پاکستان
له باجوړه تر وزیرستانه – د معدنیاتو زیرمې د پېسو ممکنه خزانه
د پښتونخوا حکومت په معدنیاتو د ملکيت قانون پخوانۍ فاټا ته ورغځولی خو د مخالفو گوندونو سره ویره ده چې دې گام سره به د سېمې جگړه ځپلی او په معاشي توگه بې وزله اولس د بیلینو ډالرو د معدنیاتو د ممکنه برخې نه محرومه شي.
تیره اونۍ د صوبې د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجدعلي خان ويلي وو په قبايلي ضلعو کې یې د اولس د غوښتنو مطابق معدنياتو ته قانوني حيثيت ورکړی دی. فاټا قبايلي علاقې په 31می کال 2018 کې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شوې وې.
هسې خو د پاکستان په نورو صوبو کې هم ځای په ځای گڼ شمیر معدنیات دي خو څېړونکي واي د پښتونخوا د معدنیاتو مرکز د شمالي وزیرستانه تر چتراله په سیمه کې دی.
کارپوهان وايي د فاټا په گډون د پښتونخوا د ټولې 147،000 مربع کلومیټره سينې لاندې د معدنیاتو په شکل کې د بیلینونو ډالرو خزانې پټې دي.
د معدنیاتو د زخیرو ماهران په خپلو رپورټونو کې لیکي که چري په جدیدو ساینسي طریقو د زمکې څخه معدنیات راوښکل شي نو په یوڅو لسیزو کې د هېواد اقتصادي بې وزلي په شتمنۍ کې بدلېدی شي.
په پخوانۍ قبایلي سیمه کې خزانې چرته او څومره دي؟
په امریکه کې میشت پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزي په خپل کتاب افغانستان: فرام کولډ وار ټو گولډ وار (Afghanistan: From Cold War to Gold War) کې د سیمې معدنیاتو مرکزونه او مقدارونه ښودلي دي.
هغه وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل په پخوانۍ فاټا کې لس زره میلینه ټنه ماربل، پینځه میلینه ټنه میگينيز ، لس میلینه ټنه کرومایټ، 81 میلینه ټنه کوله، د 35 څخه 55 میلینه ټنه کاپر تانبه ، 6 میلینه ټنه پوست کاڼی ، 200 میلینه ټنه جپسم، 5 میلینه ټنه کوارټز او د 100 میلینو ټنو څخه زیات گرینایټ دي.
وي او ای ډیوه چې د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو د وزير ډاکټر امجد څخه ددې معدنیاتو د مقدار په حقله تپوس اوکړو نو هغه اوویل دا معدنیات په وافر مقدار کې دي.
خو د فاټا ډیویلپمینټ اتهارټي ادارې د معدنیاتو منیجر محمد همایون خان ورځپاڼی ټرییون ته په یوه مرکه کې تصديق کړې وو چې په شمالي وزیرستان کې 35 میلینه ټنه کاپر دي.
د پښتونخوا یو بل جیالوجسټ شاکرالله خان وايي په چترال او ملاکنډ کې دپينځه درجو (کیټیگريز)کاڼیئزه زخیرې دي چې پکې تر ټولو ډېرې د ماربلو پنځوست قسمونه او گرینائټ نه علاوه لعلونه (جيم سټون) هم دي- په جيم سټون کې ایمرلډ (زمرد)، ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين، او روبي-( یاقوت) ډیرزیات دي.
د جیالوجۍ کارپوه مظهر علي خان وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي وو د جیولوجیکل پلټنو تر مخه په باجوړاو مومندو کې د اوچتې درجې ماربل، میگنیز، کرومایټ دي.
دا معدنیات جیالوجسټانو څنگه ناپ کړل؟
په وزیرستان کې د معدنیاتو د درک کار په 1971 کې د فاټا ډیولپمینټ کارپوریشن نومې یوې ادارې شروع کړی وو، ددې ادارې دفتر په پېښور کې په ورسک روډ وو.
د ډاکټر یوسفزي تر مخه د معدنیاتو، د لټولو ځانگړې طریقې دي. د مثال په توگه ددې کار لپاره تر ټولو د مخه جیولاجکل سټرکچرل میپینگ، یعني د جغرافی اډانې نقشه سازي بیا جیوفزيکل سروی یعني د سیمې عملي کره کتنه اوشي. د جیوفزيکل سروی طریقه دا وي چې زمکې ته برقي او مقناطیسي ویوز یعني چپې ورولیږل شي اودغه چپې ځان سره نتیجې رابرسیره کړي. ددغې عمل ورستو بیا کور ډریلینگ یعني په زمکه کې مشين کوز شي او مشين په خپله خوله کې غونډ کاڼی رابهر کړي. بیا د دغې کاڼي یا موداو څیړنه کیږي او ورپکې معدنیاتي شتمنۍ لټول کیږي. د هغې ورستو بیا د هغې سېمې تهري ډي ماډل یعني درې اړخیزه لیدونکې نقشه سازه شي.
هم په دغه طریقه د شمالي وزیرستان د میران شاه په بویا او شینکۍ کې 7000 میټره کور ډریلینگ شوی دی. ډاکټر عاصم وايي په دغه عمل کې نتیجه دا وه چې په زمکه کې 35 میلینه ټنه کاپر پراته دي.
خو ښاغلی یوسفزی خوشبینه دی چې دغلته کاپر د 55 میلینه ټنه څخه زیات دي. دغلته چونکې اوفیلایټ کمپلیکس یعني د سمندري تل نه په وچه زمکه بره وتلې یوه ډانچه 500 مربع کلوميټره غټه ده نوځکه دغلته د کاپر مقدار ډېر زیات کیدی شي. ښاغلی یوسفزی واي چې په شینکۍ کې کور ډریلینگ کېدلو نو په راوښکل شوې ټوټه کې به د کاپر مقدار دومره زیات وو چې دوي به ورته حیرانه وو.
ډاکټر عاصم د خپلو جیالوجي زدکړو لپاره د 1993 نه تر 1996 پورې ددغه سیمو سفرونه کړي دي.
د شمالي وزیرستان د معدنیاتو د پټۍ زیرمه چرته ده؟
د شمالي وزیرستان د معدنیاتو پټۍ چې د کوم جیالوجکل پټۍ برخه ده هغې نوم ایسټرن ټیتیان میټالوجونک بلټ دی ، دا پټۍ د شرقي یورپ نه روانیږي، ترکي ته رسي بیا د پاکستان د بلوچستان ریکودک، د افغانستان مس عینک ته خېژي او ورستو هندته ورکوزيږي.
د معدنیاتو اصلي بیعه څومره ده؟
که څه هم ډاکټر عاصم ډېر په یقین سره واي چې د شمالي وزيرستان د کاپر زخېرې ډېرې لویې دي خو د درنگونو د چارو ځيني کارپوهان ددغه مقدار سره پوره اتفاق نه لري.
دغه کارپوهان وايي لازمه نه ده جې یو جیالوجسټ څومره مقدار ورکړی وي هغه دې په اقتصادي پیمانه کره وي.
په امریکه کې میشت د تیلو او د گیسو د لټون ماهر رسول محمد په خیال د معدنیاتو مقدار نه بلکې اقتصادي ارزښت ډېر اهمیت لري.
ښاغلي رسول وي او ای ډیوه ته اوویل دويي چې کومې پېمانې کاروي په هغې کې په ټول کاڼي کې دننه پروت اصلي مواد څومره وي هغې ته کتل کیږي، یعني یو ټن رواښکل شوې ټول کاڼی شاید یو فیصد یا نور هم کم اصلي مواد ولري.
د یونیورسټي برټش کولمبیا د یو رپورټ تر مخه د بلوچستان په چاغي کې ریکودک زخېرې د نړۍ په دریم نمبر لویې مقدار لري.
د نړۍ تر ټوله لویه زخیره د منگولیا د اویو ټولگیو او دویمه د ایران سرچشمه ده.
ښاغلي رسول محمد وايي د ریکودک په وېښ کې 218،000 میټره ډریلینگ شوی دی. په دې کې کې ټول کاڼی 5.9 بیلینه ټنه وو خو سوچه پکې یواځې 0.43 فیصده کاپر وو چې ټول 25 میلینه ټنه جوړیږي. د اقتصادي پېمانې په تول په 25 میلینه ټنه کې امکان دی یواځې 12 میلینه ټنه کاپر راوښکل شي.
د رسول محمد په خیال جیالوجسټان تل خوشبینه تصوير لټوي، خو بیا د کوهیانو او درنگونو ماهران خوشبینه جیالوجي ډسکوري یعني د لټون سمه فیبزیبلیټي سټډي یعني ارزښتي مطالعه کوي. یعني که چري په یو درنگ کې د یو ټن څخه 0.4 فیصده کاپر اوځي نو کیدی شي په بل ټن کې دغه سوچه والې نور کم شي او خرچه به پرې هم دومره وي څومره چې په لومړي ټن وه.
بله دا هم امکان دی چې کومه خرچه چې د شینکۍ په یو ټن کاپر کیږي کیدی شي په یو بل درنگ کې دغه هومره کاپر په ارزانه خرچه پیدا شي نو سرمایه کار یا ادارې دغه پیمانې هم په نظر کې لري.
یواځې د شمالي وزیرستان کاپر څومره ارزښت لري؟
د پخوانۍ فاټا په 27،000 مربع کلو میټره کې معدنیات ډېر قیمتي دي خو د نړۍ پرمخ تلو یا اقتصادي هیوادونو تر ټولو لومړۍ زیاته صنعتي ترقي په اوسپنه او تانبه کړې وه.
په لندن میټل ایسکچینج کې دا وخت د یو ټن تانبې نرخ نزدې 6000 زره امريکاي ډالر دی. ډاکټر عاصم په یو مضمون کې ليکي په دې حساب د وزیرستان د کاپر ټوله تخمينه 22 بیلین امريکاي ډالر جوړېږي.
په دې حساب که د شمالي وزيرستان د تانبې نه دومره واخستل شي لکه د عرب سمندر نه یوه کاشوغه اوبه یعني یواځې دوه لاکه ټنه او په 6000 زرو ډالرو یو ټن خرص کړی شي نو دومره امدن کیدی شي چې د پخوانۍ فاټا په 7 ضلعو کې د لکه د شوکت خان میموریل هسپتال لاهور په رنگه اووه هسپتالونه او د نمل پوهنتون په شان اووه پوهنتونونه جوړیدی شي.
د شوکت خانم فاونډیشن د خپلو شمېرو تر مخه یو شوکت خانم د ودانولو دا وخت ټوله تخمينه 13 بیلینه پاکستانۍ روپۍ ده . په یو شوکت خانم کې څه د پاسه 2800 کسان کار کوي. په دې حساب د پخوانۍ فاټا په اووه پوهنتونو او اووه روغتونو (که چري وې یا اوشي) به 40،000 کسانو روزگارونه لرل.
کارپوهان وايي د لویو ادارو جوړیدلو سره سېمو ته نور کاروبارونه هم ځي. د مثال په توگه ټرانسپورټ، هوټلې، بازارونه او داسې نور، که چري په ېوه سیمه کې هم دومره تعليمي ادارې او روزگارونه وي نو څوک به نورو وطنونو ته روزگارونو له لاړ شي؟
کارپوههان وايي د شمالي وزيرستان ډریلینگ په 1971 کې شورو شوې وو که په 30 کلنو کې هم ختم شوې وې نو اوس به فاټا د نړۍ په ښایسته، اباد اوپرمخ تلي سیمو کې یوه وه او اولس به یې لکه د عربو د شیخانو په شان شتمن وو خو دا وخت د فاټا اولس د پاکستان تر ټولو شاته پاتې او بې سیاله ژوند کوي.
د ډاکټر عاصم سره فکر مل دی چې که چري زر تر زره دغه معدنیات راونه ښکل شي او خرص نه شي نو ارزښت به یې ډېر پریوځي. د ماهرانو په خیال په نړۍ کې ساینسي ماهران دا وخت د اسانو لارو د انرجي پیداکونکې مشینان جوړوي او د گران بیعه قدرتي زیرمو متبادل لټول کیږي.
See all News Updates of the Day
په شمالي وزیرستان کې شپږ کسان په یو مرموز برید کې ژوبل شوي دي
په شمالي وزیرستان کې په یو مرموز برید کې شپږ تنه ژوبل شوي دي او ځایي انتظامي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي چې دا برید د څه شي وو خو ځینو سرچینو دا ډرون برید بللی مګر دا یې نه دي ویلي چې دا ډرون برید چا کړی دی.
ځایي سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یو ډرون برید شوی چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شوي دي. د پښتونخوا صوبایي حکومت یا مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې نه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا ډرون برید د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې په موسکي کلي باندې شوی دی.
سرچینې وایي دغلته د ډرون الوتکې نه په یو دوکان دوه بمونه غورځول شوي چې له امله یې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې د برید په اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو دریځ معلوم کړي خو د سیمې یو لوړپوړي پولیس افسر په دغه اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه اؤ ډیوه ته یې یوازې دومره وویل "غلي پاتې کېدل به پرې ښه وي".
د سیمې نه یوې بلې ځایي سرچینې ډیوه ته ویلي پېښه کې شپږ کسان ژوبل شوي اؤ په ژوبلو کې هم د دوؤ تنو حالت د اندېښنې وړ دی چې هغوي دواړه د میرعلي نه د بنو ضلعي روغتون ته لېږدول شوې دي.
تر دې پېښې وړاندې په شپږم نومبر د یوې بلې قبایلي ضلعې خیبر په لرې پرته سیمه تیراه کې هم په یو ښوونځي ډرون برید شوی و، په کوم کې چې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي وو.
د ستمبر میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې په یوه جومات ډرون برید شوی و او په هغه برید کې یو ځایي تن وژل شوی او څلور تنه ژوبل شوي وو چې پر ضد یې د سیمې خلکو سخت احتجاج هم کړی ؤ.
په داسې ډرون بریدونو اکثره پوځي اؤ انتظامیي چارواکي غلي پاتې کیږي خو مقامي خلک دعوې کوي چې دا ډرون بریدونه د پوځ لخوا کیږي چې پکې بېګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د نهم مې پېښو کې د څلورو افغانانو په ګډون 10 مجرمانو ته د شپږ کاله بند سزاګانې اورول شوې
اسلام اباد کې د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د تېر 2023م کال د نهم مې د پېښو په ضد وړومبۍ مقدمه کې 10 مجرمانو ته په مجموعي ډول د 6، 6 کالو د بند اؤ جرمانې سزاګانې اورولي دي.
پاکستاني مطبوعات وایي چې عدالت د نهم مې په پېښو کې په لاس لرنه د شپږو تورنو مجرمانو د نیونې وارنټونه هم جاري کړي دي.
د ډان نیوز د رپورټ له مخې کومو کسانو ته چې سزاګانې اورول شوي هغې کې عابد محمود، احسن ایاز، شوکت مطیع الله، د باجوړ نعیم الله اؤ ذاکر الله شامل دي.
د سزا سره مخ شوؤ دې مجرمانو کې د څلورو کسانو تعلق د افغانستان سره ښودل شوی چې نومونه یې د داود خان ولد حاجو خان، یونس خان ولد خان محمد، احسان الله ولد ضیاء الحق اؤ لال اغا ولد خان محمد په توګه مخې ته راغلي.
د سرچینو په وینا د نهم مې د پېښو په اړوند د 17 کسانو په ضد مقدمې په 10 مې د اسلام اباد په آي 9 تاڼه کې درج کړل شوې چې د هغوي له جملې څخه یو تن له پلټنو وروسته خوشې کړل شوی ؤ، شپږ لا پټ دي اؤ 10 نورو ته سزاګانې اورول شوي دي.
په نهم مې کال 2023م کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی ؤ چې له هغې وروسته تحریک انصاف ګوند د عمران خان د ګرفتارۍ په ضد ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ.
د دغو احتجاجو په مهال لاهور کې د کور کمانډر کور، د مسلم لیګ نواز ګوند دفتر اؤ ګڼې پوځي اؤ دولتي ودانۍ سوځول شوې وې اؤ په پېښور کې د ریډیو پاکستان ودانۍ ته هم اور لګول شوی ؤ.
ددې تر څنګ پاریدلي مظاهرین پېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکز یا جي ایچ کیو هم ورختلي وؤ اؤ د جي ایچ کیو مرکزي دروازه یې ماته کړې وه.
د دغو احتجاجونو په مهال شوؤ نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي 290 نور ژوبل شوي وؤ.
د نهم مې له پېښو وروسته قانون پر ځای کوونکو ګرد هیواد کې د تحریک انصاف د مشرانو اؤ کارکنانو په ضد عملیات کړي اؤ نزدې 1900 کسان یې ګرفتار کړي وؤ .
پولیسو د تحریک انصاف د مشر عمران خان اؤ ګڼو نورو مشرانو په ضد هم د نهم مې د پېښو مقدمې درج کړل کړې وې خو عمران خان دریځ لري چې هغه یا د هغه د ګوند نور مشران اؤ فعالان د نهم مې پېښو کې لاس نه لري.
عمران خان تور لګوي چې د نهم مې پېښې د هغه د ګوند په ضد د یو سازش له مخې پلان کړل شوې وې خو حکومت اؤ پوځ وخت په وخت ویلي چې د نهم مې په پېښو کې به د لاس لرونکو سره هیڅ نرمي نه کیږي
کورمه کې فرقه ییزې نښتې پیل شوې، بګن کې وتلي لښکر د خلکو کورونه او دوکانونه سوځولي
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو بریدونو کې د 44 کسانو له وژل کېدو وروسته په دغه سیمه کې فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شوی اؤ تېره شپه د کورمې په بیلابیلو سیمو کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ نښتې هم شوې دي.
د سیمې نه رارسېدلي تازه اطلاعات وایي د وړمې ورځې له خونړۍ پېښې وروسته د جمعې په ورځ د وژل شوؤ کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي اؤ تر هغې وروسته بیا په سیمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ حالات خراب شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د جمعې پر ماښام له علیزئ سیمې یو وتلي لښکر ځاي پر ځاي د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته اورونه اچولي په کوزه کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.
په علیزۍ سیمه کې زیاتره د شیعه مسلک وګړي اوسیږي. سرچینې وایي چې په دې نښتو کې دواړو خواوو په یو بل د درنو وسلو ډزې هم کړي .
په سوشل میډیا د دې نښتو په اړه بیلابیلې دعوې مخې ته راغلې دي اؤ ځېنو ټولنیزو فعالانو په تازه نښتو کې د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو دعوې هم کړې دي خو سیمه ییزې انتظامیې یا پولیسو ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی.
تر دې وړاندې د زیارت- پنجشنبې په ورځ کورمه کې د مسافرو په ګاډو نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې 44 کسان پکې وژل شوي اؤ 39 نور ژوبل شوي وؤ. په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې اکثریت د شیعه مسلک د وګړو ؤ.
په سوشل میډیا خورو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د جمعې په ماښام یو شمیر کسان وسلو په لاس د کورمې د بګن په بازار کې ګرځي ، خلک منډې وهي اؤ ځاي پځاي اورونه بل دي .
د کورمې مرستیال کمشنر جاوېد مسید برتانوي خبري شبکې بي بي سي ته ویلي چې د سیمې نه وتلي لښکر په بګن سیمه کې ګڼ شمیر کورونو اؤ بازار کې یو شمیر دوکانونو اؤ پټرول پمپونو ته اور ورته کړی دی.
امنیتي سرچېنې وایي په بګن بازار کې د طوري قبایلي لښکر اؤ ځایي قبایلو تر منځ نښتې شوي خو په مقبل اؤ کنج علیزئ اؤ د صدې په ښار کلي اؤ بالشخیلو کې د سنیانو اؤ شیعه ګانو تر منځ نښتې شوي .
د سیمې نه یوې سرچینې ډيوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دې نښتو کې تر 15ؤ پورې کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي خو د یادې سرچینې د دعوې تر اوسه هیڅ پخلی نه دی شوی.
د پاړا چنار ځایي خبریال محمد علي طوري امریکا غږ ته ویلي په سیمه کې د دریوؤ ورځو ویر یا ماتم اعلان کړل شوی ، ټول کاروباري مرکزونه اؤ سکولونه تړل شوي دي.
هغه وایي چې په دې پېښې خلک په ویره اخته او غصه اخته کړي ، د ښار مرکزي سړک د ټریفک په مخ تړل شوی اؤ د انټرنیټ اؤ موبایل فون سګنلې هم تړل شوې دي.
په قبایلي ضلعه کورمه کې د اوږدې مودې راهسې په روانو فرقه ییزه نښتو اؤ فرقه ییزه تشدد کې په سوونو کسان وژل شوي دي.
تېره میاشت هم د دې سیمې د کنج علیزئ په مقام د مسافرو په یو ګاډي شوي برید کې تر10ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې په دې سیمه کې د ځمکمې په شخړه پېل شوې نښتې په فرقه ییزه نښتو بدلې شوې وې چې پکې تر 40 ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 150 نور ژوبل شوي وؤ.
سږکال د اګست میاشت کې د فرقه ییزه نښتو له امله د بره اؤ کوزې کورمې تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر رقم ټریفک لپاره تړل شوې وه ، د پولیسو د وینا له مخې د سیمه ییزې جرګې په هڅو دغه سړک تېره اونۍ یو ځل بیا پرانستل شوی ؤ اؤ د قافلو په شکل پرې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې وه.
په قبایلي چارو نظر لرونکي کار پوهان د کورمې پېښه د فرقه ییزه فساداتو نه زیاته د ځکمې شخړه ګرځوي.
پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي د کوهاټ نه واخله تر پاړا چنار پورې ټوله سیمه کې سنیان اؤ شیعه ګان اوسیږي اؤ دوي په یو بل تکیه یا انحصار لري.
د هغه په وینا په کال 2018م کې په ایین کې د ترمیم کولو له لارې پخوانۍ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو دغلته د لسیزو راهسې روانو د ځکمو شخړو ته هیچا پام ونه ګرځولو.
امریکا غږ سره خبرو کې هغه اندېښنه وښودله چې راتلونکو ورځو کې د ځمکو شخړو کې د افرادو پځای لویې لویې قبېلې یو بل ته راپورته کیدای شي.
د خېبر پښتونخو د کورمې ضلعې پوله د دریوؤ لوریو څخه د افغانستان سره لګېدلې یوه پوله یې د پاکستان سره پیوست ده .
اېچ ار سي پي: په بلوچستان کې کړکېچ سیاسي مسله ده پوځي طاقت به يې حل نه کړي
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د عملیاتو پېلولو په حکومتي اعلان ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چي په هغه صوبه کې دې امنيت د خبرو د لارې راوستل شي.
ځینې سياستمداران وایي په بلوچستان کې بغاوت روان دی خو باید چې رياست د هغې پرشا د وجوهاتو د حل لاره پیدا کړي.
د بشري حقونو کمېشن پخپل بيان کې ويلي "مونږ په ژوره توګه اندېښمن يو، چې حکومت په بلوچستان کې د حل لپاره د زيات قوي پوځي ځواک د کارولو په اړه فکر کوي."
د وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن عمومي سکتر حارث خليق ویلي چې د پوځي طاقت د لارې د سياسي ستونزو تل پاتې حل نه شي موندل کېدای.
د هغه وینا وه ،د داسې عملیاتو له کبله ولس د بې کچه مشکلاتو سره مخامخ کېږي، او ګرانه وي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې عام خلک متاثره نه شي.
نوموړی وایي،دا فېصله هم کول ګرانه وي چې څوک په جنګيالي توب کې شامل دي او څوک پکې شامل نه دي؟
کمېشن وايي چې په پوځي عملیاتو د ملکي چارواکو څارنه نه وي نو ځکه پکې بشري حقونه د پښو لاندې کیږي او زياتوي په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللی شي چې ټولې ښکېلې غاړې په کې موجودې وي.
د پاکستان حکومت لا د اېچ ار سي پى د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی چې وفاقي حکومت روانه اونۍ په بلوچستان کې د وسله والو ډلو پرضد د کوټلو او پراخو عملیاتو پرېکړه کړې ده.
د نومبر په 19 مه اسلام اباد کې د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې تر سره شوې د اعلا ولسي او پوځي چارواکو غونډې ته په وینا کې شهباز شريف ویلي وو چې د حکومت توجو د ترهګرۍ په ختمولو ده او لومړۍ او اخري کار یې د ترهګرۍ ختمول دي.
په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زياته شوې ده او په تېرو ورځو کې وسله والو ډلو د صوبې په بېلابېلو برخو کې يوشمېر خونړۍ حملې کړې دي.
پخوانی سنېټر فرحت الله بابر په بلوچستان کې د مرکزي حکومت لخوا د عملیاتو پرېکړه ناسمه او غېر دانشمندانہ فېصله ګرځوي او وايي دا به ډېرې اوږد مهاله پايلې ولري.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي،د بلوچستان بنيادي مسله سياسي ده، هغه انتظامي یا د سيکورټي نه ده.
"که مونږ سياسي مسله په ټوپک سره هوارول غواړو نو دا فارموله چېرې هم کاميابه شوې نه ده، زه عرض کوم چې تاسو دې فېصلې ته بيا کتنه وکړې، هسې نه چې اوس دا کوم حالات په بلوچستان کې دي، دا دومره وران شي چې د قابو نه بهر شي او چرته داسې نه وي چې دا اوبه د سر له پاسه تېرې شي"
د مطبوعاتو ترمخه د تېرې يوې لسيزې راهيسې چې کله د پاکستان او چين ترمنځ د 60ؤ اربه ډالرو د سي پېک په منصوبه کار پېل شوی، نو په بېلابېلو حملو کې د پاکستان دننه نزدې 21 چينايي کار کوونکي وژل شوي دي.
په پاکستان کې د سي پېک لاندې د پروژو لويه برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان څخه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا منصوبې د بلوچانو د وسيلو تروړونکې بولي او ورباندې حملې کوي.
څېړونکي په بلوچستان کې د عملياتو سبب په پاکستان د چين فشار بولي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم استاد اؤ څېړونکی سېد عرفان اشرف ډيوه سره خبرو کې وایي "دا مه هيروئ چې د چين د اړخ نه دا پېشکش چې چين به د پاکستان جواينټ ټاسک فورس جوړوي او کومک به ورکوي، يقيناً د چين د قیادت په پاکستان باندې فشار دی چې ګني دلته د سي پېک لاندې دا کومه سرمایه کاري اوس ممکن ده نو بيا د پاکستان رياست ته دا خطره ده چې دا سرماېه ګذاري به نه کېږي"
په پاکستان کې په دې ورستيو کې په چينايي وګړو شوؤ يو شمېر خونړیو حملو چين وارخطا کړی او له پاکستان نه په پرله پسې توګه د خپلو وګړو د خونديتوب غوښتنه کوي.
فعالان: د پاکستان انتخابي فهرستونو کې اقلیتونو، ښځو اؤ نرښځیانو سره توپیري چلند شوی
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن په یوه غونډه کې ګډونوالو ویلي د ملک په انتخابي فهرستونو کې له ځېنو مذهبي لږکیو، ښځو او نرښځينانو سره امتیازي سلوک شوی او د دوي د محرومیو بنیادي سوب د ریاست پالیسۍ دي.
خو حکومت وایي د لږکیو د حقونو خیال ساتي اؤ په ملک کې ټولو اقلیتونو ته د هغوي اییني ، سیاسي اؤ جمهوري حقوق ترلاسه دي.
په ۲۱م نومبر په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په انتخابي عمل کې د شموليت او په سياسي توګه د محرومې طبقې د تواتنمنېدو په موضوع غونډه کړې چې پکې د لږکيو, نرښځيانو , ښځو او د بيلا بيلو سياسي ګوندونو استازو ګډون وکړو او خپلې سپارښتنې يي وړاندې کړې.
د بشري حقونو فعالې فوزیه یزداني وي او اې ډیوه سره خبرو کې ویلي، سياسي ګوندونه خپلو منشورونو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. ټول سياسي مشران او ګوندونه يوازي هم دا سوچ کوي چې د هغوي ووټونه به څنګه سيوا شي. او دې د پاره په منشورونو عمل نه کوي.
هغه وایي"زما په اند د سياسي ګوندونو منشورونه یوازې يوه رنګينه پاڼه وي چې صرف په کتلو کې ښکلې وي"
په پاکستان کې د محرومې طبقې د توانمنتیا لپاره په را جوړه شوې دې غونډه کې ګډوانولو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د محرومو طبقو ستونزو ته دې پام وګرځوي اؤ د هغې د هواري لارې چارې دې ولټوي.
د غونډې ګډون وال نر ښځی نایاب علي وایي موږ ليدلي چې په تيرو ټول ټاکنو کې په نرښځيانو تشدد د سياسي ګټو لپاره شوی ترڅو د ويرې يو داسې ماحول پيدا کړی شي چې ځيني سياسي ګوندونه ترې ګټې پورته کړي.
هغه وایي هغه سياسي ګوندونه چې د نر ښځیانو د حقونو خبره به يې کوله هغوي ډير کم ووټونه ترلاسه کړي.
د بشري حقونو د څار غېر دولتي کميشن ويلي که څه هم په پاکستان کې د ښځو په انتخابي او سياسي عمل کې د برخي باوري کولو لپاره يو شمير ايیني او قانوني ګامونه پورته کړی شوي خو په انتخابي عمل کې ټکټونه د شتمنې طبقې ښځو ته ورکول کيږي.
د ايچ ار سي پي عمومي سکتر حارث خلیق ډیوه ته وایي، ښځې د پاکستان خواوشا ۵۰ فيصدي برخه ده خو له بده مرغه په مرکز کې هغه مقام نه لري څنګه چې پکار دی..
هغه وایي ، دا ښځې پخپلو کوششونو د يو خاموشه انقلاب راوستو په هڅه دي خو ضروري ده چې د هغوي په نمايندګۍ کې دې اضافه وکړی شي اؤ دا اضافه دې په پارليمان کې هم وي اؤ په صوبو او حکومتونو کې دې هم وي.
په دې غونډه کې سپارښتنه شوې چې بايد په هيواد کې د تګلارې د جوړښت په مهال په تاريخي توګه د انتخابي عمل څخه د بهر ساتل شوو طبقو ضرورتونه په پام کې ونیول شي او انتخابي عمل کې ټول برخه واخستل شي.
د لږکیو د احمدي ټولنې وياند عامر محمود ویلي،په پاکستان کې يوازې احمدې ټولنې لپاره ځانګړی د ووټونو فهرست جوړ کړی شوی دی. نور ټول د مسلکونو او د مذهبونو خلق په يو فهرست کې دي .
هغه وایي ،دا د احمدې تولنې سره امتيازي چلند په ګوته کوي نو ځکه احمدي ټولنه د پاکستان د انتخابي عمل برخه نه شي جوړيدلی.
د نوموړي په وینا "موږ غواړو چې پاکستان کې ټول خلکو لپاره دې هم ېو ووټر لسټ وي او احمديان دې هم د پاکستان سياسي عمل کې ګډون وکړی شي"
د ايچ ار سي پي په دې غونډه کې د هيواد د محرومو طبقو په سياسي او انتخابي عمل کې د ګډون په موضوع دا خبرې په داسې حال کې شوي چې هيواد د سياسي اړي ګړي سره سره امنيتي ستونزو سره هم مخ دی
Forum