لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې درې کسان وژل شوي دي


داکتوبر په 11مه نيټه داورکزو ايجنسۍ په بُلندخيل نومې سيمه کې په يو کور بريد ترسره شوى ؤ چې پکې 17 شکمن جنګيالي وژل شوي وؤ
داکتوبر په 11مه نيټه داورکزو ايجنسۍ په بُلندخيل نومې سيمه کې په يو کور بريد ترسره شوى ؤ چې پکې 17 شکمن جنګيالي وژل شوي وؤ
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو څخه دغه بريد دشمالي وزيرستان دميرانشاه څخه 10 کلو ميټره لرې جنوب ختيز لوري ته په تپي نومې سيمه کې ترسره شوى، خو په سمدستي ډول دوژل شوؤهويت نۀ دى معلوم شوى چې هغوي څوک وؤ او دتندلارو يا ترهه گرو په کومه ډله پسې يې تړاؤ لرلو.
سرچينې زياتوي په دغه بريد کې چې کومه وداني په نخښه کړل شوې په هغې اور لگيدلى.
دسرچينو وينا ده دوه ميزائيلونه په يو کور او يوميزائيل په يو گاډى لگيدلى چې له امله يې دوه شکمن کسان وژل شوي.
سرچينې زياتوي بريد کې يوه ښځه هم وژل شوې ده.
سرچينې زياتوي سيمه ييزوخلکو امدادي هلې ځلې پيل کړي او سيمه کې ډرون الوتکې اوس هم الوتنې کوي.
دبريد له امله په نخښه کړل شوى کور په مکمله توگه تباه شوى او پکې دننه ولاړې درې غواگانې هم مړې شوي دي.
له دې وړاندې داکتوبر په 11مه نيټه داورکزو ايجنسۍ په بُلندخيل نومې سيمه کې په يو کور بريد ترسره شوى ؤ چې پکې 17 شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.
ددغه بريد وروستو دپاکستان دبهرنو چارو وزارت په پاکستان کې دامريکا سفارت خانې ته احتجاج کړى ؤ.
پاکستان څو څو ځله په ډرون بريدونو امريکائي حکومت ته احتجاج کړى او دريځ لري چې دغه بريدونه نۀ يواځې دا چې دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي بلکې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټې پځايې دزيان ترڅنگ دغه بريدونه دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه هم ده.
خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG