د امریکا د سپریم کورټ د ججانو کار هم د کرونا وایرس له وېرې وځنډېد
د امریکا سپریم کورټ (سترې محکمې) به د کرونا وایرس د خطر له وجهې د یوې میاشتې دپاره عدالتي اورېدنې او جلسې نه کوي. دا پس له قریب سلو کلونو لومړی ځل دی چې د امریکا سپریم کورټ د مقدمو اورېدنه او عدالتي بحثونه دروي.
د امریکا سپریم کورټ نن د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۱۹۱۸ کې هم د سپانېش فلو د عالمي وبا له امله دا سپریم کورټ تړل شوی و، او اوس هم هماغسې یو حالت رامخ ته شوی چې په کار ده پر مقدمو باندې د سپریم کورټ اورېدنې وځنډول شي.
د نورو مقدمو ترڅنګ، تمه کېده چې سپریم کورټ به د ټرمپ د مالیاتي اسنادو په حواله هم پر درېیو مهمو مقدمو بحث وکړي، خو اوس دا کار وځنډېد.
د امریکا سپریم کورټ ټولټال نهه جسټس یا قاضیان لري چې اکثره یې په عمر زاړه دي، او د کرونا وایرس بیماري هم زاړه کسانو ته تر ځوانانو خطرناکه ګڼل کیږي.
د امریکایي فلمونو مشهوره اداکار او د باډي بلډېنګ سپورټ پخوانی اتل آرنولد شوارتزنېګر پر خپل انسټاګرام یوه وېډیو خپره کړې او خلک یې تشویق کړي چې غیرضروري ځایونو ته دې تګ بند کړي، او غوره به دا وي چې د هغه په شان، کور کې ځان ایسار کړي.
آرنولډ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې اوسیږي او د هغه ایالت ګورنر امر کړی چې د ۶۵ کالو پورته عمر کسان دې له کورونو نه راوځي.
آرنولډ شوارتزنېګر چې اوس په عمر پوخ دی، د پاخه عمر خلکو باندې ټینګار کوي چې په خپلو کورونو کې دې پاته شي.
په عمر پاخه کسانو ته د کرونا وایرس خطر زیات ګڼل شوی دی.
طالبان: د کرونا وایرس پرضد همکارۍ ته آماده یو
د افغانستان طالبان وایي دوی آماده دي چې د کرونا مرض د مخنیوي په چارو کې له ټولو نړېوالو صحي موسسو او د صحت نړېوال تنظیم سره همکاري او هماهنګي وکړي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر، د دې پیغام ترڅنګ یو ځل بیا پر نړېوالو بشري او روغتیایي ادارو باندې غږ کړی چې د دوی د زرګونو بندیانو د حفاظت په برخه کې دې خاصه پاملرنه وکړي.
د ملي امنیت یا د قامي سلامتیا د شورا ویاند جاوید فیصل نن د ګل یا دوشنبې په ورځ وي او اې ته وویل چې دولت له « آی سي آر سي» او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي، خو اساسي مشکل هغه وخت هوارېدای شي چې طالبان د سولې پروسې ته مراجعه وکړي او د سولې پروسې له طریقه دا زندانیان خوشي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالبانو د۵۰۰۰ زندانیانو د خوشي کولو بهیر ځنډېدلی دی.
پاکستان کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۸۰ ته رسیدلې خو ځیني پاکستاني مطبوعات دغه شمیره ۱۸۴ ښايي. په ناروغانو کې زیات تره هغه خلک دي چې د ایران نه راستانه شوي. پاکستان کې د کرونا وبا خوریدو په سر د صحت قامي اډاڼې یا نظام په اړه اندېښنې هم سېوا شوي.
که څه هم تر اوسه په پاکستان کې د کرونا وایرس د لاسه د چا د مرګ او یا د یو تن نه بل ته د لږیدو پېښه نه ده رپورت شوې، او د صحت چارواکي ادعا کوي پاکستان کې رپورټ شوي ټول ناروغان د نورو هیوادونو لکه چین، ایران، شام، امریکا، برتانیې او سعوديعربستان نه ورغلي.
پاکستان کې زیات تره پېښې بیا د دغه هیواد په سند ایالت کې رپورټ شوي چرته چې ۱۴۶ کسان قرنطین یا ګوښه کړی شوي. په سند ایالت کې دوه تنه د قرنطین کیدو وروسته خپلو کورونو ته لیږل شوي او په سلګونو نور کسان د ایالت په بیلا بیلو سیمو کې په قرنطین مرکزونو کې ساتل شوي.