لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ په بم چاودنه کې پخوانی سېنېټر سره د درېو کسانو وژل شوی


د پوليسو په وينا، د پخواني سېنېټر په ګاډي د ماموند تحصيل په سېرۍ علاقه کې چاودنه شوې، ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی، پخوانی سېنېټر او په ګاډي کې سواره کسان ورسره په ځای وژل شوي دي
د پوليسو په وينا، د پخواني سېنېټر په ګاډي د ماموند تحصيل په سېرۍ علاقه کې چاودنه شوې، ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی، پخوانی سېنېټر او په ګاډي کې سواره کسان ورسره په ځای وژل شوي دي

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلعه کې په يوه چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان په ګډون درې کسان ووژل شو.

د باجوړ د ناوګۍ سرکل پوليس مشر، ډي اېس پي، بخت منېر وي او اې ډیوه ته چاودنه تاييد کړه او وې یې ويل، پخوانی سېنېټر هدايت الله د باجوړ ډمه ډولې علاقې ته انتخابي کمپاين له روان وو، په لاره کې یې ګاډی د ريموټ کنټرول چاودنې ښکار شوی، پخوانی سېنېټر او دوه نور کسان ورسره وژل شوي دي.

د پوليسو په وينا، د پخواني سېنېټر په ګاډي د ماموند تحصيل په سېرۍ علاقه کې چاودنه شوې، ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی، پخوانی سېنېټر او په ګاډي کې سواره کسان ورسره په ځای وژل شوي دي.

د چاودنې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

هدايت الله خان دوه ځله د سېنېټ غړی پاتې شوی، په لومړي ځل د کال 2012 نه د کال 2018 پورې او بيا د کال 2018 نه د کال 2024 پورې په ازاد حيثيت د سېنېټ غړی و. هغه د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي بسم الله خان زوی، او د خېبرپښتونخوا د پخواني ګورنر شوکت الله ورور وو.

ځايي خلک وايي هدايت الله خان د خپل وراره نجيب الله انتخابي کمپاين له روان وو.

د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن ترمخه، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د باجوړ نه د (کی پي 22) دپاره ضمني انتخابات په 11مه جولايۍ ټاکل شوي، او 12 امېدواران پکې برخه اخلي.

د عوامي نېشنل ګوند مولانا خانزېب وايي، دوی د هدايت الله خان په وژنه خفه دي او دوی وخت په وخت یې په باجوړ کې د امن دپاره غږ پورته کړی دی خو په باجوړ کې بدامني دوام لري.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، دوی د رياست نه د امن غوښتنه کوي او د رياست زمه واري ده چې امن په ځای کړي خو د دوی د اوږدې مودې نه دغه غږ نه اورېدل کيږي او باجوړ د ناامنۍ سره مخ دی.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان هم د سېنېټر هدايت الله خان د وژنې پېښه غندلې، او ويلي يې دي باجوړ کې ځای په ځای چيک پوسټونه جوړ دي د خلکو شناختي کارډونه کتل کيږي، د ضمني انتخاباتو نه وړاندې په باجوړ کې داسې پېښې کېدل په امنیت پوښتنې راولاړوي.

باجوړ کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې او سياسي غړو وژنې کيږي.

پاکستان کې د تېرو عامو انتخاباتو نه نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ امېدوار رېحان زېب خان په وسله وال برید کې وژل شوی وو. د نوموړي تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 8) او (پي کی22) نه د ازاد امېدوار په حيث ولاړ وو.

له دغې پېښې درې ورځې پس هم په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د نامزد امېدوار په ګاډي چاودنه شوې او هغه پکې بچ شوی وو.

د تېر کال جولايۍ په وروستيو کې په باجوړ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو.

باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف ګوند په غړو د زياترو بريدونو او ځانمرګي بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

د روان کال د مې د میاشتې په وروستیو کې د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) سجاد احمد ويلي وو، په باجوړ کې عام جرمونه د نورو نزدې پرتو ضلعو په مقابله کې کم دي خو په باجوړ کې د وسله والو فعاليتونو موجودګي، تشکيلات او ‏ګواښونه شته، خو پوليس او امنيتي ادارې یې مخنيوي ته چمتو دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG