د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ (PK-22) په حلقه ضمني انتخابات روان دي، د الېکشن کمېشن ترمخه په ياده حلقه 12 امېدواران په ميدان کې دي.
په ياده حلقه د اتمې فرورۍ عامو انتخاباتو کې د امېدوار رېحان زېب د وژنې له امله ټاکنې ځنډول شوې وې، رېحان زېب په 31مه جنورۍ د انتخاباتو د کمپاين په وخت په يو وسله وال بريد کې وژل شوی وو، د هغه تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 8) او (پي کی22) نه د ازاد امېدوار په حيث ولاړ وو.
په يادو دواړو حلقو بيا په 21م اپرېل انتخابات شوي او د رېحان زېب ورور مبارک زېب يادې دواړه څوکۍ ګټلې وې، نوموړي د قامي اسمبلۍ پخواني غړي د تحريک انصاف حمايت يافته سنی اتحاد کونسل امېدوار ګل ظفر خان ته ماتې ورکړې، هغه بيا د قامي اسمبلۍ څوکۍ اخستې او د صوبايۍ اسمبلۍ څوکۍ يې پرېښودې وه، په کومه چې نن انتخابات روان دي.
د الېکشن کمېشن ترمخه، د پي کی -22 باجوړ-17 په خالي څوکۍ ضمني انتخابات نن سهار په اته بجې پيل شوي او مازيګر پينځو بجو پورې به بې د کومې دمې د رایو ورکولو عمل روان وي.
ويل شوي، په ياده حلقه مجموعي 179,010 ووټران رجسټرډ دي او 91 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي دي.
ويل شوي په ياده حلقه د عوامي نېشنل ګوند محمد نثار باز، د تحریک انصاف حمايت يافته سني اتحاد کونسل راحت الله سره د جماعت اسلامي، پاکستان پيپلز ګوند امېدواران هم په ميدان کې دي، او د مبارک زېب د تره زوی ميا حبيب ګل چې د نورو اووه ازادو کاندېدانو سره انتخاباتو ته ولاړ وو، د سني اتحاد کونسل ملاتړ یې کړی دی.
ځايي خبريالان وايي، ښيې د عوامي نېشنل ګوند د نثار باز او سني اتحاد کونسل د راحت الله ترمنځ سخته مقابله وشي.
ځايي خبریال انوار الله خان وي او اې ډيوه ته وویل، هغه په خپله څو پولينګ سټېشنو ته ورغلی، د ماسپښين پورې ډېره ګڼه ګوڼه نه ليدل کېده، خو ښيې مازيګر ته ګڼه سېوا شي.
هغه وویل، دغه حلقه چې نن پرې انتخابات کیږي د باجوړ مرکزي سيمه ده، او ځوانان زيات ليدل کېده چې په انتخابي عمل کې زيات فعال وو.
هغه وویل، د ماسپښينه پورې په حلقه کې په کوم پولينګ سټېشن د ګډوډي يا ناامنۍ کوم خبر نه دی ترلاسه شوی، او چارواکو دعوه کړې، د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي دي.
په ياده حلقه د انتخابي کمپاين په مهال په درېمه جولايۍ د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه سره څلور نور کسان په چاودنه کې وژل شوي وو.
هدايت الله خان چې وراره یې په نننيو انتخاباتو کې امېدوار دی، د هغه انتخابي کمپاين له علاقې ته ورغلی وو.
Forum