لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېنېډا او هند د 2023م کال د قتل د شخړې په سر د یو بل سفارتکاران اوباسي


نیجار د 2023 کال جون په 18 نېټه د کېنېډې په مضافاتو کې د سېک ګوردوارې نه بهر وېشتل شوی وو. (فایل فوټو)
نیجار د 2023 کال جون په 18 نېټه د کېنېډې په مضافاتو کې د سېک ګوردوارې نه بهر وېشتل شوی وو. (فایل فوټو)

کېنېډا او هند د ګل- دوشنبې په ورځ د یو بل شپږ شپږ سفارتکاران یا ډېپلومېټان د 2023 کال د جون په میاشت کې په کېنېډا کې د وژل شوي سېک فعال هردیپ سېنګ نېجار د قتل د زیاتیدونکي شخړې له وجې اوباسي.

د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي وویل کېنېډا د هند شپږ ډېپلومېټان په ګډون د هایي کمېشنر د خپل هېواد نه ملک بدر یا اوباسي. میلانیا جولي زیاته کړه هېواد یې دغه ګام وروسته له دې پورته کړې چې پولیسو د هند د حکومت د اېجنټانو له خوا د کېنېډایانو پر ضد د هدفي کېمپین شواهد وموندلو.

د دغه لږ وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د موقتي هایي کمېشنر او مرستیال هایي کمېشنر په ګډون شپږ کېنېډایي سفارتکاران شړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې دغه سفارتکارانو ته ویل شوي چې د خالي – شنبې ورځې تر ختمیدو د هند څخه ووځي.

د هندد بهرنیو چارو وزارت د دې وړاندې د ګل-دوشنبې په ورځ په یو بیان کې دا هم ویلي وو چې د کېنېډې نه د خپل سفیر او نور سفارتکاران راوباسي.

د نوي دلي د دې ګام نه څو ګنټې مخکې هند د کېنېډې دا اعلان رد کړو چې په کېنېډا کې د هندوستان سفیر تېر کال په کېنېډا کې د وژل شوي یو سېک فعال د قتل په لړ کې د دلچسپۍ وړ تن دی.

د هندد بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په نوي ډیلي کې د کېنېډې اعلا سفارتکار خارجه وزارت ته راغوښتل شوی و او ورته وویل شوو چې په بې بنیاده توګه د هندوستان سفیر، نور سفارتکاران او چارواکي په هدف کول د قبلولو وړ خبره نه ده.


یوه اعلا کېنېډایي چارواکي ویلي چې کېنېډا د هند سفارتکاران د هند لخوا د ایستلو وړاندې د اوباسلو فیصله کړې وه. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې ځکه چې هغه په دې اړه په د خبرو کولو واک نه لرلو.

د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي په یوه بیان کې وویل چې پولیسو داسې معلومات راټول کړي چې د مجرمانه تحقیقاتو او د هند حکومت د اېجنټانو ترمنځ پکې اړیکې رامینځته شوي.

جولي وویل د هند څخه غوښتنه شوې وه چې سفارتي او قونصلري استثنی دې ختمه کړي او په تحقیقاتو کې د همکاري وکړي، خو د افسوس سره دوی داسې نه وکړل.

د هندوستان خارجه وزارت وویل د کېنېډې په موجوده حکومت باور نه لري چې د هندوستان د سفارتکارانو تحفظ به یقیني کړي نو ځکه حکومت فېصله وکړه چې خپل سفیر او نور هدف شوي سفاراتکاران او چارواکي د کېنېډې نه راوباسي.

د 2023 کال د سېپټمبر په میاشت کې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو وویل هېواد يې داسې باوري الزامات لري چې په کېنېډا کې د سېک فعال هردیپ سېنګ نېجار د قتل سره د هندوستان د حکومت تړون څرګندوي. هندوستان دغه خبره رد کړو او بې منطقه يې وبلله.

نیجار د 2023 کال جون په 18 نېټه د کېنېډې په مضافاتو کې د سېک ګوردوارې نه بهر وېشتل شوی وو. د دې درې کاله مخکې، هند نيجار ترهګر ګرځولی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG