د امریکې د نیواورلينز ښار په یوه سیاحتي علاقه کې د نوي کال د هرکلي دپاره د جمع شویو خلکو اجتماع سره یو تن خپل موټر ټکر کړو او بیا يې ډزې وکړې، په نتیجه کې يې ۱۰ کسان ووژل شوو او ۳۵ نور زخمیان شول. تحقیقاتي اداره اېف بي ايي وايي د پېښې تحقیقات د ترهګرۍ د اقدام په څېر کوي.
د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو وویل د موټر مشکوک ډرایور د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی. د هغه شناخت لا نه دی ظاهر کړی شوی.
که څه هم اېف بي ايي د مشکوک موټر ډرایور په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي اېن بي سي نیوز د سرچینو د معلوماتو په بنیاد د هغه شناخت د شمس الدین جبار په نامه تن کړی دی چې ۴۲ کلن دی او د امریکې د ټېکسس ریاست اوسېدونکی دی. چارواکو دا هم ویلي چې د هغه په ټرک کې د داعش وسله والې ډلې بېرغ هم موندل شوی دی.
د نیواورلینز د پولیس کمېشنرې اېن کرکپېټرېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل مشکوک تن غوښتل چې په ډېرو خلکو موټر وروخېږوي او ډېره خونرېزي وکړي.
د خلکو په ګڼه د موټر حمله د سحر په ۳:۱۵ بجې وشوه او نیواورلينز د فرېچ کوارټر نومې برخه کې خلک د نوي کال د هرکلي دپاره جمع شوي وو. دا د ښار تاریخي او سیاحتي برخه ده چې ګڼ شمېر بارونه (شرابخانې) او رېسټورانټونه لري او فضا یې د موسيقۍ نه ډکه وي.
د پولیس ترمخه، کله چې موټر د خلکو سره ټکر شو نو ډرایور يې راښکته شو او ډزې یې شروع کړې. هغه د پولیس په جوابي ډزو کې ووژل شو. دوه پولیس افسران زخمیان شول خو حالت يې خطرې نه بهر دی.
د نیو اورلینز مېیریا ښاروالې لټویا کېنټرېل خبري غونډې ته وویل پېښتنې ته د ترهګرۍ د حملې په څېر کتل کېږي.
د امریکې د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي وویل د پېښې د ترهګرۍ د اقدام په څېر تحقیقات کوي.
صدر بایډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړی شوي دي. هغه په اېکس خپل پېغام کې د پېښې ښکار خلکو او کورنیو سره د غمرازۍ اظهار وکړو او ويې وېل په امریکا کې هېڅ ډول تشدد ځای نه لري.
صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل د پېښې غندنه وکړه او د پېښې ښکار خلکو سره يې د همدردۍ اظهار وکړو.
د دې نه مخکې د امریکې خبري ادارې سي بي اېس چېنل د عېني شاهدینو له قوله ویلي وو یو تېز رفتار ټرک د خلکو په ګڼه ورغلو او بیا يې ډرایور راښکته شو او ډزې یې شروع کړې او پولیس جوابي ډزې وکړې.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د ښار د بيړني امداد څانګې نولا له قوله وویل دغه پېښه د نیواورلینز په کېنال اېنډ بوربن نومې کوڅه کې وشوه چې خلکو د نوي کال ورځ لمانځله.
رپورټونه وايي دغه پېښه د نیواورلینز په هغه علاقه کې شوې ده چې فرېنچ کوراټر بلل کېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي/ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum