د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د جمعې په ورځ د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس نه په نړیواله کچه د دوه مېلین نه زیات کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نړیواله کچه د مرګونو صورتحال ځکه هم خراب دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په کوښښونو کې همغږي یا همکاري نېشته. "ساینس کامیاب شوی، یوالی ناکام شوی دی."
د کرونا وایرس د ناروغۍ د دې دلاسه د خلکو د مړېني په لحاظ امریکا د فهرست به سر ده.
د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس ۲۳ مېلین کېسونه او د ۴۰۰۰۰۰ نه زیات مرګونه رپورټ شوي دي.
په امریکا کې د کرونا وایرس په ضد خلکو ته د وېکسین ورکېدل شروع شوي دي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د وېکسین دپاره د خلکو د ډېرو زیاتو خواستونو له امله د دې دپاره پرځای د ټېکنالوجۍ نظام خراب شوی او په هسپتالونو کې وېکسینونه په ختمیدو دي.
په لومړۍ مرحله کې د زیات عمر کسانو او د صحت کارکوونکو ته وېکسین ورکول کېږي.
د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن د کرونا وایرس نه متاثر امریکایانو دپاره د دوه کهرب ډالرو مالېت مرستي اعلان کړی دی چې د امریکن رېسکیو پلان نوم ورته ورکړی شوی دی.
د زیارت، چهارشنبې، په ورځ اعلان شوي د دغه پلان ۴۰۰ ارب ډالر د کرونا وایرس په مد او نورې پېسې د اقتصادي مرستې دپاره دي.
جوبایډن وویل د انسان درد دا کړکېچ څرګند ښکاري.
يه عېن حال کې د ناروغو د مخنیوي د امریکي د حکومت ادارې سېنټرز فار ډزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن، سي ډي سي، د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې د ممکنه ده د مارچ د میاشت پورې د کرونا وایرس یو بل قسم په امریکا کې راډګ شي چې د دې وایرس نه به زیات خطرناک او زر به د یو نه بل تن ته لګي.
د کرونا وایرس دغه قسم لومړی به برطانیه کې موندل شوی دی.
سي ډي سي وویل د کرونا دغه بدل قسم د موجوده بېمارۍ نه زیات سنګین نه دی خو زر خپرېږي.
بلخوا د چین په ووهان ښار کې چېرته چې د کال ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاست کې کرونا وایرس لومړی شروع شوی و د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او تحقیقاتي ډلې د وایرس د اغاز په اړه پلټنې شروع کړي دي.
په تېرو اتوومیاشت کې چین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرونا وایرس دلاسه لومړی مرګ رپورټ کړو.
په چین کې د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې ۴۶۰۰ کسان مړه شوي دي چې د نورو ملکونو په مقابل کې د مرګونو کمه شمېره ده.