لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ قامي غونډې په ګوادر کې پرلت پيل کړی، دوه غوښتنې یې وړاندې کړي


File Photo
File Photo

بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ويلي، د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې یې پرلت روان دی، دوه غوښتنې یې وړاندې کړي دي. حکومت ویلي، د پاکستان د ايين ترمخه، خبرو ته تيار دي.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په نوم اېکس (پخواني ټويټر) څخه جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي، ګوادر کې د [بلوچ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډې] پرلت روان دی.

ويل شوي، پرون "په 28مه جولايۍ دوی جلسه کوله"، خو دعوه یې کړې، "د رياستي ترهګرۍ، بربريت او وحشت له سبب دوی اوس دغه جلسه د نامعلومه وخته پورې په پرلت بدلوي".

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مرکزي وياند په خپل پاليسي بيان کې دعوه کړې، "دا وخت په ګوادر کې د کرفيو او بربريت باوجود په زرګونو کسان په بلوڅ قامي غونډه کې موجود دي او د زرګونو په شمېره کې خلک په لارو کې په چيک پوستو ودرول شوي او هغوی هلته پرلتونه وهلي دي".

بيان کې زياته کړل شوې، "په ګوادر کې په تېرو 48 ساعتونو کې انټرنېټ او موبايل نېټ ورک بند کړل شوی، کرفيو ده، پرون انتظاميې او حکومت پوليسو او ليويز ته په عام ولس نېغ په نېغه د ډزو حکم کړی خو پوليس او ليويز ترې انکار کړی او بيا اېف سي او پوځ نېغ په نېغه په خلکو ډزې کړي، يو تن یې وژلی او اووه نور یې ژوبل کړي دي".

بيان کې ويل شوي، "پرلت د رياست نه دوه غوښتنې لري، يوه دا چې چرته چرته قافلې ودرول شوي، هغو ته دې ګوادر ته د ورتلو اجازت ورکړل شي او بل چې د دوی څومره کسان نيول شوي هغوی دې په 48 ساعتونو کې خوشي کړل شي کنه دغه پرلت به د نامعلومه وخته پورې روان وي، او دوی په ګوادر کې خبرو ته تيار دي".

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د بلوڅ قامي غونډې ته په غبرګون کې ويلي، "حکومت د پرامنه احتجاج څخه نه دي منع کړي خو د قانون په لاس کې اخستو اجازت نه شي ورکولی".

خو نوموړي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د يو تن وژنې او اووه نورو ژوبلېدو او ګرفتاريانو په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي په اېکس خپور کړي بيان کې ويلي، "ولس پارول او د رياست په وړاندې ودرول، د ولس او خلکو خېرخوا نه شي کېدی، د ښځو په نوم په امنيتي ځواکونو حمله شوې او بيا د مظلوميت نوم ورکول کيږي".

لانګو دعوه کړې، "د يو منظمه پلان لاندې د رياست پرضد عام بې ګناه بلوڅ پارول کيږي، رياست خپله اييني زمه واري پوره کوي، د تشدد لاره مظاهرينو خپله کړې ده".

د کورنيو چارو وزير ويلي، "د پاکستان د ايين ترمخه، خبرو ته تيار يو، د تورونو او بدنامولو په ترڅ کې قامي سلامتي په داو نه شو لګولی، د کوم داسې عمل اجازت نه شو ورکولی، چې د احتجاج په نوم رياستي عملداري چېلنج، سرکاري املاکو ته تاوان او عامو خلکو ته تکليف ورسول شي".

په ګوادر کې د بلوڅ يووالي يا يکجهتي کمېټۍ له خوا بلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ کوي.

نوموړې ويلي، هدف يې د هغو ستونځو لپاره غږ پورته کول دي، چې ورباندي سياسي ګوندونه پټه خوله دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG