لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

07:15 16.3.2020

د امریکا نیویارک ښار ښاروال یا مېیر بل دی بلازیو نن د اتوار په ورځ اعلان کړی چې د ښار ۱۸۰۰سکولونو به د سبا د ګل د ورځې نه تړلي وي. نوموړي دغه اعلان د اتوار په ورځ یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت کړی.

د نیویارک ښار سرکاري سکولونه یا مکتبونو نظام په ګرده امریکا کې تر ټولو لوې دی چرته چې ۱.۱ مېلینه یا ۱۱ لکه ماشومان زده کړې کوي.

په نیویارک کې د سکولونو د تړلو دغه اعلان په ښار کې د کرونا وایرس نه د دویم تن د مرګ د خبر نه وروسته شوی دی. د نیو یارک ایالت والي اینډریو کومو وینا ده چې د دیوم تن د مرګ پېښه د نیویارک ښار په یو اسپتال کی شوې چرته چې یوه ۸۹ کلنه ښځه د کرونا وایرس د لاسه مړه شوې. په نیویارک ایالت کې د کرونا وایرس نه ناروغه شوو خلکو شمیره ۷۲۹ته رسیدلی. په ټول ایالت کې د کرونا وایرس نه تر اوسه لګ تر لګه پنځه کسان مړه شوي دي.

07:18 16.3.2020

ترکي د سعودي عربستان نه ستانه شوي زرګونو کسان قرنطین کړي

د اتوار یا یکشنبې په ورځ په ترکي کې چارواکو اعلان کړی چې د سعودي عربستان نه بیرته راغلي په زرګونو هغه کسان يې قرنطین کړي. دغه ټول کسان سعودي عربستان ته د عمرې او د مسلمانانو مقدسو ځایونو زیارت له تللي وو. د ترکي حکومت دغه ګام د کرونا ویرس د مخنیوي لپاره پورته کړی.

Turkey corona
Turkey corona

08:55 16.3.2020

کرونا وايرس: پاکستان د دوه اوونيو دپاره سعودي عرب ته د پي ايي ای پروازونه ځنډولي

د پاکستان هوايي شرکت (پي ايي ای) ويلي د سعودي عرب د چارواکو په لارښوونه د پاکستان نه سعودي عرب ته د دوه اوونيو دپاره پروازونه ځنډول شوي دي.

د پروازونو ځنډېدل د اتوار، يکشنبې (۱۵م مارچ) څخه پېل شوي دي.

پي ايي ای ويلي د مدينې او جدې نه به تر ۱۷م مارچ پروازونه راځي چې عمر له تللي مسافر بيرته پاکستان ته راوړي.

پي ايي ای په ټولو مسافرو غږ کړی چا چې د پي ايي ای د لارې ټکټونه اخيستي د پروازونو د بندېز له امله دې د دوه اوونيو پورې هوايي اډو ته نه راځي.

پي ايي ای دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې په پاکستان د کرونا وايرس پېښې مخ په سېوا کېدو دي او چارواکي وايي تراوسه پورې په پاکستان کې د کرونا په وايرس ۵۳ تنه اخته شوي دي.

راپورونه وايي په سعودي عرب کې هم ۱۱۸ کسان کرونا وايرس وهلي دي.

د امریکې د جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ ۱۴۶ هېوادونو ته خور شوي کرونا وايرس تر اوسه پورې ۶۵۱۳ کسان مړه کړي او يو لاک ۶۹ زره او ۳۸۵ کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

09:14 16.3.2020

د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي‌اندېښنو په سر اېپل کمپني په ګرد نړۍ کې خپل سټورونه یا دکانونه د دوو اونیو لپاره بندوي.‌ دغه اعلان د اېپل کمپنۍ مشر یا سي‌ اي او ټم کوک کړی دی.‌

د اېپل د اېپلیکشنو یا پروګرامونو اخستلو اېپ سټور او ان لاېن یا په انټرنېټ د سامانونو اخستل به پرانستي‌ وي. په چین کې د اېپل کمپنۍ تړل شوي سټورونه یا دکانونه پرانستي وي.‌

په چین کې د کرونا وایرس وبا خوریدو وروسته اېپل شرکت په چین کې خپل ټول دکانونه او سټورونه تړلي‌ وو. کرونا وایرس لومړی په چین کې رامخې ته شوی وو.

د اتوار د ورځې پورې په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس نه د ناروغه شوو کسانو شمیره ۱۵۶۰۰۰ نه سېوا شوې.‌د کرونا د لاسه د مړو شمیره د ۵۰۰۰ نه اوختې. په امریکا کې د اتوار یا یکشنبې د ورځې پورې ۳۶۲۱ تنه ناروغه شوي او د مړو شمیره ۶۹ ته رسیدلې.

د اېپل کمپنۍ مشر په ټوېتر په خپل بیان کې ویلي شرکت یې په ګرده نړۍ کې خور شوي کرونا وایرس د ناروغانو د علاج لپاره ۱۵ میلینه ډالره ورکوي. ‌

د اېپل موباېل او کمپیوټرو جوړولو شرکت په ګرده نړۍ کې د ۵۰۰ پورې سټورونه یا دکانونه لري. په دغو کې نیمايي په امریکا کې دي.‌

نور کتل

XS
SM
MD
LG