فلسطیني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د غزه په شمالي او مرکزي علاقو کې د اسرایل په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
په یوه حمله کې د غزه په شمالي علاقه جبلیه کې یو کور ولګېدو او په بله حمله کې د غزه په مرکزي علاقه کې بریج نومې د کډوالو کېمپ ولګېدو.
اسرایلي پوځ د حملو په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې د برېج اوسېدونکو ته علاقې نه د وتلو امر وکړو او وېل يې چې وسله وال د دغه ځای نه د راکټو حملې کوي.
په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل د سیمې اوسېدونکو ته په تکرار د یو ځای نه بل ځای ته د تګ احکامات جاري کړي او وايي حماس خلاف په عملیاتو کې ملکي خلک نقصان نه بچ کېدو دپاره دا ډول احکامات جاري کوي.
ملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو د اسرایل په دغه تګلاره تنقید کړی، وايي ملکي خلکو ته د انخلا دپاره ډېر وخت نه ورکول کېږي او په غزه کې داسې ځایونه نېشته چې ملکي خلک په کې د اسرایل د فضايي حملو او د ځمکني عملیاتو نه محفوظ وي.
په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی چې په کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې د ۴۵۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د ۱۰۸۰۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
د جنګ دلاسه د غزه په پراخه کچه علاقې تباه شوي او د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ ۹۰ فیصد برخه بې ځایه شوې ده.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum