په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره د بیړني اعلان وروسته نن د خالي/ شنبې په ورځ په نیویارک ښار کې د کرونا وایرس له امله یو تن مړ شوی چې په دغه ایالت کې د کرونا وایرس د لاسه لومړی مرګ دی.
د نیویارک ایالت والي اینډریو کومو تر مخه دغه پېښه د نیویارک ښار په بروکلېن سیمه کی د جمعې په شپه رامنځ ته شوې کله چې د کرونا وایرس نه ناروغه ۸۲ کلنې ښځې په وائیکوف هائټس میډیکل سینټر کی خپل جوند د لاسه ورکړو.
تر اوسه ځايي چارواکو د مړې شوې ښځې نامه نه ده ښکاره کړی خو دومره یې ویلي چې دغه ښځه د مارچ په ۳مه نېټه هسپتال ته راوړل شوې وه.
د نیویارک ښار ښاروال یا مېیر بل دی بلازیو نن په یو ځايي ټي وي په خپله مرکه کې ویره څرګند کړې چې په ښار کی به په راروانو ورځو کی امکان دی نور خلک هم خپل ژوند وباېلي.
نن دخالي یا شنبې ورځې پورې په نیویارک ایالت کې د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۵۲۴ته رسیدلې، په دغه ناروغانو کې ۱۱۷ په هسپتال یا روغتون کی داخل کړی شوي.
یواځې په نیویارک ښارکی د کرونا نه اغیزمنو تنانو شمیر ۲۱۳ نه اوړیدلی. د نیویارک ښار سره نژدې ویسټ چیسټر سیمه کی د اغیزمنو خلکو شمیر ۱۷۲، لانګ آئیلنډ کی ۱۰۱ ده.
د نیو یارک ایالت والي اینډریو کومو ویلي چې د ناروغه خلکو شمیر کی ناڅاپه زیاتوالي یوه وجه د خلکو د کرونا وایرس معلومولو لپاره پکار ټیسټونو کې زیاتوالی دی.
په ګرده امریکا کې د کرونا وایرس نه د متاثره کسانو شمیره ۲۴۹۹ ته رسیدلی او د نن ورځې پورې په ګرده امریکا کې ۵۱ تنه مړه شوي.
تیره ورځ صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وایرس مخنوی لپاره بیړنی حالت یا اېمرجنسي اعلان کړې. د دغه اعلان لاندې به د امریکا حکومت د وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.