۍ په سیمه او د هېواد په نړیوال هوايي اډه يې د خطرې سایرنې وغږولې خو څه جاني نقصان يې و نه کړو.

اسرایلي پوځ وویل په پينځو کې يې د زیاترو لاره ونیوله او یو راکټ په ازاد مېدان کې وغورځېدو. اسرایلي پوځ وویل ۱۵ نور راکټونه هم د لبنان نه په اسرایل ورول شوي وو.

په لبنان کې د صحت وزارت وویل د بېروت د لوی سرکاري هسپتال سره نږدې د اسرایل په حمله لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شوو.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د تګ نه مخکې، د امریکې سټېټ ډپارټمنټ د بلېنکن توجه به په غزه کې جنګ په ختمولو، حماس د ولکې نه د یرغمالانو په ازادولو او په غزه کې د فلسطینیان مشکلات په لرې کولو وي.

امریکا د مصر او قطر سره په شریکه په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره کوښښونه کوي خو لا کامیاب شوي نه دي. توقعو ده چې منځني ختیځ ته په موجوده دوره کې به بلېنکن اردن، سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو ته هم ورځي.

بلخوا، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي هم په تېرو څو ورځو کې د سیمې د مختلفو ملکونو دورې کړي چې د اسرایل د ممکنه حملې نه مخکې د سیمې د ملکونو حمایت ترلاسه کړی شي.

عراقچي د نهې، سه شنبې، په ورځ په کوېت کې و او ويې وېل د خلیج ملکونو ډاډ ورکړی چې خپله علاقه به په ایران حمله کې اسعمالېدو ته نه ورکوی.

د ایران سرکاري خبري ادارې ترمخه ایرنا ترمخه عراقچي وویل ټولو ګاونډیو ملکونو ایران ته باور ورکړی چې خپله ځمکه او فضايي حدود به د ایران خلاف د استعمالېدو اجازت نه ورکوي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د خلیج ملکونو په ظاهره داسې څه نه دي ویلي چې ایران ته یې دغه وړاندېز کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG