لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیفا: سعودي عرب به د 2034م کال د فوټبال د نړیوال کپ کوربه وي


د فوټبال نړیوال تنظیم فیفا پخلی کړی دی چې د سړو د 2034م کال د فوټبال د نړیوال کپ کوربه توب به سعودي عرب کوي.

د 2034م د فوټبال د نړیوال کپ د کوربه توب لپاره سعودي عرب یواځینی امېدوار ؤ، د فوټبال د نړیوال تنظیم فیفا اړوند تر 200 زیاتو فېډریشنو سعودي ته د کوربه توب ورکولو هرکلی کړی دی.

سعودي عرب ته د کوربه توب ورکولو پرېکړه د چهارشنبې- شورو په ورځ د فوټبال د نړیوال تنظیم د صدر ګیاني انفن ټینو په مشرۍ د 2030م د ورلډ کپ د کوربه توب په غونډه کې شوې ده.

په کال 2030م کې به د فوټبال د نړیوال کپ کوربه توب شپږ هیوادونه په ګډه کوي چې هغې سپېن، پرتګال، مراکش، ارجنټاین ، پیراګوئ اؤ یوراګوئ شامل دي.

په دې ټورنامنټ کې به ټولې 104 سیالۍ کې کیږي چې پکې به په ارجنټاین، پیراګوئ اؤ یوراګوئ کې یوه،یوه سیالي کیږي اؤ نورې سیالۍ به بیا په اسپین ، پرتګال اؤ مراکش کې ترسره کیږي.

د فوټبال نړیوال کپ په کال 1930کې د يوراګوئ څخه پیل شوی ؤ اؤ ددې سل کلنه دستوره به هم په یوراګوئ کې کولی شي.

هر څو که سعودي عرب د کال 2034م د نړیوال کپ د کوربه توب یوازځینی امیدوار ؤ خو بیا هم سعوي ته د کوربه توب په سپارل کېدو 15 میاشتې وخت ولګېدو.

د بشري حقونو ډلو سعودي عرب کې د مزدورانو د حالاتو په نظر کې د نیولو سره دا اندېښنې ښودلې چې د نړیوال ټورنامنټ لپاره په لوبه کچه د تنصیباتو جوړونه د بهرنیو هیوادونو څخه د راغلو مزدورانو ژوند په خطر کې اچولی شي.

خو د فیفا اؤ سعودي چارواکو وینا وه چې کال د 2034م د ټورنامنټ کوربه توب سعودي کې د بدلون عمل لا پسې چټک کولی شي په کوم کې چې ښځو ته زیاتې ازادۍ اؤ حقونه ورکول شامل دي.

د نړیوال کپ لپاره اوس سعودي عرب د لسو کالو موده په لاس کې لري اؤ په دې دوران کې به سعودي عرب ته د 104 سیالیو لپاره 15 لوبغالي جوړول یا هم شته لوبغالي نوي کول وي.

ددې تر څنګ به ورته د زرګونو میلمنو لپاره د هوټلونو اؤ ټرانسپورټ شبکې هم چمتو کول وي، ددې هر څه لپاره به زیاتره مزدوران له جنوبي ایشیاء ورځي اؤ د هغوي د کار په حالاتو به د بشري حقونو ډلې هم خپل نظر ساتي.

ددې تعمیراتو زړه پورې اړخ دادی چې نیوم کې به یو لوبغالی له ځمکې 350 میټره بالا یا پورته جوړولی شي، نیوم یو داسې ښار دی چې تر دې وخته خپل وجود نه لري.

سعودي عرب غواړي چې راتلونکي کې نیوم د یو داسې ښار په توګه جوړ کړي چې پکې د عصر ټولې اسانتیاوې اؤ اسایشنونه موجود وي.

یو بل لوبغالی به د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په نوم پلازمینې ریاض سره نزدې نزدې 200 میټره فټه اوچت په یو ګټ جوړولی شي.

د فوټبال د نړیوال کپ کوربه توب د سعودي ولي عهد د وژن 2030 د منصوبې یوه برخه ده اؤ هغه په دې منصوبو په اربونو ډالر مصرفول غواړي.

د سعودي د ولي عهد د ويژن مقصد د سعودي ټولنه اؤ اقتصاد عصري لیکو ته سمول دي.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان اؤ د فیفا د مشر ګیاني انفن ټنیو تر منځ د کال 2017م راهسې نزدې اړیکې دي اؤ دې اړیکو سعودي ته د نړیوال کپ د کوربه توب په ورکولو کې مرسته کړې ده.

(ددې رپورټ معلومات د اې پي سي نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG