لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیې کرکټ بورډ د ۲۰۲۵چیمپینز ټرافي کې د افغانستان په ضد سیالۍ نه د باییکاټ غوښتنه رد کړه


د برتانیې د سیاستوالو یوې ډلې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو د لګول شوؤ بندیزونو له امله د ۲۰۲۵م کال د چیمپینز ټرافۍ سیالیو کې د افغانستان پرضد له کېدونکې سیالۍ د بایکاټ یا پرېکون کولو غوښتنه کړې وه خو انګلش کرکټ بورډ یې دا غوښتنه رد کړې ده.

ډان نیوز د لوبو د ویب پاڼې کرک انفو د رپورټ په حواله لیکلي چې د اې سي بي اجراییه رییس رچرډ ګولډ د برتانوي سیاستوالو د یوې ډلې له لوري پاکستان کې د آي سي سي چیمپینز ټرافۍ ۲۰۲۵م په مهال د افغانستان خلاف سیالۍ نه د باییکاټ غوښتنه رد کړې ده

رچرډ ګولډ وویل چې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو محدودول او د هغوی حقونو نه ورکول یوه نړیواله موضوع ده چې یوازې د یوه هېواد لخوا نه شي حل کېدای. د دې لپاره د آی سي سي په مشرۍ کې یو مربوط غبرګون ښودلو ته اړتیا ده.

په پام کې ده چې د چیمپینز ټرافي په ترڅ کې د انګلستان او افغانستان ترمنځ لوبه د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

په انګلش کرکټ بورډ د برتانیې د لېبر ګوند د پارلیمان د غړي له لوري د لېږل شوي هغه لیک سخت دباؤ دی چې تر ۱۶۰ؤ زیاتو سیاستوالو پرې لاسلیکونه کړي دي.

په دغه لیک کې افغانستان کې ښځو سره په کېدونکي توپیري اندېښنه ښودل شوې اؤ ویل شوي چې په کال ۲۰۲۱م کې چې طالبان بیا واکمنان شوي په لوبو کې د ښځو ګډون یې غیر قانوني ګرځولی اؤ اؤ د سړو د کرکټ لوبډلې یې په دې موده کې دوه ځله د انګلینډ په ضد سیالۍ کړي چې په دغو سیالیو کې د ۲۰۲۳م کال د یو ورځني نړیوال کپ هغه ستر اپ سیټ هم شامل دی چې افغان لوبډلې پکې د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

رچرډ ګولډ ته په استول شوي دغه لیک کې ویل شوي چې د انګلستان نارینه لوبغاړي او د ټیم چارواکي دې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو سره د توپیري چلند پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

په لیک کې همدارنګه راغلي چې موږ د انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې لوبې د پرېښودلو په اړه غور وکړي او افغان ښځو او نجونو ته د یووالي او هېلې پیغام ورکړي.

د ای سي بي اجراییه مشر په خپل ځواب کې ویلي چې دوی د افغانستان سره د دوه اړخیزو سیالیو کولو نیت نه لري، خو د آی سي سي په سیالیو کې د افغانستان ګډون یوازې د یو غړي موضوع نه ده، بلکې د ټولې ادارې ګډه پرېکړه ده.

رچرډ ګولډ وویل چې ای سي بي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د ترسره شوي چلند کلک مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د آی سي سي اساسي قانون وایي ټول غړي هېوادونه باید د ښځو کرکټ ته د ودې ورکولو ژمنتیا ولري.په همدې دلیل انګلستان د افغانستان پر وړاندې هېڅ دوه اړخیزه سیالي نه ده پلان کړې.

د هغه په وینا، موږ د دې نړیوالې ستونزې په اړه ستاسو اندېښنې درک کوو او ای سي بي دې ته ژمن دی چې د افغانستان د نجونو د حقونو د ساتنې لپاره حل لارې ومومي.

رچرډ ګولډ دا هم وویل چې موږ به د برتانوي حکومت، نورو اړونده ادارو، آی سي سي، او نورو نړیوالو کرکټ بورډونو سره رغنده خبرو اترو ته دوام ورکړو ترڅو په دې اړه د ګټور بدلون لپاره لاره پیدا کړو.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې په افغانستان د طالبانو بیرته اقتدار ته له رسېدو راپدیخوا د طالبانو حکومت د ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو سخت بندیزونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي، او ښځې له پوهنتونونو څخه منعې کړل شوې دي. ددې ترڅنګ په زرګونو ښځینه کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه کړل شوي او له کار کولو بې برخې کړل شوې دي شوې دي.

ښځو ته په تفریحي او ټولنیزو ځایونو لکه پارکونو، ورزشي میدانونو او عامو حمامونو کې د ګډون اجازه نشته. هغوی د اوږدو سفرونو لپاره د نارینه محرم شتون ته اړ دي، او د ټولنیزو غونډو او مظاهرو مخنیوی کېږي.

د ښځو سپورټي ټیمونه هم له مینځه وړل شوي او تفریحي فعالیتونه یې په بشپړ ډول منعې اعلان کړل شوي دي.

څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې دا بندیزونه د افغان ښځو پر زده کړو، کار، او ټولنیز ژوند ژور منفي اغېز لري. نړیوالې ټولنې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو طالبان دا اقدامات د اسلامي شریعت اؤ د افغاني ټولنې د روایاتو برخه بولي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG