لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او اسټریليا لوبه: پوهان وايي نن تاريخي سيالي امکان لري


Afghanistan vs Australia
Afghanistan vs Australia

د کرکټ د چېمپينز ټرافۍ مهمه سیالۍ کې نن د جمعې په ورځ د افغانستان او اسټريليا لوبډلې مخامخ کيږي، که کومه لوبډله نننۍ سيالي ګټي، سيمې فاينل ته لاره جوړوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا چېمپينز ټرافي سيالۍ د پاکستان په کوربتوب روانې دي.

د افغانستان او اسټريليا نننۍ سیالي د پاکستان د پنجاب مرکزي ښار لاهور کې د افغانستان په وخت ماسپښين يوه نيمه او پاکستان په وخت دوه بجې ټاکل شوې ده.

د نننۍ سيالۍ په اړه د کرکټ پوهان وايي، دواړه غښتلې لوبډلې دي، او نن د تاريخي سيالۍ تمه کېدی شي.

پاکستان کې د لوبو خبريال کرکټ پوه محمود رياض وايي، "زما په حساب خو افغانستان چېمپينز ټرافي ګټلې، څنګه یې چې انګلېنډ ته ماتې ورکړې ده".

وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د اسټريليا لوبډله ډېره ښه ده، خو درې بالران ورسره نه دي راغلي، بل لور ته افغان لوبډله يو موټی لوبيږي، د پاکستان په ميدانونو خبر ده، بل مهمه خبره یې دا ده چې افغان لوبډله کوم هيواد ته ځي هلته کوربه مېنټور کوچ نيسي، نو دلته ورسره د پاکستان پخوانی ستوری لوبغاړی يونس خان کوچ دی".

هغه وويل، "د افغانستان ټول لوبغاړي هر يو په خپل خپل ځای لوبيږي، نن څه هم کېدی او د افغانستان لوبډله ګټه ترلاسه کولی شي".

يو بل خبريال کرکټ پوه فهيم پټېل وايي، د اسټریليا او افغانستان لوبډلې له دې وړاندې څلور ځله په يو ورځنيو سياليو کې مخامخ شوي، ټولې اسټريليا ګټلي، "خو که تاسو ته د 2023م نړيوال کپ نه هېرېدونکي سيالي ياده وي نو نن په دواړو کې يوه لوبډله غوره ګرځول به ګران کار وي".

پټېل زياته کړې، "د 2023م نړیوال کپ کې افغانستان لومړی بېټنګ کړی، 291 رنزونه یې جوړ کړي او په ځواب کې د اسټريليا اووه لوبغاړي په 91 رنزونو اوټ شوي خو بيا مېکسويل په يواځې سر 201 رنزونه جوړ کړي وو".

د نوموړي په خبره، "څنګه چې افغانستان د 2022 په ټي ټوينټي نړيوال کپ کې اسټريليا ته ماتې ورکړې عېن ممکن ده چې دغه کار په يوه ورځنۍ سيالۍ کې هم وشي که څه هم دا کار دومره اسان نه دی خو ناممکنه هیڅ هم نه دي".

د کرکټ پوهانو په وينا، که نن کومه لوبډله ګټه ترلاسه کوي، سیمي فاينل ته رسي او که د ممکنه باران د لاسه سيالي ونه شوه، فايده یې اسټريليا ته رسي، خو په دغه صورت کې هم افغانستان د مخکې تګ څخه لا نه وځي، بيا به د انګلېنډ او جنوبي افريقې لوبه مهمه وي، او که جنوبي افريقه بيا دغه لوبه بايلي، حساب کتاب به په رن رېټ کيږي.

چېمپينز ټرافۍ کې افغانستان تراوسه پورې دوه سيالۍ کړي، په 26مه فرورۍ يې هم د لاهور په ميدان کې انګلېنډ ته د 326 هدف ورکړی او دغه لوبه یې په اته رنزونو ګټلې وه.

خو خپله لومړۍ سيالۍ کې یې د جنوبي افريقې نه په 107 رنزونو ماتې خوړلې وه.

بل لور ته اسټريليا په لومړۍ سيالۍ کې انګلېنډ ته په پينځو وکټو ماتې ورکړې او جنوبي افريقې سره په 25مه فرورۍ پېنډۍ کې د باران د لاسه سيالي نه وه شوې.

په ګروپ بي کې شاملو لوبډلو کې انګلېنډ د افغانستان نه په ماتې خوړو د سيمې فاينل د زغل څخه بهر شوې ده.

ګروپ بي کې کوربه پاکستان او بنګله دېش هم وتلي، هند او نيوزي لېنډ سيمې فاينل ته رسېدلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG