لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه نن پېلیږي


File Photo
File Photo

د قطر په دوحه ښار کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دریمه غونډه نن (اتوار/ یکشنبې) په ماښام کې پېلیږي.

ټاکل شوې چې دا غونډه به د یکشنبې د ورځې د ماښام په سیمه ییز وخت ۶:۴۵ په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو په وینا پیل او د شپې په ۸:۴۵ دقیقو پاې ته ورسیږي.

د دوحې دریمې غونډې د مهالویش له مخې د غونډې په لومړۍ او دویمه ورځ به افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو ځانګړي استازي د طالبانو د پلاوي سره ویني.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي هم په اېکس ددې غونډې اېجنډا شریکه کړې او ویلي دي چې د دې بحثونو له پاې سره د دوحې درېیمه غونډه هم رسماً پر دويمه ورځ پاې ته رسېږي.

په قطر کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ایکس په پاڼه لیکلي چې د دوحې درېیمې غونډه کې د ګډون لپاره د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی قطر ته رسېدلی دی. دغه سفارت لیکلي، چې د طالبانو د حکومت پلاوی به د دوحې په غونډه کې د "خلکو پر اړتیاو او د نړیوالې ټولنې د مسولیت" په تړاو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په سیاسي او د سولې په چارو کې د انتونیوګوتیرش مرستیاله روزمیري دیکارلو به د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د چارواکو سره او د دغې غونډې یوه ورځ وروسته د ښځو او بشري حقونو د فعالانو سره هم په افغانستان کې د بشري وضعیت اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس ذاکر جلالي د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او د مدني ټولنې او د ښځو او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ د سه شنبې د ورځې د غوڼډې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغان میرمنو او بشري حقونو په تړاو مسایل د افغانستان کورني مسایل وګڼل او دننه په دغه هیواد کې یې ورته د حل د لارو په لټولو ټینګار وکړ.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو اړوند مسایلو په باب د څو خبریالانو د پرله پسې پښتنو په ځواب کې وویل چې دا مسایل د افغانانو داخلي مسایل دي او باید چې د افغانستان په دننه کې ورته د حل لار وموندل شي.

هغه وویل:" دغه ناسته د امارت د استازو او د بهرنیو هیوادونو ترمنځ ده بیا هم یادونه کوم د ښځو ستونزې مونږ منو او داسې مسایل لرو چې لا حل شوي نه دي تراوسه غوښتنې موجودې دي خو دا مسایل افغاني مسایل دي. کوښښ کوو د افغانستان په دننه کې ورته د حل معقول لاره پیدا کړو".

یادونه: د وي او ای اشنا په مننه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG