ډانلډ ټرمپ به د ګل، دوشنبې، په ورځ په سرښار واشنګټن کې په یوه دستوره کې د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کړي. د ۱۸۹۰ د لسیزې راهسې ټرمپ وړمبی صدر دی چې د صدارت دویمه دوره يې پرله پسې نه شروع کېږي بلکې د وړمبۍ دورې او د دویمې دورې ترمنځ يې بل تن صدر پاتې شوی دی.
ټرمپ به د کانګرس په ودانۍ کې دننه سوګند پورته کوي. دا دستوره به د کانګرس ودانۍ په زینو کې د شین اسمان دلاندې کېدله خو د سخت یخ موسم په سبب د ودانۍ دننه منتقل کړی شوه.
په مېلینونو امریکایان به په ټېلې وېژن ګوري چې ۷۸ کلن ټرمپ به د صدارت د څلور کلنۍ دورې سوګند پورته کوي.
د ټرمپ سوګند پورته کولو سره سم به د ۸۲ کلن صدر جوبایډن د صدارت مېعاد سر ته ورسېږي. بایډن یوازې د یوې دورې دپاره په وایټ هاوس کې پاتې شو.
د کانګرس په ودانۍ کې د صدر د سوګند پورته کولو یا د اېناګیورېشن په دستوره کې به قريباً ۶۰۰ کسان شرکت کوي. که دا دستوره د ودانۍ نه بهر کېدله نو تر ۲۵۰۰۰۰ پورې کسان په موجود وو ځکه چې په دې شمېره کې خلکو د دستورې ټېکټونه اخیستي وو.
د کانګرس نه تر د وایټ هاوس پورې د صدر روایتي پرېډ هم د موسم په سبب منسوخ کړی شوی دی. ځینې دستورې به د ۲۰۰۰۰ چوکو په کېپیټل ون ارینا نومې تالار کې کېږي چې ټرمپ، د هغه مېرمن مېلانیا او د هغه د حکومت ځینې چارواکي به په کې شرکت کوي.
ټرمپ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د پلویانو غونډې ته وویل په تاریخي رفتار او قوت به ګامونه اخلي چې هره هغه مسله سمه کړي چې هېواد يې ورسره مخامخ دی.
ټرمپ وویل سبا دولس بجې به د امریکې د زوال په څلورو اوږدو کلونو پرده وتړل شي او مونږ به د امریکې د مظبوطیا او د سوکالۍ نوي ورځ شروع کړوو.
ټرمپ لوظ کړی چې د صدارت ترلاسه کولو سره سم به یو شمېر اېګزېکېټیو ارډرز یا صدارتي حکمنامې دستخط کړي. ځینې حکمنامې به د بایډن د حکومت تګلارې ختمې کړي. د هغه په لویو لوظونو کې د هغه دا خبره شامله ده چې په امریکا کې موجود غېرقانوني خلک به د ملک نه وباسي.
ټرمپ دا لوظ هم کړی چې د کېنېډې، چین او د مېکسیکو په شمول به د هغه ملکونو په درامداتو ټېکسونه زیاتوي چې امریکې سره تجارت کوي.
ټرمپ ویلي اراده لري چې زیاتره ۱۵۰۰ هغه پلویان معاف کړي چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه يې د کانګرس په ودانۍ یرغل کړی و چې دا ډول کانګرس د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د بایډن د بریا رسمي اعلان و نه کړی شي. په دې لړ کې ګرفتار او سزا شوي کسان ټرمپ د وطن مينه وال او یرغمالان بللي دي.
د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې چې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتې ورکړو نو د هغه خلاف دا الزامات مسترد کړی شوو چې د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه يې ګډوډوله. د انصاف وزارت په دې تګلاره عمل وکړو چې په چوکۍ د ناست صدر خلاف قانوني اقدامات نه شي اخیستل کېدی.
ټرمپ د امریکې په تاریخ کې وړمبی صدر دی چې فېلني یا د سنګین الزام په سره مجرم ټاکل شوی دی. تېر کال په هغه د ۳۴ الزاماتو فرد جرم ولګولو چې د لوڅو فلمونو اداکارۍ سټورمي ډېنیل سره جنسي تعلق د پټ ساتلو دپاره يې هغې ته خاموشه پاتې کېدلو دپاره ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړي وو او دغه ادایګي خفیه ساتلو دپاره يې د کاروبار په حساب کتاب کې د دروغو نه کار اخیستلی و. ټرمپ دغه الزامات ردوي، وايي هغه د سیاسي انتقام ښکار کړی شوی دی.
ټرمپ د میاشتو راهسې وايي چې صدر جوړېدو سره سم به په یوکرېن کې جنګ ختم کړي. په نږدې ورځو کې د ټرمپ مرستیالانو ویلي هدف دا دی چې د ټرمپ د حکومت په وړمبو سلو ورځو کې په یوکرېن کې جنګ ختم کړی شي.
ټرمپ دا هم غواړي چې په امریکا کې د تېلو کویان زیات کړی شي، د دې باوجود چې د امریکې د توانای اداره وايي په کال ۲۰۲۳ کې په امریکا کې د تېلو پېدوار د استعمال نه زیات شوی و.
ټرمپ د نرښځیانو په مسله هم خبرې کړي دي. هغه نرښځیان سړي بلي او ویلي يې دي چې نرښځیانې ښځې به د ښځو په لوبو کې شریکېدو ته نه پرېږدي.
ټرمپ وویل په وړمبي ورځ به دا خبره یقیني کوي چې سړي په ۱۰۰ فیصد ښځو د لوبو نه بهر کړي. هغه لوظ کړی چې په په دې لړ کې په وړمبۍ ورځ د بایډن د حکومت تګلارې ختمې کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum