لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان روغتیا چارواکي: د پوليو وېکسين انکاري خلکو په اماده کولو کې ښځې مهم رول لري


په بلوچستان کې د پوليومخنيوي پروګرام چارواکي وايي، په پوليوضد کمپېن کې له وېکسين د انکاري خلکو په اماده کولو کې د کميونيکېشن څانګه مهم رول لري او په دې کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي.

چارواکي وایي مېرمنې تر کمپېن وړاندې او په کيمپېن کې هغه کورونو ته ورځي چې ماشومان يې نه وي ويکسين شوي او یا یې کورنۍ خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکاري وي.

ښايسته هم يوه له هغه مېرمنو ده، چې پر انکاري خلکو کار کوي. هغه له تېرو لس کلونو راهيسې د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې په پوليو مخنيوي پروګرام کې د کميونيټي موبلايزر په توګه کارکوي.

دغه پوليوکارکوونکې ميندو ته د وېکسين په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ وايي، چې دا وېکسين ماشومان د ټول عمر معذورۍ خوندي ساتي.

ښايسته وايي هغو کورونو ته ورځي چې انکاري وي. له ميندو د ويکسين نه ورکولو لاملونه او غوښتنې مالوموي. له هغو سره د وايرس د خطرناکو پايلو او د ويکسين پر ارزښت خبرې کوي چې ويکسين د ماشومانو په ګټه دی. ميندې چې قانع شي، بيا يې ماشومان ويکسين کوي:

"ځيني خلک د روزګار خو ځينې بيا د هغو دوایانو غوښتنه کوي چې په روغتون کې نه پيدا کېږي، خو پوليو قطرې په وار وار راوړل کېږي. داسې خلک د وېکسين په ارزښت نه پوهېږي. موږ بيا له هغو سره کښېنو، سر ورخلاص کړو چې دا قطرې د وايرس په ضد کار کوي. ماشوم له معذورۍ خوندي ساتي. د ماشومانو د پوليو او روټين ويکسين ماشومان د ټول عمر له معذورۍ او محتاجي خوندي کوي".

په سيمه کې د کامنيټ ادارې چارواکی صمد حريفال وايي، د کامنيټ اداره په بلوچستان کې د خلکو پر اماده کولو يا کميونيکېشن کار کوي. تر کمپېن وړاندې او د کمپېن په ترڅ کې د کامنيټ سټاف د انکاري خلکو د قانع کولو هڅې کوي، ځکه نو په کمپېن کې مهم رول د کميونيکېشن وي:

"په پوليو مخنيوي پروګرام کې مهم رول د کميونيکېشن دی چې په ټولنه کې د وېکسين په اړه د خلکو پوهه زياتوي، بېلابېل پروګرامونه، سيمينارونه او غونډې کوي. د پوليوضد ويکسين په اړه خلکو ته معلومات ورکوي. ځينې داسې لرې پرتې سيمې دي، چې اوس هم خلکو د پوليو او روټين ويکسين په اړه مالومات نشته".

نوموړی زياتوي، چې د کميونيکېشن په برخه کې نارينه او مېرمنې کار کوي. هغه کور پر کور ګرځي او خلکو ته مالومات ورکوي. په ښاري سيمو کې مېرمنې خو په کليوالو سيمو کې نارينه کار کوي. د کميونيکېشن په کار کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي:

"د مېرمنو رول ځکه مهم دی، چې هغه کورنيو ته ښه لاسرسی لري. کورونو ته ننوځي، له ميندو سره د ويکسين په اړه خبرې کوي او هغو ته مالومات ورکوي. د دې له امله د ويکسين کار نور پياوړی کېږي. په خلکو کې د ويکسين طلب زياتېږي او غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليوضد قطرې ورکړي".

په بلوچستان کې د پوليوضد کيمپېن چې د اپرېل مياشتې پر دېرشمه نېټه پيل شوی د صوبې په دېرش ضلعو کې دوام لري. په کمپېن کې د درويشت لکه 95 زره ماشومانو د وېکسين کولو هدف ټاکل شوی چې د پوليوضد وېکسين به ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG