لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمرجینګ اېشیا کپ: افغانستان هند ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېد


د افغانسستان د ځوانانو د کرکټ الف لوبډلې «افغان ابدالیان» د ایمرجینګ اېشیا کپ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه یا سېمي فاینل د هندوستان الف لوبډلې ته په 20 منډو ماتې ورکړه او ددې ټورنمنټ پایلوبې یا فاینل ته ورسېد.

افغان ابدالیانو د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړی بېټنګ غوره کړ او د څلورو لوبغاړو په زیان یې 206 منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د 207 منډو هدف وټاکه.

د هند الف لوبډلې په جواب کې په ټاکل شویو 20 اورونو کې د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ټولې 185 منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د افغان لوبډلې د بېټنګ اوپنر یا پرانیستونکي صدیق الله اتل تر ټولو زیاتې 83 منډې وکړې، ورپسې زبید اکبري 46 او کریم جنت 41 منډې وکړې.

د هند الف لوبډلې لپاره رامنډیپ سینګ ترټولو زیاتې 46 مندې وکړې. د هندۍ لوبډلې یواځینی بریالی بال اچوونکی راسخ سلام وو چې درې افغان لوبغاړي یې وسوځول.

ددې ټورنمنټ پایلوبه یا فاینل به د راتلونکې یکشنبې- اتوار په ورځ د اکتوبر پر 27مه د افغان ابدالیانو او سري لنکا الف لوبډلو تر منځ کیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د ایمرجېنګ اېشیا کپ ټورنمنټ پایلوبې ته رسېږي.

له لوبې وروسته د افغان ابدالیانو لوبډلې مشر دروېش رسولي او نورو لوبغاړو په یوه ویډیو کې د لوبې پر ګټلو خپلو هېوادوالو ته مبارکي ویلې او وایي بشپړه هڅه به کوي چې پایلوبه هم وګټي.

تر دې وړاندې په یوه بله لوبه کې د سري لنکا الف لوبډلې د پاکستان شاهین لوبډلې ته په لومړۍ نیمه پایلوبه کې په اسانۍ سره ماتې ورکړې وه.

پاکستان د لوبې پچه یا ټاس له ګټلو وروسته لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو یې 135 منډې وکړې، سري لنکا د درو ویکټو په زیان 137 منډې وکړې او نیمه پایلوبه یا سېمي فانیل یې په اوو ویکټو وګټله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG