لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په داسې حال کې د صدارت سوګند پورته کوي چې امریکا د مارټر لوتر کېنګ ورځ هم لمانځي


د شهري حقونو فعالان د دواړو مختلفو دستورو په اړه بېلا بېل خیالات لري. د شهري حقونو فعالان په عمومي توګه د نسلي او د شهري حقونو په اړه په صدارتي کېمپېن کې د ټرمپ د بیان بازۍ سره اختلاف لري
د شهري حقونو فعالان د دواړو مختلفو دستورو په اړه بېلا بېل خیالات لري. د شهري حقونو فعالان په عمومي توګه د نسلي او د شهري حقونو په اړه په صدارتي کېمپېن کې د ټرمپ د بیان بازۍ سره اختلاف لري

ډانلډ ټرمپ چې د صدارت سوګند پورته کوي نو د کانګرس په ودانۍ کې به هغه د شهري حقونو د مبارز مارټن لوتر کېنګ د مجسمې مخامخ ولاړ وي. ګل، دوشنبه، د کېنګ د ورځې په توګه لمانځل کېږي، په قومي کچه رخصتي ده او په خصوصي دستورو کې به د افریقايي امریکایانو د مساوي حقونو دپاره د کېنګ خدمات ستایل کېږي.

د منصفانه ټولنې دپاره د کېنګ د نظریي په اعزاز کې به په ټول ملک کې دستورې کېږي بلخوا په سرښار واشنګټن کې به ډېر خلک د اقتدار د امناکه انتقال کتنه کوي.

د شهري حقونو فعالان د دواړو مختلفو دستورو په اړه بېلا بېل خیالات لري. د شهري حقونو فعالان په عمومي توګه د نسلي او د شهري حقونو په اړه په صدارتي کېمپېن کې د ټرمپ د بیان بازۍ سره اختلاف لري.

خو د کېنګ د کورنۍ په شمول ځينې مشران ګڼي چې دا متضاد دستورې په نوي سیاسي دور کې د شهري حقونو د ترقۍ کار ته توجو په ګرځولو دپاره یوه موقعه ده.

د کېنګ کشرۍ لور برنېس کېنګ چې د کېنګ سېنټر مشره هم ده وايي خوشحاله ده چې ټرمپ د کېنګ په ورځ د صدارت سوګند پورته کوي. هغې وویل دا ډول به امریکا او ټوله دنیا دوه متضاد تصویران وويني او دا پوښتنه به راپورته کوي چې تاسو په کومه لار تګ غواړئ؟

هغې وویل که هغه غواړي هم خو ټرمپ به په دې ورځ ستوری نه وي. برنيس امید څرګند کړو چې د ټرمپ مشیران به هغه ته مشوره ورکړي چې په خپل تقریر کې په مناسب ډول د کېنګ ستاینه وکړي.

په تېرو ۴۰ کلونو کې دا دریم ځل دي چې د کېنګ او د صدر د سوګند پورته کول په یوه ورځ کېږي. پخواني صدران بېل کلېنټن او د براک اوباما د صدارت د دویمو دورو دپاره د کېنګ په ورځ سوګندونه پورته کړي وو.

deewa
deewa

دواړو په خپلو تقریرونو کې د کېنګ ستاینه کړې وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د صدارت سوګند پورته کولو وروسته د صدر په حېث خپل وړمبي تقریر کې ټرمپ د کېنګ ذکر وکړو او لوظ يې وکړو چې د کېنګ خوب به پوره کوي.

د کېنګ ورځ لمانځلو په لړ کې د نسلي مساوات او انصاف دپاره کارکوونکو د مظاهرو او د ټولنې د خدماتو انتظام کړی دی.

په ۱۹۶۸ کې د هغه د قتل نه یو کال وړاندې کېنګ په خپل اخيرې کتاب کې لیکلي وو چې پکار ده چې تور پوستو امریکایانو ته د هغوی جایز حق ورکړی شي او خصوصي سلوک ورسره وکړی شي.

د نسل په اړه د ټرمپ په خیالاتو د لسیزو راهسې تنقید کېږي. د نونسوه اوویایم په لسیزه کې د امریکې وفاقی حکومت په ټرمپ په دې الزام مقدمه کړې وه چې خپل کورونه په کرایه ورکولو کې د افریقايي امریکایانو سره د تعصب نه کار اخلي. هغه د پخواني صدر براک اوباما په اړه دا نظریه خوره کړې وه چې د هغه پېدایش په امریکا کې نه دی شوی. د کډوالو او د شهري علاقو کې د ټولنو په اړه د ټرمپ خیالات د متعصبانه او د کرکې نه ډک ګڼل کېږي.

ټرمپ د صدارت په وړمبۍ دوره کې د مجرمانه انصاف په نظام کې ځینې اصلاحات کړي وو چې فعالانو ستایلي وو خو په ۲۰۲۰ کې د نسلي مساوات په لړ کې د مظاهرو خلاف هغه سخت ګامونه تجویز کړي وو.

د تېر کال د اپرېل په میاشت کې ټرمپ د دې نظريي مخالفت و نه کړو چې په امریکا کې دا مهال د سپين پوستو خلاف نسل پرستي د تورپوستو خلاف د تعصب نه زیاته لویه مسله ده.

ټرمپ ټایم مجلې سره مرکه کې وویل د هغه په فکر په ملک کې د سپين پوستو خلاف جذبات وجود لري خو د دې هم اجازت نه شي ورکړی کېدی.

د ټرمپ د انتقالي ډلې ترجمانې جانیا ټامس وویل د ټرمپ سوګند پورته کول به تاریخي موقعه وي، نوي پاڼه اړول به وي او د امریکې د سرو زرو دوره به شروع کوي او پکار ده چې امریکایان د کېنګ د عقل لفظونه یاد وساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG