لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:وسله والو سره نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي، پولیس وایي عملیاتو کې د ټي ټي پي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم هم وژل شوی


د پېښور پولیسو دعوه کړې ده چې په دې نښته کې یې د ټي ټي پي له لوري د اعلان کړل شوي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم په ګډون درې ترهګر هم وژلي دي
د پېښور پولیسو دعوه کړې ده چې په دې نښته کې یې د ټي ټي پي له لوري د اعلان کړل شوي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم په ګډون درې ترهګر هم وژلي دي

امنیتي چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا د سر‌ ښار پېښور په کلیواله سیمه حسن خیل کې د وسله والو سره نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي اؤ د یو ډي ایس پي په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.

د پېښور پولیسو دعوه کړې ده چې په دې نښته کې یې د ټي ټي پي له لوري د اعلان کړل شوي خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم په ګډون درې ترهګر هم وژلي دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې د پېښور د پولیسو له خولې ویلي چې امنیتي ځواکونو د پېښور د کلیوالې سیمې متنو په حسن خیل کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي .

ویل شوي په دې عملیاتو کې د ترهګرۍ ضد محکمې( سي ټي ډي) اؤ نورو قانون پځای کوونکو ادارو عسکرو برخه درلوده.

د رپورټ تر مخه عملیات د سهار په توره خړه کې پیل شوي وؤ چې د ماسپښین تر ناوخته یې دوام کړی اؤ په دې عملیاتو کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ درې نور اهکار ژوبل شوي دي.

ځېنو پاکستاني مطبوعاتو ویلي په ژوبل کسانو کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو یو ډي ایس پي هم شامل دی.

ډان پخپل رپورټ کې د سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې په عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو لخوا اعلان کړل شوی خپلسره ګورنر کمانډر عبدالرحیم هم وژل شوی اؤ ددې تر څنګ د هغه نور دوه ترهګر ملګري هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ اؤ تحریک طالبان پاکستان لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ د پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډیز نومې تهنک ټینک د رپورټ له مخې یوازې د جون په میاشت کې په پاکستان کې ۲۷ ترهګریز بریدونه شوي دي.

په دې بریدونو کې ۲۱ په خېبر پښتونخوا اؤ شپږ په بلوچستان کې ریکارډ کړل شوي دي.

تر دې وړاندې په مې میاشت کې د شوؤ ترهګریزو بریدونو شمیره ۳۶ ښودل شوې وه.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د پاکستان شخصي ټي وي چینل جیو نیوز د امنیتي سرچینو له قوله پخپل رپورټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د صوبې په 13 ضلعو کې وسله وال وژلي دي.

رپورټ وایي چې په جنورۍ کې41، فرورۍ کې 55 ،مارچ کې 52 ،په اپریل او مې میاشتو کې 55 ،55 اؤ تېره دجون میاشت کې 39 ترهګر وژل شوي.

امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې په دې وسله والو کې تر ټولو زیات په شمالي وزیرستان کې وژل شوي چې شمیره یې 112 ښودل شوې.

هم دا شان په ډیرہ اسماعیل خان کې د 46، ټانک کې د 32، لکی مروت کې د 30، خیبر کې د 24 او جنوبی وزیرستان کې د 18 وسله والو د وژنې دعوه شوې ده.

رپورټ زیاتوي چې په باجوړ کې په دې موده کې 10، پېښور او بنو کې 7،7 کورمه، کوهاټ او سوات کې 3،3 اؤ مردان کې 2 ترهګر وژل شوي

د څېړنیزو ادارو رپورټونه وایي په اګست کال 2021م کې د افغانستان په اقتدار د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې یو وارې بیا ترهګرې ډلې منظم شوي اؤ د ترهګرۍ ستونزې په شدت سره سر راپورته کړی دی.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه عملي کوي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ ترهګري دپاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG