پاکستان
کورونا ځپلي پښتانه هنرمندان له سرونو تېرېدل غواړي ،خو ولې؟
د پښتو د مشهورې سندرې “ماته جانان ووایه” طرز جوړونکی موسیقار ګوهرجان د پښتنو هنرمندانو د حقونو د تحریک ارټسټ ایکشن موومینټ، په هغو مبارزینو کې یو دی چې د کورونا وبا په ورځو کې د بې روزګاره شؤ هنرمندانو لپاره د مرستو تحریک چلوي. ګوهر جان وايي دا بې وزله ټولنه روانې تنګدستۍ دې حال ته ورسوله چې وس خپلو بچو له د ډوډۍ ګټلو په خاطر د خپله سره دانګلو ته هم تیار دي.
ګوهر جان دېوې لور او درې زامنو پلار دی، موسیقي جوړوي او په خپله هم سندرې وايي.
ګوهر جان وي او ډیوه ته وویل حکومتونو ته په منت زارۍ ستړي شول وس خبره د منتونو او مظاهرو له حده وتلې ده:
“مونږ ډز ته تیار یوو، که مونږ وهي، که را سره هر څه کوي، مونږ له دې خپل حقوق راکړي”
د ساز، اواز، رقص، او هنر د نړۍ دا فنکاران د رزق په خاطر د انتها په لوري ولې روان شول؟
ددې سوال د جواب لپاره مې د فنکارانو د نوي تحریک ای ای ایم د پښتونخوا د مشر او وتلي اداکار ډاکټر نیاز علي خان سره رابطه وکړله.
ډاکټر نیاز فکر کوي، د ډېر وخت راهسې د صوبې فنکاران په خپلو کورونو کې بې روزګاره ناست دي. هغه وايي, دويي د تحریک شورو کولو نه وړاندې په دې لړ کې حکومتي افسران، واکداران او نور شتمن خبر کړل چې ددې فنکارانو کومکونه دې وشي.
هغه وايي، زارۍ منتونو یې وکړل، درخواستونه یې ولېږل، بیانونه یې ورکړل، ملاقاتونه یې وکړل خو چا هم د بې وزلو فنکارانو ژړا فریاد ته پام او نه کړلو، د ډاکټر نیاز په خیال په دې لړ کې د پښتونخوا حکومت تر ټولو بې رحمه ځواب ورکړلو:
“مونږ ته یې شټ اپ کال (خله بنده که) راکړلو چې فنډ شته دی خو د هغه چا د پاره چې کله یو هنر مند مړ شي”
ارټسټ ایکشن موومینټ ولې او څنګه جوړ شو؟
د پښتونخوا هنر مندانو په ډسمبر 2020 کې د خپلو کړمو د ښکاره کولو او د حکومت د مرستو لپاره د ارټسټ ایکشن موومینټ په نوم احتجاجي تحریک شورو کړلو.
د ای، ای، اېم د خېبر پښتونخوا مشر ډاکټر نیاز علي خان وویل دويي ددې تحریک د جوړولو سوچ داسې وکړو چې پښتانه هنر مندان د ولګې، تندې او بیروزګارۍ په ګډون د ډیرو چیلنجونو سره مخ دي خو نه په اولسي او نه په حکومتي کچه د هغوي سره کمک کېږي. دې تحریک کې د سترو سترو هنر مندانو په ګډون د درې سوو نه زیات هنرمندان دي.
ددې احتجاجي تحریک مشرانو وړومبی د اصلاعاتو د وفاقي وزیر شبلي فراز سره په سر ښار اسلام اباد کې ولیدل، د هغې ورستو یې د صوبې د محنت او ثقافت د چارو وزیر شوکت یوسفزي سره ولیدل.
ډاکټر نیاز وايي وفاقي وزیر ورسره لوظ کړی ؤ چې صوبې ته به په خپله ورځي او د دويي مسلې به حل کوي، خو چې وزیر خپل لوظ او نه پاللو نو بیا یې پرلت ووهلو:
“د پرلت نه ورستو مو د صوبايي اسمبلۍ په لور واک (لاریون) وکړلو، هلته مو د شوکت یوسفزي سره ولیدل”
د محنت او ثقافت د چارو وزیر ښاغلي یوسفزي ددغه احتجاجي لاریون په وخت اعلان کړی ؤ چې تر څو وزېر وي نشتر هال به فنکارانو ته ورکوي چې دويي پکې خپل روزګارونه روان کړي، هغه ویلي وو د فنکارانو څخه به د نشتر حال د استعمالولو یواځې د بجلۍ بل اخستل کېږي.
ډاکټر نیاز وايي دغه لوظ هم دروغ ؤ. ځکه دويي تحریک شورو کړلو، هغه وايي د عمران خان په هغه لاره روان شول چې چاته حق نه میلاویږي نو سړکونه دې بندوي او مظاهرې دې کوي.
“ د دهرنو او مظاهرو چل راته هم وزیراعظم عمران خان ښوولی”
ډاکټر نیاز وايي که چري مطالبات او نه منل شول نو د اسلام اباد ډي چوک ته به ځي.
د احتجاجي تحریک غټې غوښتنې:
1 د بې کوره او بې روزګاره فنکارانو لپاره دې دکورونو ورکولو منصوبه منظور شي
2 د کورونا وبا په وخت کې دې فنکارانو ته سمدټکه کومکونه ورکړی شي
3 د صحت د ښېګړې حکومتي کارډ دې ورکړی شي
4 نشتر هال دې بې حکومتي کرایې فنکارانو ته وسپارل شي
5 په سکولونو، کالجونو او یونیورسټیانو کې دې د فنکارانو بچو ته ځانګړې برخې (کوټه) وټاکل شي
د پښتونخوا صوبې هنر مندان په تیرو شلو کلنو کې د ترهګرۍ د پېښو د لاسه هم د سختو چیلنجونو سره مخ وو خو په تیرو څو کلنو کې د ترهګرۍ په پېښو کې د کمي پس دويي بیا روزګارونه شورو کړي وو چې په مارچ 2020 کې د کورونا وبا په نړۍ کۍ خوره شوله، نو د دوي روزګارونه بیا زیامند شول.
دکورونا وبا په ټوله نړۍ کې د فلم او موسیقۍ صنعتونه اغیزمن کړي دي
د فلم د نړۍ تر ټولو بې مثله او ستر صنعت هالي ووډ تر اوسه 30 بیلینه امریکايي ډالره خساره کړې ده. ریسرچ اداره “ایمپری انالسېس” په خپل یو رپورټ کې لیکي د کوډ 19 د وبا اثرات به په راتلونکو پینځه کلونو کې بې کچه وي. د پوهانو اندازه ده نزدې 160 بیلینه امریکايي ډالره خساره به کېږي.
په مارچ کې د کوډ د وبا خوریدلو سره سم د امریکا ټولې غټې 5477 سنیماګانې تړل شوې وې. د ابزرورډاټکام تر مخه په کال 2019 کې د امریکا سنیماګانو د 42 بیلینو امریکايي ډالرو ټکټونه خرڅ کړي وو.
خو د کوډ د لاسه سږکال د فلمونو په خپرولو کې ډېره کمي شوې ده، د کال 2020 نزدې 80 فیصده فلمونه کال 2021 ته اړول شوي دي.
د اجتماعي خسارې سره سره د فلمونو د غټو کمپنیو خساره هم په اربونو ډالرو ده. وانرز میډیا او یونیورسل په زرګونو ملازمان بې روزګاره شوي دي.
لاس انجلس ټايمز لیکي تر اوسه د فلم او فیشن صنعت 228,000 زره کسان بې روزګاره شوي دي.
د هالي ووډ د انټر ټېنمېڼټ تر ټولو ستر پاچا ګڼل کیدونکې کمپنۍ والټ ډزني تر اوسه 7.4 اربه ډالره خساره کړې.
ان لاین سټریمینګ
که څه هم هالي ووډ په دومره لویه کچه د خسارې او بې روزګارۍ سره مخ دی خو د دويي کاروبارونه په ټپه نه دي ولاړ.
ددې دوه غټ غلتونه دي:
1. د حکومت د تګ لارې سره سم بینکونو په ارزان سود د دېرشو کلونو لپاره قرضې ورکړې.
2. دې صنعت د ان لاین سټریمینګ په کمپنیو فلمونه خرڅ کړل.
دا وخت په نیټ فلیکس، امېزون، ایچ بي او، ډزني پلس او نورو ان لاین کمپنیو د هالي ووډ زیات فلمونه خپرېږي. ددې کمپنیو دیو کور لپاره کرایه د ېوې مېاشتې کرایه د 12 ډالرو نه تر 20 ډالرو ده. او چې څوک څومره غواړي ډرامې او فلمونه ورباندې کتلی شي.
د هالي ووډ په رنګه د جنوبي اېشیا غټ فلمي صنعت بالي ووډ هم د غټو خسارو نه بچ کیدلو د پاره د ان لاین کمپنیو سره فلمونه جوړول او خپرول شورو کړي دي. په نېټ فلیکس د هندوستان د مشهور فلمي هیرو سنجی دت تر ټولو تازه فلم "تور باز" تیره اونۍ خپور شوی دی.
ایا پښانه هم د نړیوال ان لاین سټریمینګ برخه جوړیدی شي؟
ایا پښتانه هم ددغو نړیوالو ان لاین کمپنیانو د معیار فلمونه، ډرامې جوړولی او دغلته خپره ولی شي؟
ډاکټر نیاز وايي نا، د هغه په خیال پښتانه هنر مندان اول د خېټې غم وکړي که د فلمونو.
د پښتنو د شوبز دنړۍ د ماهرانو په آند دا دریځ سم دی چې تر څو چینلې ډېرې شوې نه وي تر هغې ددې څانګې کارکونکي د نورو ژبو د هنر مندانو سره سیالي نه شي کولی.
د خېبر ټیلي وژن نیټورکس چیف پروګرامز افیسر حامد شمشاد وايي که نورې چېنلې جوړې شوې مقابله به سوا شي. حامد شمشاد وي او ډیوه ته وویل:
“پښتون ټېلنټ (هنر) به پیدا شي، خلکو ته به روزګارونه ورکړی شي”
د حامد شمشاد په خیال د نورې نړۍ په شان دا امکان شته دی چې ان لاین سټریمینګ کې دويي برخه ورکړي خو په دې کې به وخت لګي:
“مونږ چې دا وخت د پروډکشن کوم الات استعمالوو هغه په نوره نړۍ کې ختم شوي دي”
د هغه په خیال د نورې نړۍ د معیار اوزار لا په پاکستان کې نشته دی او بې ددې نه د نړیوال معیار کار کول ممکن نه دي.
د پښتو په موسیقارانو کې یو بل مشهور موسیقار ای. ار انور وي او ای ډیوه ته وايي دا کار امکان لري خو ددې لپاره به وړومبی یوه تګ لاره جوړول غواړي.
د ښاغلي انور په خیال ده حکومت له یوه پالیسي تیاره کړې هم ده. په دغه پالیسۍ کۍ وړاندیز شو دی چې، د نشتر هال په شان په ټوله صوبه کې غټ مرکزونه جوړول پکار دي، په دې مرکزونو کې د هنر د ښودلو ځانګړې اکیډمۍ جوړې شي، په دغو اکیډمیو کې به استادان هنر ښايي او ددغو اکیډمیو نه وتلي هنر مندان به په نړۍ کې منل کېږي.
د ښاغلي انور په خیال کله چې په تکنيک پوهه خلک موجود وي نو د نړیوال معیار، موسیقي، ډرامه، او فلم جوړول ممکن دي، د هغه په خیال که چري داسې شوې وې نو د بې وزلیو دا حال نه ؤ لکه چې وس دی.
د یوټیوب د لارې ګټه
د کورونا وبا په ورځو کې د نړۍ ګڼ شمېر هنر مندانو د ټولنیزو رسنیو د لارې هم خپل هنرونه نشرول تېز کړي دي، زیاتره د یوټیوب د لارې خپلې ډرامې او سندرې خپروي. ایا پښتانه د یوټیوب د لارې ګټه کوي؟
ګوهر جان وايي امکان یې شته دی، خو له بده مرغه دلته نه خو د کاپي رایټ سخت قوانین شته دی او نه ده رایلټي.
د هغه په خیال دده دغه کمپوز "ماته جانان ووایه" نزدې درې سوو هنر مندانو ویلی دی خو ورته یوه ټکه ګټه نه ده شوې، هغه وايي زما دغه طرز مژده جمالزاده هم وویلو.
مژده جمالزاده په کنیډا کې اوسي او ورته د خپلې ټي وي شو په وجه “اوپره اف افغانستان” هم ویل کېږي.
مونږ چې په يوټیوب د مژده جمالزاده نوم ورکړو نو د "ایتنو بیټس" نومې چینل چې د مژده نورې سندرې یې هم خورې کړي دي باندې د هغې په غږ کې "ماته جانان ووایه" سندره موجود وه چې نزدې 124,000 زرو خلکو کتلې وه. د مژده په غږ کې دا سندره د اي تيون په بڼه د خرڅ لپاره هم موجود ده . خو ګوهر جان وايي ده ته هیڅ ګټه نه رسي:
“خواري زمونږ وي او ګټه ترې دويي واخلي”
هغه وايي مژده ترې تپوس قدرې هم نه دی کړی، بلکې تشه شکریه یې هم ورته نه ده وېلې، د هغه په خیال په نوره نړۍ کې خو دا خلک په دې خبرو پوهېږي نو باید دويي خو داسې او نه کړي.
کاپي رایټ
د پښتو ژبې سندر غاړی سر دار یوسفزي وي او ډیوه ته وویل کاپي رایټ شته دی خو د نوم تر حده.
هغه وايي دده سندره "تړلې کډې مې بیا پاتې د جانان کړې" ډېرو خلکو ویلې ده خو ددې کاپي رايټ ورته ماسوای د زاتي زیان نوره ګټه نه ده شوې.
په پاکستان کې د موسیقۍ سترې غونډې او کنسرټونه کيږي اولس پکې ټکټونه اخلي او غټې کمپنۍ ورته اشتهارونه ورکوي. سردار یوسفزی وايي پښتانه داسې کمرشل پروګرامونه ډېر په وړه کچه کوي لکه د شخصي خوشالیو محفلونه جوړېږي خو وس د هغې خوند هم نه دی پاتې.
د پښتونخوا د حکومت اعزازیه ولې بنده شوه؟
د پښتونخوا حکومت په یو وخت کې 500 هنر مندانو ته د مېاشتې په سر 30,000 زره روپۍ اعزازیه ورکوله، دغه ولې بنده شوه؟
وتلی سندرغاړی او د پاکستان ارټسټ ایکویټي پښتونخوا جنرل سیکرټري بختیار خټک وايي د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې دغه منصوبه دوه ځله شورو شوه خو ددې د تقسیم په طریقه د هنر مندانو د ډېرو زیاتو اختلافونو په سر دا منصوبه دواړه ځله بنده شوه.
په دې منصوبه کې به 120 سندرغاړو، اداکارانو، 120 لیکوالانو، 80 پینټرانو، انځورګرانو، مصورانو، 80 ساز جوړونکو ته 30,000 زره میاشت ورکول کیدلې، خو په دې د فنکارانو اختلاف ؤ.
دا وخت د خیبر پښتونخوا حکومت د کلچر او ټورازم په نوم د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو اعلان هم کړی دی. ښاغلی خټک وايي که د صوبې فنکاران لږ د زغم نه کار واخلي نو دويي ته به ددې ادارې نه غټې ګټې ورسي.
د حکومت دریځ
ده فنکارانو د مطالبو په لړ کې مونږ د کلچر او ټورازم د ادارې د مشر شعیب خان، د کلچر ډایریکټرې شمع نعمت سره هم رابطه وکړله خو دويي په دې لړ کې ځواب نه دی راکړی. دې دواړو مشرانو ته مو په واټس سوالونه هم ورولېږل، کوم چې دويي کتلي خو ځواب نه ورکوي.
بلې خوا ته د صوبې د ثقافت او محنت د چارو وزير شوکت یوسفزي ويلي دي چې د فنکارانو د تحریک نه حکومت خبر دی. هغه په یو بیان کې وویل ددويي د غوښتنو سمري وزارت تیاره کړیده او د صوبې اعلا وزير ته د منظورۍ لپاره لېږل شوې ده.
شخصي چېنلې
د شوبز د صنعت ماهران وايي په وسنۍ نړۍ کې فنکار یواځې په حکومتي مرستو یا اعزازیو ژوند نه شي کولی.
د ټي وي اداکار منتظم شاه وايي ستونزه دا ده چې د پښتنو خپلې ټي وي چېنلې نشته او تر څو پښتانه په دې لړ کې سرمایه کاري او نه کړي دا ستونزې به تل وي، د ښاغلي شاه په خیال په شخصي څانګه کې د پښتو ژبې ډرامې به یواځې یو چینل خېبر اخستلې:
“درې کاله وشو نه هغويي ډرامه جوړوي نه اخلي”
حامد شمشاد وايي دوي پخوا د شخصي څانګې ډرامې اخستلې خو وس چینل د معیار په خاطر خپله تګ لاره بدله کړیده:
“ مونږ په ورستیو کې د منتظم شاه نه “ګرداب” ډرامه او د اشفاق طورو نه “تکبیر او تقدیر ډرامې اخستي دي”
خو ګوهر جان دشخصي چینلو په حقله دا تور هم پورې کوي چې دويي د هنر مندانو استحصال کوي، هغه وايي دلته چې یو نیم شخصي چینل دی که هغه راته موقع راکړي نو د کار په بدل راباندې تشې چای وڅکوي، هیڅ معاوضه نه وي.
“د ټیکسي کرایه مې هم په خپله ورکړې ده”
د حامد شمشاد په خیال دا خبره سمه نه ده چې د دويي چېنل هنرمندانو ته معاوضه نه ورکوي:
“په شینو مینو پروګرام کې ټولو سازیانو ته پوره معاوضه ورکول کېږي”
وتلی پښتون لیکوال اباسین یوسفزی وايي پښتانه هنر مندان چې بې روزګاره شي نو د هغويي بیا څه نوره ګټه وټه نه وي او نه ورسره دومره پنګه وي چې خپل کور وساتي نو په داسې حال کې هغويي ته د حکومتي مرستو حاجت وي:
“دويي چې کله کار کوي نو د مرستو ارزومند نه وي خو چې بې روزګاره شي نو بیا یې ژوند د ستونزو ډک وي”
د ګوهر جان ارمان دی چې پښتانه سرمایه کار په ټي وي، موسیقۍ او فلم کې سرمایه کاري وکړي.
د ګوهر جان د روزګار نورې لارې چارې څه دي؟
د پښتونخوا په یو شمبر سیمو کې د پښتنو هنر مندانو خپل مرکزونه هم دي، لکه د سوات بڼ علاقه او د پېښور ډبګرۍ.
په دغه شان مرکزونو کې یو د پېښور صدر بازار کې د لالا هوټل سره څنګ ته ارمي پلیټس هم دي.
شپاړس کاله اګاهو ددغو اپارټمنټونو په څلورم منزل یوه سټوډیو ګوهر جان د پښتو د یو مشهور سندرغاړي د هیواد پرېښودلو په وخت کې د هغه نه اخستې وه.
ګوهر جان وايي کله چې په سرکاري او شخصي چینلو کارونه کم شول نو دويي ځانله خپل مرکزونه پرانستل. هلته یې سندرې ښودلې هم او جوړولې هم.
خو د ګوهر جان په خیال دويي په دې مرکزونو بندولو هم مجبور کړل شول.
هغه وویل هره اونۍ به پولیس ورتلل او دويي به یې له کسته تنګول، هغه وویل یوه ورځ په باران کې د پولیسو یو اګارت ورغلو، بوټان یې په چقرو سخا وو. ګوهر وايي ده ورته وویل چې بوټان اوباسۍ بیا رادننه شئ نو په دې خبره پولیس افسر غصه شو او ورته یېې اووې جینکۍ دې څه کړلې؟
ګوهر وايي دې تنګ شو او خپله سټوډیو یې په بل چا خرڅه کړله:
"د هر طرف نه په مونږ راټيټه ده، نه وفاق او نه صوبايي حکومت نظر کوي"
په دغه علاقه کې د یو بل سټوډیو مالک د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل وس هم پولیس په دغه سیمه کې دويي زوروي:
“دګلبرګ د تاڼې افسر ابراهیم تیره اونۍ دوه ځله چاپه وهلې ده”.
ډیوه د ګلبرګ تاڼې د ابراهیم نومې افسر سره د خبرو هڅه هم وکړه، خو ورته وویل شول، هغه په رخصت دی.
د ارټسټ ایکشن مومېنټ د مستقبل تګ لاره
د ای اي ایم مشران وايي دا وخت د مستقبل د تګ لارو د جوړولو تر څنګ حکومت باید په بیړني حالاتو کې د هنر مندانو د کمک اعلان وکړي، د ډاکټر نیاز په خیال:
“که چري چټک کومکونه او نه شول او غوښتنې او نه منل شوې، دويي سره بله لار نشته خو یا به ملک پرېږدو یا به د بهر ملکونو د سفارتخانو په وړاندې مظاهرې شورو کوو”
د خپلو حقونو د پاره د پښتنو هنر مندانو تحریک غوښتنې به او منل شي کنه دا ویل ګران دي خو دا هنر مندان په دې خوشاله او غاوره ښکاريدل چې دويي د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره راپاسیدل.
دويي دعوا کوي دا یوه ستره کامیابي ده او د منزل په لور وړومبی ګام دی.
See all News Updates of the Day
امریکا کې د کېدونکو صدارتي ټاکنو اغېز به په پاکستان څه وي؟
په پينځم نومبر کېدونکو د امريکا څلور کلنیو صدارتي انتخاباتو ته د ټولې نړۍ په څېر د پاکستانيانو هم سترګې دي.
د ډېموکرېټک ګوند کاملا هېرېس او د ريپبلېکن ګوند ډانلډ ټرمپ ګټې به د پاکستان او د سيمي د پاره څه اغېزې ولري؟ په دې اړه په پاکستان کې دننه هم په سنجیده طبقو کې بحثونه پېل شوي دي.
څېړونکي ګڼي چې د پاکستان په اړه د امريکې سټرېټيجيکي تګ لاره کې بدلون د صدر اوبامه د وخت نه پېل شو او د اوسني صدراتي کانديد په وړومبني صدراتي دور کې په کال 2017م کې امريکې د پاکستان نه خوريدونکې ترهګري د خپل قامي امنيتي تګ لارې اساس وګرځولو.
خو بيا موجوده صدر جو بایيډن په کال2022م کې پخپله دغه تګ لاره کې د پاکستان بلکل ذکر ونه کړو، څيړونکي وايي دا د دې خبرې ثبوت ؤ چې په سټرېټجيکي او امنيتي تګ لارو کې امريکا په پاکستان ځان ناجاڼه کړی دی.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې مشر فېض الله جان وي او اې ډیوه ته وایي"د پاکستان يو سټرېټیجک پوزيشن دی، مونږ په نقشه باندې دا ګورو، پاکستان سېنټرل ايشيا ته نزدې دی، پاکستان روس ته نزدې دی، پاکستان چين ته نزدې دی، دا سټرېټجک پوزيشن د پاکستان اهميت جوړوي۔ خو دا اهميت بيا هله راښکاره کيږي چې کله د امريکي سټرېټیجک ک مفاد په دې منطقه کې ډير راپېدا شي"
هغه ویي "مونږ وکتل په دې وخت کې امريکا د افغانستان نه وتلې ده، او افغانستان يې طالبانو ته حواله کړو او باقي د امريکي چې کوم سټرېټیجک اهداف دي نو هغه د طالبانو په لاس ترلاسه کوي بلکې زه به دا ووايم چې د هغې باقاعده طالبانو له قرضې ورکوي"
په پاکستان کې ډير خلک او امريکايي پاکستانيان هم د امريکا صدراتي انتخابات د پاکستان کورني سياست سره تړي۔
که څه هم د واشنګټن او د اسلام اباد ترمېنځه د سفارتي تعلقاتو خبره کيږي، خو څيړونکي وايي د واشنګټن سره په خبرو کې د پاکستان د سر فريق سياسي قيادت نه بلکې پوځي اسټېبلشمنټ دی، نو که خلک دا ګڼي چې د يو کانديد سره به پاکستان کې د عمران خان یا د هغه د ګوند تحريک انصاف په اوسنیو مشکلاتو کې کمی راشي نو دا به بې وخته خبره وي۔
د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاذ محمد خورشید ډیوه ته وایي"يو ټرمپ دی چې هغه يو وار واک کې پاتې شوی دی او د هغه د پاکستان سره تعلقاتو ته يو خاص قسمه سوچ ؤ"
د محمد خورشید په خبره "هغه(ټرمپ) د پوځي امداد په اړه ډير سخت ؤ، د هغه وخت وزير اعظم عمران خان ته يو قسم له ورنزدې شوی ؤ، او کاملا هېرېس چې کوم کمپېن رانيولی هغه به پاکستان اسټېبلشمنټ او اوسني حکومت د پاره ډېر نرم وي او د عمران خان د پاره څه خاص قسم ريليف يا پاکستان چې څه کوي نو په هغې به یې څه خاص اثر نه وي"
په ريپبلېکن او دېموکرېټک ګوندونو کې دا يو عمومي اتفاق ګڼل کيږي چې ګنې پاکستان چين ته له نزدېکت نه شي ايسارېدلی، خو بيا به هم ريپبلېکن او ډيموکرېټک د پاکستان سره خپلو اړېکو ته د چين ، هند او ايران سره د خپلې سټريجيکۍ تګ لارې په چوکاټ کې ګوري۔ او هم دا وجه چې د څه نوي سيکورټي او امنيتي بدلون پرته د امريکايي انتخاباتو روستو هم د پاکستان په اړه په پاليسۍ کې کوم زيات بدلون نه اټکل کيږي.
ښاغلی فېض الله جان وایي،د چين او امريکي چې کوم اقتصادي مخالفت روان دی نو په هغې کې به په پاکستان اثر کيږي.
د هغه په وینا "هغه اثر به داسې وي چې چاینه د سي پېک په ذريعه باندې ګوادر ته رسايي غواړي او امريکا نه غواړي چې د هغوي دې دا منصوبه کاميابه شي، نو د هغې وجې په پاکستان باندې يو فشار هم راځي خو ټول عمر پاکستان دا فشار په دې طريقه باندې په شا تمبولی دی چې هغه د امريکي نور سټريټیجک کارونه وکړي"
د کاملا هېرېس او ډانلډ ټرمپ او د هغوي دګوندونو د موسمي بدلون په اړه د يو بل نه بدل نظرونه دي۔
د موسمي بدلون د اثراتو د ښکار هېواد په توګه پاکستان د کاملا هېرېس نه د همدردۍ او کومک تمه کولی شي، خو موسمي بدلون ته د ډانلډ ټرمپ د معلوم مخالفت له وجې د هغه د ګټې روستو پاکستان ته په دې لړ کې ترلاسه کېدونکي مشکلات د وړاندې نه معلوم دي۔
بلوچستان: د ډیم په ساتونکو د وسله والو برید کې پینځه کسان وژل شوي
د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د پنجګور ضلعې په پروم سیمه کې نامعلومو وسله والو د ډیم په حفاظت مامورو کسانو باندې وسله وال برید کړی چې پکې د ډيم پينځه ساتونکي وژل شوي دي.
د بلوچستان حکومت ویاند وایي په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي خو حالت یې له خطرې بهر دی.
د لیویز ځواک سرچینو ویلي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امینتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ پېښه کې د ککړو کسانو لټون یې پیل کړی دی.
په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان د پنجګور ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.
د پېښې ذمه واري لا تر دې دمه چا پغاړه نه ده اخستې.
په برید کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د ظاهر علي بلوڅ،حسین علي شاه ، محمد حیات ، امین الله اؤ علي نواز په نومونو سره مخې ته راغلې ده چې د پنجګور ځایي اوسیدونکي ښودل کیږي.
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي دا پېښه د پنجګور په سرحدي سیمه پروم کې تېره شپه مخې ته راغلې ده اؤ وایي وسله والو د ډيم په څارونکو ناتاره ډزې کړې دي.
هغه ویلي د ضلعي انتطامیې اؤ پولیسو افسران د پېښې په ځای کې موجود دي اؤ د پېښې پلټنې روانې دي.
د بلوچستان وزیراعلا میر سرفراز بګټي ددې پېښې غندنه کړې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې د ترهګرۍ دا پېښه چې څومره وغندل شي کمه به وي.
وزیراعلا بګټي ویلي ترهګر د هیواد د ترقۍ اؤ امن د مخالفه ملک دښمنه عناصرو د لاس ګوډاګي دي .
هغه زیاته کړې ده چې بلوچستان کې ترقي اؤ امن د دښمن په سترګو کې چوکه شوي خو حکومت به ترهګر خپلو ناوړه ارادو کې کامیابېدو ته پرې نه ږدي.
تر دې پېښې وړاندې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د بلوچستان په پښتني سيمه دوکۍ کې شل تنه د کوېلې مزدوران نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي وؤ.
د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس رپورټ وایي چې یوازې د تېر ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي.
په دې بریدونو کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو کې 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي۔ دې کې د زياترو پېښو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو اعلان کړی ، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې نوؤ پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو
د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو کې د پولیو په ډلو اؤ پولیسو بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي، دوه ژوبل
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې يو ځل بيا پر پوليسو څلور بريدونه شوي چې پکې کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او دوه نور ژبل شوی دی.
پولیس د دې پېښو پخلی کوي او وايي په دې بريدونو کې دوه پر هغه پوليسو شوي چې د پوليو ټیمونو په ساتنه مامور وو.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تېرې څه مودې راهسې په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه چټک شوي او په تیرو درېوؤ ورځو کې پر امنیتي ځواکونو شل بریدونه شوي، چې په کې د 29 پولیسو په ګډون 42 وګړي وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه اورکزۍ کې وسله والو د پولیو په ډله برید کړی چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي.
د سیمې نه پولیس سرچینو وې او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د نهې یا سه شنبې په ورځ د بره اورکزۍ په ډبوري بادان کلي کې مخې ته راغلې ده.
د پولیسو وینا ده چې دغلته د پولیو د مخنیوي ډلې ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکول چې ناساپه څو وسله والو په هغوي ناتاره ډزې وکړې .
د سرچینو په وینا دې پېښه کې یو پولیس عسکر په موقعه ساه ورکړې اؤ بل په سخت ژوبل حالت کې هسپتال ته ورسول شو خو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.
د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې د پولیس اؤ ایف سي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ برید کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټونې عملیات پيل کړې دي.
د پولیسو سرچینو دعوه کړې ده چې د لټونې د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو سیمه کې د وسله والو سره نښته کړې چې پکې درې وسله وال وژل شوي خو ددغو وسله والو پېژندګلو لا په سمدستي توګه مخې ته نه ده راغلې.
همدا شان په یوه بله پېښه کې د لکي مروت ضلعې په کوټکه شېر خان سيمه کې ناپېژانده وسله والو په یو پولیس عسکر ډزې کړي اؤ د عارف الله په نوم د سپيشل برانچ پولیسو یو عسکر یې وژلی دی.
دریم بريد په ټانک ضلعه کې شوی چیرته چې د ضلعې د مرکزي روغتون پر امنیت مامور پولیس اهلکار نظام الدين باندې وسله والو ډزې کړي اؤ هغه په دې ډزو کې سخت ژوبل شوی دی.
د پوليسو وياند محمد ابراهيم په وینا، نظام الدين په ټپي حالت کې د ټانک روغتون ته وړل شوی چې وروسته بیا د نور علاج لپاره ډیره اسماعیل خان ته لېږل شوی.
د روغتون چارواکي وایي پولیس اهلکار په سر په ګولۍ لګېدلی اؤ حالت یې مرګونی دی.
څلورم بريد د شمالي وزيرستان په شېواه سيمه کې شوی، دغلته ناپېژندلو وسله والو کسانو د پوليو کارمندان او د هغوی ساتونکي پوليس اهلکاران يرغمل کړل.
د پوليسو په وينا، د تحصيل شېواه د ماميت کوټ ډسپنسرۍ سيمې څخه د پولیو کارمندان اؤ پولیس هغه مهال يرغمل شوي کله چې د پوليو کارمندان وماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول.
د دوی په وینا بريد کوونکو لومړی د پوليسو څخه وسلې واخستې او وروسته يې هغوی يرغمل کړل.
وروستي راپورټونه وايي یرغمل شوي کارمندان او پولیس اهلکار د ځايي مشرانو په هڅو خوشي کړل شوي دي
چارواکي وايي له دې پېښو وروسته په دغه سیمو کې د پوليو کمپاين په لنډمهاله توګه ودرول شو او په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.
دا بريدونه په داسې وخت کې شوي دي چې په ټول هېواد کې د ګل د ورځې نه د پوليو ضد پنځه ورځنی کمپاين پېل شوی، چې د نومبر تر تر دریمې نېټې به دوام ولري.
د نیشنل ایمرجنسي آپریشن سينټر په وینا، په دې کمپاين کې به څلور نیم کروړه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
راپورونه ښيي چې سږ کال په ټول پاکستان کې د پوليو 41 پېښې ريورټ شوې، چې پکې 21 په بلوچستان، 12 په سند، 6 په خیبر پښتونخو۱ 1په پنجاب او ۱ په اسلام آباد کې مخې ته راغلي دي.
د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او ) د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
د دوی په وينا، د افغان کډوالو د زیات شمېر راستنېدو او په پاکستان کې د پوليو ټيمونو ته د امنیت ګواښونو له امله د دې ناروغۍ مخنیوی له لویو ستونزو سره مخ دی.
په پاکستان کې د پوليو د خاتمې لپاره د ایمرجنسي آپریشن سينټر له خوا په دغه کمپاين کې 81 زره پوليو ټیمونه کار کوي، چې د هغوی د خونديتوب لپاره 19 زره امنيتي اهلکاران ګمارل شوي دي.
په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ډکی حملې کړې دي.
په پاکستان او افغانستان کې په دې لړ کې په سلهاوو تنان وژل شوي دي.
په جنوري میاشت کې، د پاکستان په شمال غربي سیمه کې د پولیو ټیمونو او محافظانو یې یوه ستره حمله شوې وه چې په کې لږ تر لږه پنځه پولیس اهلکار وژل شوي او د لسو نه زیات نور زخمیان شوي وؤ.
په خیبرپښتونخوا کې د بېړنیو عملیاتو د مرکز (اي او سي) ترمخه، تندلارو په دې روان کال کې تر اوسه د پولیو په ډلو او امنیتي ساتونکو یې یوویشت (21) حملې ترسره کړې دي.
د سعودي حکومت تر څلورو زرو د زیاتو پاکستانیانو پاسپورټونه بلاک کړي دي
د سعودي حکومت د هغو څلورو زور پاکستاني وګړو پاسپورټونه بلاک کړي چې په سعودي کې د سوالګرۍ اؤ نورو جرمونو په تړاؤ نیول شوي اؤ په زندانونو کې پراته دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي په سعودي کې نیول شوؤ دې پاکستانیانو کې تر 60 فیصدي د زیاتو وګړو تعلق د خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو سره دی.
رپورټ کې ویل شوي چې د څلورو زرو نه د زیاتو بندي پاکستانیانو پاسپورټونه د اوو کالو لپاره بلاک کړل شوي دي.
ډان وایي پاکستاني چارواکي په سعودي کې د بندي دغو پاکستانیانو د بېرته راوستو لپاره بیړني سفري اسناد جاري کوي.
د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې د سعودي نه ددغو پاکستانیانو د ډي پورټ کولو یا راویستلو لړۍ به زر پېل کړل شي اؤ بیا به پاکستان ته په رارسیدو ددغو ملزمانو په ضد قانوني اقدام کیږي.
د پاکستان نه هر کال د لکونو په شمېر کې پاکستاني وګړي سعودي عرب ته مزدورۍ یا هم حج اؤ عمرې له ځي خو په دې کې بیا ګڼ شمیر داسې کسان هم شامل وي چې هغوي په سعودي کې خېراتونه یا خېرونه غواړي اؤ د سعودي پولیسو په دې جرم ګڼ شمیر سوالګر نیولي هم دي.
روانه میاشت هم د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ایجنسي (ايف آي ای) د ملتان په هوایي اډه هغه اته سوالګر د جاز نه راکوز کړي وؤ چې غوښتل یې د عمرې کولو په اړ کې سعودي ته سوالګرۍ لپاره لاړ شي.
تر دغې کارروایۍ دوه ورځې وړاندې هم ایف آي ای د عمرې په اړ کې سوالګرۍ لپاره سعودي ته تلونکي 16 سوالګر د ملتان هواي اډې څخه هغه مهال نیولي وؤ چې په جاز کې ناست وؤ اؤ د عمره کوونکو لباس یې په تن ؤ.
په دغه ډله کې یو ماشوم،11 ښځې اؤ څلور سړي شامل وؤ .
دغو نیول شوؤ کسانو د پلټنو په مهال ایف آي ای ته ویلي وؤ چې دوي په سعودي کې په سوال کومې پیسې وګټي هغې کې ترې نیمایي هغه ایجنټان اخلي چې د سوالګرۍ لپاره یې سعودي ته لیږي.
د روسي فیډرېشن کونسل سپېکره وایي روس پاکستان سره د اقتصادي پرمختیا څانګو کې مرستې ته لېواله دی
د روسي فیډریشن د فیډریشن کونسل سپیکرې ویلنتینا موتویانکو ویلي چې روس د پاکستان سره د اقتصادي پرمختیا په څانګو کې مرستې ته لیواله دی اؤ دواړه هیوادونه د نړیوالې ایجنډې په زیاتره معاملو کې یو شان نظر لري.
د ګل یا دوشنبې د پاکستان په سفر راغلي د روسي فیډریشن کونسل سپيکرې د پاکستان د سینیټ غونډې ته پخپله ځانګړې وینا کې ویلي چې په سخت وخت کې هم ماسکو اؤ اسلام اباد خپل تماسونه دوامداره ساتلي دي.
ویلنتینا موتویانکو وویل پروسږکال د پاکستان اؤ روس تر منځ کلنۍ سوداګري تر 50 فیصدي زیاته شوې ده خو د هغې وینا وه چې په تجارتي اؤ معاشي اړیکو کې د ودې تر څنګ په نورو څانګو کې هم د همکارۍ سیوا کولو ګامونو اخستو ته اړتیا ده.
هغې وویل د روس اؤ پاکستان کلنی تجارت تر یو ارب ډالرو اوښتی دی اؤ سږکال د جنورۍ نه تر اګست میاشتې په دې تجارت کې نوره هم 13 فیصدي اضافه شوې ده.
ویلنتینا موتویانکو وویل د روس د خامو تېلو یوه جوپه پروسږکال پاکستان ته رارسېدلې اؤ ددې تر څنګ روس د پاکستان مارکیټ ته د غلې دانې ورکړه هم سیوا کړې ده.
موتویانکو وویل، پاکستان ته د روس د وزیراعظم د وروستي سفر سره به د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پرمخ لاړې شي اؤ "زه باوري یم چې مونږ به نړیوال امنیت اؤ ثبات کې خپل رول ولوبوو".
روسي سپیکرې وویل دواړه هیوادونه د افغان کشالې په هواري اؤ د منځنۍ ایشیا د سلامتیا باوري کولو کې خوښي لري اؤ مونږ به د نړیوال امنیت اؤ ثبات ،په خلا کې د وسلو د مخنیوي،د حیاتیاتي کیمیایي اؤ زهرجنو وسلو د معانعت په اړه خپل یووالی پځای ساتو.
هغې وویل "مونږ باور لرو چې د غیر قانوني بندیزونو ډاډګیرنه به نه کوؤ اؤ په ټولو څانګو کې به په سیاسي انداز د معاملو په هواري اتفاق پځای ساتو"
د هغې وینا وه چې د کال26-2025 لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان د انتخاب هرکلی کوي اؤ وې ویل "مونږ برکس سره د همکارۍ پیاوړې کولو په لړ کې د پاکستان په خوښۍ پوهیږو".
نوموړې زیاته کړه چې زمونږ لپاره د شمال جنوب نړیوال ټرانسپورټ کوریډور د اهمیت وړ دی اؤ له دې لارې شمالي یوریشیا اؤ ګلوبل ساوتهـ سره تړون وده موندلې ده.
د هغې وینا وه چې دواړه هیوادونه د اړیکو یو تاریخ لري اؤ د نړۍ سره په اړیکو کې د نظر یو شان والی هم لري.
د روسي سپیکرې وینا وه چې ماسکو اؤ اسلام اباد به په ګډه د زراعت د ودې لپاره کار کوي اؤ د خپلو اولسونو سوکاله ژوند ته به پام ورګرځوي.
تر دې وړاندې د ستمبر په میاشت کې د روس مرستیال وزیراعظم الیکسي اوورچک پاکستان ته دوه ورځنی سفر کړی ؤ اؤ دلته یې د ملک د وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر اؤ نورو چارواکو سره لېدنې کړې وې.
په هغه مهال د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ چې روس سره خپلو اړیکو ته وده ورکول د پاکستان د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ده اؤ د پاکستان اؤ روس د لوړې کچې د تماسونو له امله به د دواړو هیوادونو اړیکې له پسې وغځيږي.
اسحاق ډار ویلي وؤ د روس اؤ پاکستان خپلو کې په اړونده درناوي اؤ مفاد اډاڼه دوه اړخیزه تعلقات په مثبت لوري روان شوي اؤ د روس اؤ ړپاکستان تجارتي اؤ معاشي اړیکو کې اضافه د ستایلو ده.
په کال 2023م کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د روس سفر هغه وخت کړی و چې روس په اوکراين يرغل کړی و.
د عمران خان په سفر نه يواځی پاکستان دننه نيوکې شوې وې، بلکې امریکې پرې هم د ناخوښۍ څرګندونه کړې وه.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په پاکستان داسې تورونه هم لګي چې روس او اوکراين جنګ کې پاکستان په پټه په اوکراين د میلینونو ډالرو وسله خرڅه کړې وه خو تیر د پاکستان نګران حکومت داسې خبرونه په کلکه رد کړي وو.
څيړونکي وايي روس سره تعلقات پراخه کولو سره پاکستان او د امريکې تعلقات اغېزمن کيدای شي ځکه امريکا به چري هم نه غواړي چې په دې سيمه کې د روس اثر سېوا شي.
Forum