لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په نیواورلینزښار کې د خلکو په ګڼه موټر د ورختلو په پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي


د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل د موټر ډرایور د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی
د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل د موټر ډرایور د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی

د امریکې د نیواورلينز ښار په یوه سیاحتي علاقه کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۵ د شروع کېدو وروسته د خلکو په اجتماع موټر د ورخېږولو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور زخمیان شوي دي.

د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل د موټر ډرایور د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

د نیواورلینز مېیر یا ښاروالې لټویا کېنټرېل یوې خبري غونډې ته وویل د خلکو وژل کېدو ته د ترهګرۍ د حملې په څېر کتنه کوي او پولیس ویلي په خلکو قصداً موټر ورخېږول شوی دی. خو د اېف بي ايي یو چارواکي وویل دا ده ترهګرۍ پېښه نه ده. د دې نه مخکې چې چارواکو د پېښې په اړه متضاد دریځونه واضحه کړی وی، خبري غونډه ختمه شوه.

د اېف بي ايي یو مقامي چارواکي وویل لږ تر لږه د پېښې د ځای نه چاودېدونکي مواد موندل شوي دي او په دې اړه تحقیقات کوي.

د دې نه مخکې د امریکې خبري ادارې سي بي اېس چېنل د عېني شاهدینو له قوله وویل یو تېز رفتار ټرک د خلکو په ګڼه ورغلو او بیا يې ډرایور راښکته شو او ډزې یې شروع کړې او پولیس جوابي ډزې وکړې.

د بېړني امداد چارواکو د پېښې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

deewa
deewa

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د ښار د بيړني امداد څانګې نولا له قوله وویل دغه پېښه د نیواورلینز په کېنال اېنډ بوربن نومې کوڅه کې وشوه چې خلکو د نوي کال ورځ لمانځله. د موټر مشکوک ډرایور سحر ۳:۱۵ بجې د خلکو په ګڼه ورغللو. د نیواورلینز په دغه کوڅه کې د نوي کال غونډه د دنیا د لویو غونډو څخه یوه ګڼل کېږي.څخه

د نیواورلینز دغه علاقه د فرېنچ کوراټر هم بلل کېږي.

روېټرز خبري اداره وايي د نیواورلینز پولیس په دې اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي/ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG