لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په 273 ترهګر بریدونو کې 118 پولیس وژل شوي


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمه (سي ټي ډي) وایي روان کال په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه 273 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

څېړونکي وایي د تېرې څه راپدیخوا پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله نورې هم زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظمې شوي اؤ ریاستي واکمني یې په ښکاره چیلنج کړې ده.

د اتوار په ورځ د پاکستان جیو ټيلي ویژن اؤ نورو بیلابیلو رسنیو د سي ټي ډي له خولې ویلي په روان کال کې اوسه د ترهګرو په ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس امنیتي ځواکونو 1433عملیات کړي چې پکې 124ترهګر وژل شوي دي.

سي ټي ډي پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې خېبر پښتونخوا کې یې 55 ترهګریز بریدونه شنډ کړي اؤ 322 ترهګر یې ژوندي هم نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي د دوؤ ځانمرګي بریدونو په شنډلو سره یې د صوبې سر ښار پېښور د یوې سترې تباهۍ څخه بچ کړی دی.

دترهګرۍ ضد محکمې رپورټ کې دعوه شوې ده چې په عملیاتو کې یې د محسن قادر ګروپ،بیټني پړاکي ګروپ ، ټيپو ګل ګروپ اؤ ضرار ګروپ وسله وال خپل انجام ته رسولي اؤ ددې تر څنګ یې د سنتا ګروپ اؤ ټي ټي پي ګنډا پور یو شمیر کمانډران اؤ د هغوي ملګري هم وژلي دي.

رپورټ کې ویل شوي په 18 هغو ترهګرو کې چې په سرونو یې انعامونه ویستل شوي وؤ، اته په عملیاتو کې وژل شوي اؤ 10نور نیول شوي دي.

پښتونخوا صوبه کې د امنیت په چارو ژور نظر لرونکي خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې صوبو کې د ټي ټي پي شیډو(متوازي) حکومت دی اؤ خپل والیان یې ټاکلي دي.

هغه وایي "وسله والو ډلو خپل یو انټیلیجنس نظام فعاله کړی دی،د عملیاتو لپاره خپل بیل نظام لري، اؤ هر کله چې دا هر څه له وړاندې مخې ته راغلي دي نو بیا د وسله والو ډلو پیاوړتیا اؤ توان هیڅوک له نظره نه شي غورځولی"

خبریال ناصر داوړ وایي کله چې جنرال فیض حمید د پېښور کور کمانډر ؤ نو هغه مهال دلته ځېنې سیمې په خصوصي توګه قبایلي اضلاع اؤ ملاکنډ ډویژن وسله والو ته سپارل کیدو خو په هغه مهال بیا په ګرده صوبه کې مزاحمت وشو، ولسي لاریونونه وشول اؤ پارلیمان کې اختلافي غږ پورته شو نو دغه کوشش ناکامه شو.

خو ناصر داوړ وایي چې اوس طالبان تر هغې هم زیات پیاوړي شوي اؤ منظر نامه ډیره خطرناکه شوې ده اؤ په وړومبي ځل اوس د ټي‌ ټي پي وسله وال په کرک کې هم د شپې سړکونو ته را اوځي اؤ د خلکو تالاشۍ کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره اوونۍ اعلان کړی چې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره به هیواد کې د عزم استحکام په نامه نوي پوځي عملیات پیل کولی شي خو د شهباز شریف ددې اعلان سره د خېبر پښتونخوا حکومت اؤ سیاسي ګوندونو شدید مخالفت ښودلی اؤ اندېښنه یې ښکاره کړې چې ددې عملیاتو له امله به پښتانه یو ځل بیا د ناامنۍ،بې کورۍ اؤ بې کارۍ سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG