لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ په دویم ځل د امریکې د صدارت څوکۍ ته راستنېږي


د امریکې د تقریباً 250 کلن جمهوریت یوه نخښه په پرامنه توګه بل منتخب صدر ته د څلور کلن واک سپارل دي او ټاکل شوې د دوشنبې- ګل په ورځ بیا ډانلډ ټرمپ ته په دویم ځل واک وسپارل شي او هغه د 47م صدر په توګه سوګند وکړي.

ډانلډ ټرمپ په 2016م کال کې هم انتخابات ګټلي او د امریکې د 45م صدر په توګه ټاکل شوی وو، خو په 2020م کال کې یې انتخابات په اوسني صدر جوبایډن باندې بایللي وو.

تمه کیږي په ملینونو امریکایان به په ټیلیویژن باندې دا مراسم وګوري چې 78 کلن ټرمپ به سپینې ماڼۍ ته د را ستنېدو لپاره د نوې څلور کلنې دورې سوګند کوي او 82 کلن ولسمشر جو بایډن به له یو ځل صدارت وروسته رخصتېږي.

دا ځل به یواځې شاوخوا 600 کسان د ټرمپ د لوړې مراسم مخامخ وویني، ځکه چې دا ځل دا مراسم د ټرمپ په امر د زیات یخ له کبله د امریکې د کانګرس په ودانۍ کې دننه تر سره کېږي.

د یکشنبې- اتوار په مازدیګر هم په سرښار واشنګټن ډي سي کې واوره وشنه او اټکل کېږي چې شپې ته به هوا ډېره زیاته سړه شي او د دوشنبې- ګل په ورځ غرمې ته به د تودوخې درجه منفي شپږ درجې ته ټیټه شي، له همدې امله به د سوګند روایتي مراسم په عادي ډول تر سره کېږي.

تمه کیږي چې دا به په واشنګټن ډي سي کې په تېرو 40 کلونو کې د سوګند د مراسمو تر ټولو سړه ورځ وي، تر دې وړاندې په 1985م کال کې د پخواني صدر رونالډ رېګن د دویم ځل صدارت د لوړې مراسم هم په کانګرس کې دننه تر سره شوي وو.

له کانګرس ماڼۍ بهر د ټرمپ د سوګند د پلان شويو مراسمو لپاره شاوخوا 250,000 ټکټونه د هغه ملاتړو او د امریکې په ګډون د نړۍ معززو کسانو ته ورکړل شوي وو، خو د سوګند د مراسمو انتظامي چارواکي وایي دوی کولای شي دا ارزښتمن ټکټونه اوس د یادګار په توګه وساتي.

د سرښار د پینسلوېنیا ایوینیو په شاوخوا کې له کانګرس ماڼۍ یا کېپیټل څخه تر سپینې ماڼۍ پورې د سوګند د مراسمو روایتي د پرانیستنې پرېډ هم د یخنۍ له کبله منسوخ کړل شوی دی.

ټرمپ د ځینو تاریخي پېښو په ترڅ کې په دویم ځل واک تر لاسه کوي، هغه به د امریکې د صدر په توګه لومړنی مجرم وي چې صدارت به کوي، ځکه چې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیل ته په پټه د 130,000 ډالرو ورکولو او د خپل تجارتي ریکارډ د پټ ساتلو له کبله تېر کال پرې 34 مجرمانه تورونه لګېدلي وو.

ټرمپ دا تورونه مخکې لا رد کړي وو او کله چې هغه د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې خپل ډیموکرېټیک سیالې او د بایډن مرستیالې کاملا هېریس ته ماتې ورکړه عدالت ورباندې لګېدلي تورونه ختم کړل.

په مقدمه کې د نیویارک یو عدالت د جنورۍ په 10مه فېصله واوروله خو د عدالت جج ټرمپ ته نه د قېد او نه هم د جرمانې سزا ورکړه چې په نتیجه کې يې منتخب صدر د سزا له ویرې بغېر وایټ هاوس ته تللی شي.

ټرمپ به د امریکې په جمهوري تاریخ کې له دې کبله هم دویم صدر شي چې په دویم نامسلسل ډول منتخب شوی دی، تر دې مخکې د 1890م په لسیزه کې پخوانی صدر ګروور کلیولېنډ هم داسې په نامسلسل توګه دوه ځله صدر شوی وو.

د سوګند د مراسمو له ځل و بل او حالاتو پرته به د ټرمپ ملاتړي ریپبلکن همکاران او مخالف ډیموکرېټان دواړه دا وګوري چې هغه بایډن کوم صدارتي فرمانونه منسوخوي او په چټکۍ سره د صدارتي امرونو له لارې کوم پالیسي بدلونونه اعلانوي.

ټرمپ ژمنه کړې چې په لومړۍ ورځ به ډېر نوي اعلانونه کوي، خو دا نه ده معلومه چې هغه کوم فرمانونه لاسلیک کوي آیا ټول به یې سمدستي عملي کېږي او که به ځینې راتلونکو ورځو ته پرېږدي.

ټرمپ دا ژمنه هم کړې چې له مېکسیکو سره به د امریکې جنوب لوېدیځه پوله بنده کړي او پناه غوښتونکي به مجبور کړي چې په مېکسیکو کې پاته شي، که څه هم په امریکا کې د دوی د پاته کیدو د دعوو فیصله شوې ده.

ټرمپ وايي هغه غواړي د هر هغه چا لپاره هم له زېږون سره د شهریت حق ختم کړي چې په امریکا کې زېږیدلی وي، که څه هم دا اوس د امریکې د آیین یا اساسي قانون برخه ده، خو دا روښانه نه ده چې هغه څنګه پلان لري دا کار په یو اړخیزه توګه ترسره کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG