لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګیله من وزیر غایبانه جنازې لپاره د کابل عیدګاه ته ورټولو شوؤ کسانو باندې طالبانو ډزې کړې


سرچینې وایي چې افغان طالبانو د کابل عید ګاه جومات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال اؤ شاعر ګیله من وزیر د جنازې د غایبانه لمانځه لپاره په ورټولو شوؤ سوؤنو افغان ځوانانو ډزې کړي اؤ هغوي یې جنازې ته نه دي پرېیښي.

په افغانستان کې د پخوانۍ جمهوري دورې یو پخواني لوړ پوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وي او ای ډيوه ته ویلي نن د جمعې په ورځ په سوونو ځوانان مازیګر د کابل عیدګاه جومات ته ورټول شوي وؤ .

هغه وایي دغو ځوانانو غوښتل چې په عیدګاه کې د ګیله من وزیر غایبانه د جنازې لمونځ وکړي خو وایي طالبانو په هغوی ډزې کړي اؤ عیدګاه کې یې د جنازې اجازه نه ده ورکړې.

دغه سرچینې ډیوه ته وویل "خوشبختانه په ډزو کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځوانان سخت احساساتي دي اؤ غواړي د ګیله من لپاره یوه لویه غونډه، غایبانه جنازه یا هم فاتحه راجوړه کړي".

یو بل ځوان د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، طالبانو د ګیله من د جنازې د لمانځه د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې څه رسمي خبرداری نه وو ورکړی او کله چې دوی عیدګاه جومات ته ورغلل هغوی نه پرېښوول او د چا په لاس کې چې یې هم موبایل لیده ترې اخیسته یې.

دغه ځوان وایي بیا خلک مجبوره شول او ور څېرمه حضوري چمن ته لاړل او هلته هم په لږ وخت کې په سلګونو کسان ور غونډل شول او هملته یې د ګیله من د جنازې غایبانه لمونځ وکړ.

طالب چارواکو لا په دغه اړه څه سپیناوی نه دی کړی چې ولې یې خلکو ته د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې اجازه نه ده ورکړې.

خو یوې بلې سرچینې چې طالبانو سره یې پخپله کابل کې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې، فاتحې یا تعزیتي سیمینار راجوړولو په اړه مذاکرات کړي ، ډیوه ته وویل طالبانو ورته ویلي چې فقهه حنفیه کې د غایبانه جنازې اجازه نه شته.

دغه سرچینې هم د خپل نوم نه نشرولو غوښتنه وکړه اؤ ويې ویل ده پخپله اؤ نورو ملګرو یې طالبانو سره مذاکرات کړي اؤ غوښتنه یې ترې کړې چې ګیله من وزیر چونکې د افغانستان د خلکو په زړونو کې دی نو ځکه باید افغانانو ته اجازه ورکړل شي چې کابل کې یې غایبانه جنازه ادا شي .

هغه وایي طالبانو ته یې ویلي که چرې د جنازې اجازه نه ورکوي نو بیا دې د هغه (ګیله من) په یاد کې د یو تعزیتي سترې غونډې راجوړلو یا د فاتحې د مراسمو اجازه ورکړل شي خو وایي "طالبان دریځ لري چې دا شیان د دوي په نظام کې نشته اؤ دا د فساد جوړېدو لامل ګرځیدلی شي".

سرچینه وایي ، دوي طالبانو ته ویلي چې که په تېرو وختونو کې د قاضي حسین احمد اؤ نورو پاکستاني مشرانو غایبانه جنازې په افغانستان کې کیدای شوې نو د ګیله من جنازه یا فاتحه ولې نه شي کیدای خو وایي هغوي ورته لا تر دې دمه اجازه نه ده ورکړې.

د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په ټولنیزو رسنیو شمیر ځوانانو اعلان کړی ؤ چې نن د جمعې په ورځ درې نیمې بجې به د کابل په عید ګاه کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه کوي.

خو نن د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو داسې ګڼ شمیر ویډيو ګانې اؤ پوسټونه خپاره شوي چې پکې طالبان د کابل عیدګاه مخې نه راټول شوي خلک شړي.

په دغه ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې د کابل عیدګاه مخې ته ځوانانو د ګیله من وزیر د عکس یو بینر په لاسونو کې نیولی اؤ د لر وبر یو افغان شعارونه ورکوي خو وروسته وروسته بیا یو تن راشي اؤ په موبایل چې کوم تن ریکارډنګ کوي هغه ته وایي "دابند کړه".

د پي ټي ایم فعال ګیله من باندې په د جولایي په اوومه نیټه په اسلام اباد کې برید شوی ؤ چې څو ورځې بیا په روغتون کې بې هوشه پروت ؤ اؤ اوړمه شپه یې ساه ورکړې وه.

د هغه د مړینې مقدمه د اسلام اباد پولیسو لخوا د پي ټي ایم د یو بل مشر زکیم خان په مدعیت کې د ازاد داوړ نومې تن اؤ د هغه د لس، دولسو نورو ملګرو په خلاف درج کړل شوې ده .

ګیله من وزیر نن د جمعې په ماذیګر په شمالي وزیرستان رزمک اسد خیلو سیمه کې پخپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG