لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

11:14 16.3.2020

پاکستان کې د کرونا پېښې ۹۴ ته ورسېدې

د پاکستان د سند صوبې محکمه صحت وايي، په صوبه کې کرونا وايرس شمېرې ۷۶ ته ورسېدې، او راپورونه وايي په پاکستان کې ټولې شمېرې ۹۴ شوې.

د صوبې د محکمه صحت په وېنا په سند کې په ۵۰ هغو تنو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې سکهر ته د تافتان څخه راغلي، ۲۵ په کراچۍ کې او په يو بل تن کې په حېدر اباد کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.

چارواکي وايي په ۷۶ کرونا وهلو کې دوه روغ شوي او د ۷۴ درملنه روانه ده.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د کرونا په ۹۴ پېښو کې ۷۶ په سند، ۱۰ په بلوچستان، پينځه په ګلګت بلتستان، دوه په اسلام اباد او يوه په پنجاب کې مخې ته راغلې ده.

د امریکې د جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو ته خور شوي کرونا وايرس تر اوسه پورې ۶۵۱۳ کسان مړه کړي او يو لاک ۶۹ زره او ۳۸۷ کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

کرونا وايرس تر ټولو زيات چين، بيا اټلي او ايران ډېر ځپلي دي.

14:09 16.3.2020

کرونا وايرس: د پاکستان د مذهبي امورو وزير د مذهبي غونډو ځنډولو غږ کړی

د کرونا وايرس له خطره د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزير نور الحق قادري په مذهبي او ديني مشرانو غږ کړی چې د تبليغي غونډو ترڅنګ دې ټولې غټې مذهبي غونډې او مجلسونه وځنډوي او په مدرسو کې دې دستار بنديانې وځنډول شي.

هغه ويلي د جمعې نمونځ دې په اختصار سره وکړی شي او په ځانګړي ډول د کم عمر ماشومان او د زيات عمر مشران دې د جمعې د نمونځ دپاره جوماتونو ته د تلو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه خبرې د يو ويډيوي پېغام د لارې کړي دي.

16:27 16.3.2020

په افغانستان کې د کرونا وایرس ۵ نوې پېښې - د حکومت نوي اقدامات څه دي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په هغه هېواد کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ د کرونا وایرس پنځه نوې پېښې ثبتې شوي او په دې توګه په افغانستان کې د کووېد-۱۹ بیمارۍ د پېښو تایید شوی شمېر، ۲۱ ته ورسېد.

د تازه معلوماتو له مخې، دغه نوې پېښې دوه په هرات، دوه په لوګر، او یوه په بادغیس ولایت کې موندل شوې ده.

په همدې حال کې افغان حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر تازه ګامونه اخیستي او فیصله یې کړې چې پس له دې دې د فاتحې مراسم د جوماتونو او هالونو پر ځای، بهر په آزاده ماحول کې ترسره کړای شي.

افغان حکومت همدا راز په ټول هېواد کې تعلیمي ادارې او پوهنتونونه د یوې میاشتې دپاره تړلي دي.

بل اړخ ته طالبانو، چې زرګونه کسان یې د حکومت په زندانونو کې پراته دي، د خپلو زنداني طالبانو د صحت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان حکومت د طالبانو دې اندېښنې ته ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې حکومت په ټولو زندانونو کې صحي چارو ته پام کړی او په دې برخه کې د سره صلیب نړېواله کميټه هم ورسره همکاري لري.

17:21 16.3.2020

پاکستان کې د کرونا وايرس نورې ۱۱ پېښې ثبت شوې، ټولې د ۱۰۰ نه واوړېدې

د پاکستان د سند صوبې وزيراعلی مرادعلی شاه وويل د کراچۍ په اغا خان روغتون کې د ۲۳ کسانو د کرونا وايرس ټېسټونه وشو په هغو کې د ۱۱ کسانو ټېسټونه مثبت راغله.

هغه وويل دا ټول کسان د تافتان د لارې د ایران نه راغلي او په سکهر کې په قرنطين مرکز کې ساتل شوي دي.

له دې وړاندې نن سهار د سند صوبې د صحت محکمې ويلي ؤ چې په صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۷۶ ته رسېدلي چې پکې دوه کسان د کرونا وايرس څخه ښه شوي او کورونو ته لېږل شوي دي.

د تازه شمېرو سره په سند صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۸۷ ته ورسېدې او په پاکستان کې دا ټوله شمېره ۱۰۵ ته ورسېده د سند صوبې نه علاوه تراوسه پورې د کرونا وايرس په نورو پېښو کې ۱۰ په بلوچستان، پينځه په ګلګت بلتستان، دوه په اسلام اباد او يوه په پنجاب کې مخې ته راغلې ده.

د امریکې جان هوپکېنز پوهنتون چې په نړۍ کې د کرونا وايرس شمېرې راټولوي، وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو ته رسېدلي، ۶۵۱۳ کسان يې مړه کړي، يو لاک ۶۹ زره او ۳۸۷ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او ۷۷ زره ۲۵۷ ترې روغ شوي هم دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG