په داسې حال کې چې د همالیه په غرنۍ سیمه کې د سرحد په سر د هندوستان او چین ترمنځ د تېرو څو میاشتو راهسې تاوتریخوالی دوام لري، توقع ده چې د دواړو ملکونو خارجه وزیران به د زیارت، پنجشنبې، په ورخ په ماسکو کې ملاقات وکړي.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايی په ماسکو کې د امنیت او اقتصادي چارو په موضوع د یوې سیمه ییزې غونډې په څنډه به د هندي او د چینايي خارجه وزیرانو په ملاقات کې په متوقع توګه به د دواړو ملکونو په سرحدي شخړه هم خبرې وشي.
دا هفته دواړو ملکونو په یو بل د پولې سره نژدې د ډزو الزامات ولګول.
د هندوستان پوخ په یو بیان کې د ډزو تردید وکړو او په چینايي پوځ یې "د راپاروونکو هلو ځلو" الزام ولګوولو خو د چین خارجه وزارت د هندوستان اقدام "سنجیده پوځي راپارونه" وبلله.
دواړو ملکونو په سیمه کې د وسلې په استعمال پابندي لګولي ده چې دا ډول یې د عسکرو ترمنځ د مسلح جګړې مخه ونیول شي. په سیمه کې په څه ځایونو کې د دواړو ملکونو عسکر د یو بل نه یوازې د څو مېټرو په فاصله پرځايي شوي دي.
د چینايي او هندی عسکرو ترمنځ وروستی تاو تریخوالی د پانګونګ جهیل (ډنډ) په سیمه کې رپورټ شوی دی چېرته چې دواړه ملکونه په یو بل د سرحد نه د راپورې وتلوالزامات لګوي. دغه علاقه په اېټمي وسله سنبلا د دواړو ملکونو ترمنځ د لاین اف اېکچوول کنټرول نومې سرحد مشرقي برخه ده.
د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په سرحد تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې موجود دی او په جون کې هندوستان وویل ۲۰ عسکر یې د چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې ایا په نښته کې تلفات شوي دي او که نا؟