لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ اته عسکر په بنو کې وژل شوي


په بنو چاوڼۍ کې د حملې وروسته په یو سړک امنیتي عسکر ولاړ لیدل کېږي
په بنو چاوڼۍ کې د حملې وروسته په یو سړک امنیتي عسکر ولاړ لیدل کېږي

د پاکستان پوځ منلې ده چې تېره ورځ په بنو پوځي چاوڼۍ شوي وسله وال برید کې اته پوځيان وژل شوي اؤ دعوه یې کړې ده چې په دې برید کې ۱۰ ترهګر هم له مینځه وړل شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې د بنو په چاوڼۍ برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د داسې عناصرو په ضد ګامونه واخلي.

څېړونکي وایي یوازې په افغانستان د ترهګرۍ د هرې پېښې پړې ور اچولو سره د ترهګرۍ په ستونزه قابو نه شي موندل کیدای بلکې پاکستان ته به خپلو تګلارو یوه ژوره کتنه کول پکار وي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې په ۱۵مه جولاي ۱۰ؤ ترهګرو په بنو چاوڼۍ حمله وکړه خو امنیتي ځواکونو دغه برید شنډ کړو اؤ په خپل چټک غبرګون سره یې د قیمتي ځانونه وژغورل.

د پوځ ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو چاوڼۍ ته د ترهګرو د ننوتلو هڅه شنډه کړې اؤ په دغه مهال هغوي خپل د چاودیدونکو توکو ډک ګاډي د بنو چاوڼۍ د دیوال سره ټکر کړی چې له امله یې ۸ پوځيان وژل شوي دي. د ګل، دوشنبې، په ورځ امنیتي سرچینو په حمله کې د دریو عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی و.

د آي ایس پي ار بیان کې د وژل شوؤ عسکرو نومونه نایب صوبیدار محمد شهزاد، حوالدار ظل حسین، سپاهي ارسلان اسلم، د ایف سي لانس ناییک سبز علي، سپاهي امتیاز خان، حوالدار شهزاد احمد، سپاهي اشفاق حسین خان اؤ سپاهي سبحان مجید ښودل شوي ۔

د پوځ ویاند ویلي د ترهګرۍ دا ناوړه کارروایي حافظ ګل بهادر ډلې کړې ده اؤ حافظ ګل بهادر ډله د افغانستان څخه فعالیت کوي.

آي ایس پي ار دعوه کړې ده چې حافظ ګل بهادر ډلې په تېرو وختونو کې هم پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې څخه استفاده کړې ده.

پوځ وایي پاکستان پرله پسې د افغانستان لنډ مهاله حکومت د خپلو اندېښنو څخه خبر کړی دی اؤ لنډ مهاله افغان حکومت باید د داسې عناصرو خلاف موثره کارروایي وکړي.

ویاند پخپل بیان کې ویلي چې پاکستان به د افغانستان له لوري د پېښېدونکو دا رقم ګواښونو په ضد ټول مناسب ګڼل کیدونکي ګامونه اخلي اؤ وسله وال ځواکونه به د ترهګرۍ د دې لعنت نه خپله خاوره او ولس ژغوري.

د پاکستان حکومت اؤ پوځ تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ د شوؤ پېښو په ترڅ کې د افغانستان د طالبانو حکومت ته د ملامتې ګوته نیولې اؤ تور یې لګولی چې هغوي پخپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي پاکستان د خپل امنیت غم باید پخپله وکړي اؤ د خپلو ناکامیو پړه دې د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې هیڅ یوه ترهګره ډله وجود نه لري اؤ نه هم دوي چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا هم کوم بل هیواد پر ضد وکاروي.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې پړه چارواکي په افغان طالبانو ور اچوي خو یوازې په افغان طالبانو د نیوکو سره د ترهګرۍ ستونزه نه حل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان خپل حکومتي اؤ پوځي چارواکي هم دا مني چې د افغان طالبانو حکومت سره دومره مضبوط پوځ، استخباراتي نیټ ورک اؤ وسایل نشته چې د ترهګرو ډلو سره پرې مقابله وکړي یا د هغوي مخه ونیسي .

"خو بیا پاکستان خو دعوه کوي چې یو قوي پوځ، تکړه استخباراتي شبکې اؤ عصري وسایل لري نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې هر کله دافغانستان څخه وسله وال د ترهګرۍ لپاره د پاکستان خاورې ته را اړوي نو پاکستاني ځواکونه يې پخپله خاوره کې ولې مخه نه نیسي؟ "

ناصر داوړ وایي پاکستان ته به ارو مرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظم شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګری ډلو لخوا د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې تر اوسه پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG