لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ژوب: د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کې یو عسکر وژل شوی،۱۳ ژوبل


د سرچینو په وېنا په ژوب کې د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم وژل شوی چې تحريک طالبان پاکستان يې پخلی کړی او د حملې ذمه واري یې منلې
د سرچینو په وېنا په ژوب کې د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم وژل شوی چې تحريک طالبان پاکستان يې پخلی کړی او د حملې ذمه واري یې منلې


د بلوچستان صوبې انتهايي شمالي ضلع ژوب په سبک زئ سیمه کې د فرنټیر کور (ایف سي) ځواک په پوسته بريد کې يو ایف سي عسکر وژل شوی او ۱۳ نورکسان ټپیان شوي دي. ټي ټي پي د حملې ذمه واري منلې ده.

چارواکي د دې پېښې پخلی کوي او وايي په ټپیانو کې دوه عام وګړي هم شامل دي.

د امنیتي سرچینو په وینا سبک زئ کې د ایف سي ځواک په پوسته د برید پرمهال د وسله والو او ایف سي عسکرو تر منځ ډزې شوې او امنیتي ځواکونو د وسله والو زړورتیا سره مقابله کړې او دا برید یې په شاه تمبولی دی .

د دوی په وینا د ډزو په نتيجه کې يو وسله وال هم وژل شوی، چې د تحريک طالبان پاکستان لخوا يې پخلی شوی دی.

د تحريک طالبان پاکستان له خوا د دې بريد مسئوليت هم منل شوی دی.

وي او ای ډیوه سره شریک کړي مالوماتو کې امنیتي سرچینو ویلي د برید په نتیجه کې د ایف سي ځواک یو عسکر وژل شوي او دوه ملکي وکړي او ۱۱ نور امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

‎امنیتي سرچينو په وينا، ټپیان او وژل شوی عسکر سمدستي روغتون ته وړل شوي دي.

د بريد نه وروسته سيمه کې امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پيل کړي دي.

چارواکي وايي چې برید کونکي د پېښې له ځای څخه تښتېدلي، او د دوی د نيولو لپاره عمليات روان دي.

‎دا بريد په داسې وخت کې شوی، چې په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد عمليات ترسره کوي، او په بلوچستان کې په دې وروستيو مياشتو کې د بريدونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې زیاتر بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خوښو ډلو منلې دي.

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سېنټر فار ریسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تازه رپورټ وايي چې په پاکستان کې د روان کال په نهو مياشتو کې 2023م کال په پرتله 90 فيصدي د تشدد او د ترهګري پيښې سېوا شوي او نزدي 97 فيصدي ترهګرۍ پيښې په خېبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې شوي.

د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز رپورټ وايي چې د سږني کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 328 پيښې مخې ته راغلي چې پکې د امنيتي چارواکو په ګډون 722 کسان وژل شوي او 615 زخمیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG