پاکستان کې زیات تره پېښې بیا د دغه هیواد په سند ایالت کې رپورټ شوي چرته چې ۱۴۶ کسان قرنطین یا ګوښه کړی شوي. په سند ایالت کې دوه تنه د قرنطین کیدو وروسته خپلو کورونو ته لیږل شوي او په سلګونو نور کسان د ایالت په بیلا بیلو سیمو کې په قرنطین مرکزونو کې ساتل شوي.
د پاکستان سند صوبې حکومتي ویاند مرتضا وهاب ویلي په ایالت کې د کرونا ناروغانو لویه شمیره د هغه شیعه زیارت کونکو ده چې د تفتان په لار د ایران نه بلوچستان صوبې ته راستانه شوي.
یو شمیر سیمه ایزو چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې د ایران نه په غیر قانوني لارو ګڼ شمیر کسان دغه ایالت ته راننوتي چې ځان د قرنطین کیدو نه وساتي. د دغه چارواکو د کرونا وایرس د خوریدو اندېښنې هم څرګند کړي.
په افغانستان کې د روغتیا چارواکو ویلي د هرات یو روغتون یا هسپتال نه ۳۸ ناروغان تښتیدلي چې ښایي دغه ټول په کرونا وایرس اخته وو د ولایت د روغتون د قرنطین مرکز نه تښتیدلي.
وي او ای اشنا څانګې د هرات ولایت د صحت څانګې مشر یا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمناله خلې ویلي، دغه کسانو د ګل / دوشنبې په ورځ شاوخوا څلور بجې په ډله ییزه توګه د هسپتال په کارکونکو برید کړی او د هرات روغتون یا هسپتال د قرنطین مرکز نه تښتیدلي.
ښاغلي تمنا زیاته کړې چې پدغو کسانو کې ۳۶ تنه سړي او دوه ښځې وې. دوي د قرنطین د مرکز شیشو ماتولو وروسته بهر راوتلي او ټول د هسپتال نه وتلي/ تښتیدلي دي. د هرات د صحت څانګې یا عامه روغتیا مشر ویلي یو ناروغه تن چې د دایکندي اوسیدونکی او د کرونا وایرس مثبت یا ناروغه دی هغه هم په تښتیدلو کسانو کې شامل دی.
خو د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د صحت د چارواکي دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې یو شمیر مریضان د روغتون د ډاکترانو په مشوره له هسپتالهرخصت شوي دي. اوس د هرات په روغتون کې په کرونا ۱۷ تنه اخته کسان په قرنطین کې دي.
د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا په هیواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.
کرونا وایرس نړۍ د کهربونو ډالره اقتصادي نقصاه سره مخ کړې
نړۍ کې د کرونا وایرس زیاتېدونکو پېښو له کبله د نړۍ کاروبارونه د کهربونو ډالره نقصانونو سره مخ شوي. د ایشیا او آسټریلیا نه تر د سویلي امریکې پورې ملکونه د ځاني نقصانونو ترڅنګ د لويي اقتصادي نقصانونو سره مخ دي.
د کال ۱۹۸۷ راهسې په اول ځل د امریکې د سټاک یا ونډو بازارونه په یو ورځ کې ترټولو ښکته پریوتي او په سټاک مارکیټ کې کاروباریانو ته لوي نقصان شوی.
د امریکې د ۳۰ لویو صنعتي کمپنو انډیکس ډاو جونز انډسټرییل ایوریج یواځې د ګل په ورځ خواشاه ۳۰۰۰ پواینټونه غورځېدو سره ۲۰،۱۸۸ ته راکوز شوی کوم چې د دغه انډیکس ۱۳ فیصده جوړیږي. د امریکې د ۵۰۰ لویو کمپنو مجموعه S&P 500 د ګل په ورځ ۱۲ فیصده غورځېدو سره ۲۳۸۶.۱۳ ته راکوز شوی.
د ګل په ورځ سټاک مارکیټ غورځېدو سره ډاو جونز انډیکس په مجمعوعي توګه باندې ۳۱.۷ فیصده او S&P 500 ۲۹ فیصده پریوتی.
د ایشیا کاروبارونه او د سټاک مارکیټونه:
د ایشیا د کاروبار مارکیټونه هم د سخت نقصان سره مخ شوي. د ګل په ورځ د چین اقتصادي شمېرې ښکاره کړې چې کرونا وایرس د نړۍ دویم غټ اقتصاد ته څومره نقصان رسولی.
د چین سرکاري شمېره ښايي چې په دغه هېواد کې د کرونا وایرس له وجې اقتصادي سرګرمۍ د ریکارډ حد پورې کمې شوي. د چین صنعتي پیداوار ۱۳.۵ فیصده او د عامو خلکو د سودا په خرڅ کې ۲۰.۵ فیصده کمی راغلی.
د چین ترڅنګ د سویلي کوریا، جاپان، تهايي لینډ او فلپین په شمول د ایشیا او اسټریلیا د سټاک مارکیټونه د کرونا وایرس د اثر نه بچ پاتې نه دي او په ټولو هیوادونو کې سټاک مارکیټونو د ریکارډ کچې پورې پریوتي.