لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر شکيل افریدی په زندان کې دبنیادي ضرورتونه څخه محرومه ساتل شوی: وکيل قمر ندیم


د ډاکټر شکیل افریدي وکیل قمر ندیم وايي چې ډاکټر افریدی په پنجاب ساهیوال جېل کې بندي دی او ورته د یو قیدي په توگه بنیادي سهولتونه نه دي ورکړی شوي.
ښاغلی ندیم د ډاکټر افریدي د کورنۍ له خولې وايي چې هغه په یوې تنگې کوټې کې چې کړکۍ هم نه لري بندي دی.

د هغه ملا د گرمۍ له کبله شړیدلی او پړ مخ ویده کیږي. حکومت په دې اړه څه نه دي وییلي خو وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویيلي وو چې دوي ورته هر ډول سهولتونه ورکړي.

قمر ندیم وي او ای ډیوه ته وویل د شکيل افريدي د درملنې خواست په جیل کې نه دی منل شوی.

هغه وویل کورنۍ یې خواست کړی دی چې د انساني ښیگړې په بنیاد دې حکومت د شکيل افريدي خواست اومني.

هغه وویل د شکيل افريدي کورنۍ په ځانگړې توگه د وزيراعظم عمران خان غوښتلي دي چې په دې لړ کې دې گا مونه واخلي.

د قمر ندیم تر مخه د ډاکټر شکيل افريدي وزن هم ډېر کم شوی دی، هغه وویل وس باید دی د پېښور جیل ته ولیږل شي.

د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو سره د اړيکو په تور بندي ډاکټر په اړوند د تېر کال د اگست په مياشت کې خبرونه مخې ته راغلي وو چې هغه د امنيتي اندېښنو له کبله د پېښور زندان نه د پنجاب ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی دی.

په ډاکټر شکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مرسته کړې وه.

خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال 2012کې په قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د 33 کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړې شوې وه.

د قمر نديم د وي او ای ډیوه سره د خبرو تفصيل په لانديني لینگ وگورئ

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG