لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 1971 کې چې پاکستان د کومو شخړو په سر دوه ټوټې شو، پوهان وايي هغه نیمه پیړۍ ورستو هم ژوندۍ دي


نیمه پیړۍ مخکې هم نن ورځ په شپاړسم ډسمبر د پاکستان 90,000 پوځیان د هند پوځ ته سلامي شوي وو، په دې ورځ پاکستان مات شوی ؤ، نوی وطن بنګله دېش جوړ شوی ؤ، نن بنګالیان دا ورځ د خپلواکۍ، د بریا او د اذادۍ د مبارزینو په یاد کې لمانځي.

نن د بنګال یو اخبار بي ډي نیوز لیکلي دي:

“ 16 ډسمبر 1971 د بریا رڼاګانو له بنګله دېشه د پاکستان تیاره لرې کړه”

اخبار لیکي: “په دې ورځ د نهو میاشتو راهسې روانه د اذادۍ خونړۍ جګړه پای ته ورسیدله”

نیمه پیړۍ وړاندې نیو یارک ټایمز، ډیلي ټیلي ګراف او نورو لیکلي وو د بنګله دېش په لارو چنو کې د وینو سیلابونه راغلي وو، درې میلینه خلک وژل شوي وو او نزدې نیم ملین بنګالۍ ښځو سره جبري زنا شوې وه.

د پاکستان پوځ په بنګال کې د قتل عام او ښځو سره د جنسي زیاتیو کولو تورونه نه مني، خو د پوځ نقادان وايي په دې هکله د پلټنو “حمودالرحمان کمېشن رپورټ” هم خپرېدلو ته نه پرېږدي.

​رپورټونه وايي د وسني پاکستان مشرانو به د بنگال په وسایلو په لاهور کې سړکونه، او ادارې جوړولی خو بنگالیان یې شاته ساتل، هغو ته یې نه د سیاست حق ورکوو او نه د اقتصادي پرمختگ.

ډېر ورستو د نوي یم په لسیزه کې د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي حمودالرحمان کمیشن د رپورټ ځيني برخو کې ویل شوي وو چې دهغه وخت د نیم پاکستان (بنگال) د پوځ کمانډر او مارشل لايي منتظم جنرل نیازي په خپله د مشرقي پاکستان څخه مغربي پاکستان ته د پان پاڼې په لا قانونه توگه رسولې.

په 1971 کې چې پاکستان د کومو شخړو په سر دوه ټوټې شو، پوهان وايي هغه نیمه پیړې ورستو هم ژوندۍ دي.

دپاکستان روڼ پاله سیاسي مشران دریځ لري په بنګال کې د پاکستان د پوځ د تاریخي بربریت انجام شرمناک هم ؤ او عبرتناک هم.

د پیپلز ګوند مهم مشر او پخوانی سنېټر فرحت الله بابر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي:

“شپارسم ډسمبر د قامي شرم او دهشت ورځ ده”

فرحت الله بابر لیکي په 1971 کې په پلټن میدان کې د پاکستان پوځ د هند پوځ ته شرمناکه سلامي وکړه. هغه وايي;

"بنګالیانو هم تر هغې مارشلاګانې زغملې تر څو د کاکول تربیه شوي افسران غیب نه شول"

فرحت الله بابر لیکي: "ددې علاج پکار دی".

تاریخ پوهان وايي په بنګله دېش کې جګړه ځکه شورو شوې وه چې هلته اولس غوښتل لکه د مغربي پاکستان په رنګه، ایني او قانوني حقونه دې ورکړی شي، د ترقۍ رفتار دې مساوي شي.

د پاکستان د ماتیدلو پنځوس کاله وشو. د یو شان ایني حقونو او مساوي ترقۍ غوښتنې په اوسني پاکستان کې لا ختمې نه دي.

د پاکستان د پخوانۍ فاټا نه پورته شوی د پښتنو د حقونو لپاره کارکونکی تحريک پشتون تحفظ مومېنټ د هیواد په پوځ د ځايي اولس سره د ظلمونو کولو تورنه پورې کوي. په کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان کې نزدې ټول قام پرست ګوندونه وايي د صوبې د اولس سره ظلمونه کېږي.

مشران وايي ددويي ژوند د نور پاکستان د اولس نه ډېر شاته پاتې دی، انسانان د ژوند د بنیادي حقونو څخه محرومه دي. د دويي دعوا ده د هیواد د پوځ په کردار تنقید کونکي لا درکه کړی کېږي, عدالت ته نه وړاندې کول کېږي.

د پشتون تحفظ مومېنټ مشران وايي په پښتونخوا صوبه کې انټرمنټ مرکزونه ( اذیت خانې) دي، هلته د پوځ په ولقه کې د بندیوانو سره یې نه خپل ملاقاتونه کولی شي او نه وکیلان. د پېښور عدالت حراستي مرکزونه غیر قانونه ګرځولي دي.

پوځ او حکومتي مامورینو په پي ټي اېم د ملک د مفادو په ضد او د بهرنو هېوادونو دپاره د کار الزامات لګولي دي خو څه ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل تېره اونۍ په لاهور کې یو ځل بیا د هیواد په پوځ سخت ټکونه وکړل:

“په دې هیواد د تیرو اویا کالو راهسې د نیزو په زور واک روان دی”

هغه په هیواد کې د حکومت مخالفه تحریک پاکستان ډیمو کریټیکس مومېنټ روانو جلسو ته د امرانه سوچ د مرګ تشبیه ورکړله، ښاغلي مینګل ګواښ وکړلو:

" د پي ډي اېم دا جلسې ددغو امرانو جنازې اوباسي"

هغه وویل په تېرو اویا کلنو کې بلوڅانو ډېر ظلمونه وزغمل، د هغه په خیال د بلوچستان له وجوده وینه څاڅي. د ښاغلي مینګل وېنا وه په بلوچستان کې د اذادۍ تحریکونه ځکه روان دي، چې کلي ویجاړ کړی شوي، ماشومان وژل شوي، د خویندو له سرونو لوپټې تروړل شوي، د میندو د سترګو په وړاندې د هغو زلمي بچي وژل شوي.

هغه وویل ددې ټولو خبرو زموار دويي نه بلکې غیر جمهوري طاقتونه دي.

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې ځیني خلک د دښمن په لمسه د هیواد په ضد سازشونه کوي، د پوځ وینا ده هبڅ غیر قانونه کار یې نه دې کړی خو د هیواد دښمنان د زغملو وړ نه دي.

پاکستاني مشران واي چې زیاتره غریب بلوڅان ددغه بیلتون غوښتونکو د جبر ښکار پاتې شوي او دغه سردارانو تل دوي بې وځله، بې تعلیمه او بې وسیلو ساتلي.

پاکستاني مشرانو وخت په وخت دا هم ويلي دي چې د هیواده بهر ناستو مره ورو بلوڅانو مشرانو پخلا کولو ته تیار دي او ورته یې هیواد ته د ستنیدلو د پاره بیا بیا غږ کړی دی.

څه موده وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه گوند مسلم لیگ نون غړي خواجه اصف خبرداری ورکړی ؤ چې ریاست دې د بنگال د پېښې نه سبق زده کړي او خپلې تگ لارې دې سمې کړې، هغه وویل:

"مونږ باید ومنو چې دا چې کوم شکایتونه دي‏ دا دې د خبرو اترو د لارې واوریدل شي"

تاریخ پوهان وايي په بنګله دېش کې جګړه ځکه شورو شوې وه چې هلته اولس غوښتل لکه د مغربي پاکستان په رنګه، ایني او قانوني حقونه دې ورکړی شي، د ترقۍ رفتار دې مساوي شي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په خپل ټویټر لیکي د پاکستان مشران دې خپل اولس ته ددې دروغو ویلو نه قلار شي چې هر څه سم دي:

“د پاکستان مشران دې خپلو اولس ته د دغو دروغو ویلو نه په شا شي چې هر څه سم دي. حقیقت ددې برعکس دی”

هغه د مثال په توګه یوه ویډیو خپره کړېده چې 15 ډسمبر په بنګال کې د پاکستان د پوځ جنرل نیازي خبربالانو ته وايي تر پای به مقابله کوي خو په سبا له یې د هند پوځ ته میدان پرېښودلو او سلامي شو.

د پاکستان د درې ځله وزیراعظم پاتې شوي وزیراعظم نوازشریف لور او د حکومت مخالفه تحریک مهمې مشرې مرېم نوازشریف په ټویټر لیکلي دي:

“49 کاله اګاهو پاکستان ځکه دوه ټوټې شو چې يو آمر د اولس د رایو بې احترامي وکړله، د ووټ عزت یې ولوټلو، نن هم د ووټ بې احترامي کېږي، خو وس قام وېښ دی نور به داسې نه کېږي”

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG