د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کونسل غړي او پښتو شاعر ګيله من وزیر په مړينه پخوانيو افغان ولسمشرانو، سیاستوالو او فعالانو غمرازي کړې، د هغه کورنۍ او ملګرو ته یې تسليت ويلی دی.
ګيله من وزیر د اوومې جولايۍ په ماښام اسلام اباد کې يو بريد کې په سر وهل شوی، د اسلام اباد په پمز روغتون کې یې درملنه کېده، د لسمې جولايۍ په شپه یې په روغتون کې ساه ورکړې او پي ټي اېم ویلي، سبا د جمعې په ورځ (12مه جولايۍ) به یې په پلارنۍ سيمه د شمالي وزيرستان د زرمک په اسېد خېلو کې خاورو ته سپارلی شي.
پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د ګيله من په مړينه په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې د هغه کورنۍ، دوستانو، ملګرو او ملت ته تسليت ويلی او زياته کړې یې ده، "ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه. د ګیله من شهید وطنپالنه به راتلونکو نسلونو ته دده په شعرو کې رسېږي".
اشرف غني له دې وړاندې په ګيله من بريد غندلی وو.
د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ګيله من په مړينه د "خواشينۍ او ډاډګېرنې مراتب" وړاندې کړي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسېن ویلي، "د ګیله من د شعور سترګې به په قامي وجود کې تر هغې ژوندۍ وي چې تر څو د جابر، جبر، ظلم او جبر دا نظام ختم شوی نه وي".
د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاو د ګيله من په مړينه د خواشينۍ ترڅنګ ويلي، "د پښتنو هغه شاعر او غږ چې د خپلو حقونو لپاره یې غږ پورته کاوه نن غلی دی. د دې غمجنې پېښې هر څومره غندنه وکړو، کمه به وي. وضعیت غوښتنه کوي چې د دې پیښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او مجازات شي".
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي، "د ګيله من د افغان وطن د ميني ډکه شاعري به مو په زړه نقش وي، د ګيله من په څېر کم شاعران د ظالمانو حالات اظهار کولی شي، د هغه شاعري به راتلونکي نسلونه متاثره کوي".
د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرسټر سېف تېره شپه د ګيله من پوښتنې له اسلام اباد کې پمز روغتون ته ورغلی او ويلي يې وو، د ګیله من وزير سره چې څه شوي، هغه د افسوس وړ او چې څومره غندنه یې وشي، دومره کمه ده.
د افغانستان د ټي ټوينټي ملي کرکټ لوبډلې کپتان راشد خان او نورو هم په ټولنيزو رسنيو د ګيله من په پېښه د خفګان او په مړينه یې د تسليت پيغامونه پوسټ کړي دي.
د تعليم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي ویلي، "د ګیله من په اظهار او آواز کې لوی تاثیر وو. د وطن هر درد یې د پښتنو زړونو ته کوز کړی وو. روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې".
د بې درکه بلوڅو معلومولو دپاره مبارزه کوونکواو حقونو فعالو ماه رنګ بلوڅ او سمي دين بلوڅ په ګيله مند برید غندلی او د هغه په مړينه یې د خفګان څرګندونه کړې ده.
Forum