په کاروبارونو او اقتصادي وده باندې اثرات:
د نړۍ د حکومتونو لپاره د فکرمندۍ یو لویه خبره د کرونا وایرس مخه نیول دي چې د خلکو د عام استعمال سامانونو اخستو وس طاقت به ډېر زیات اغیزمند کړي کوم چې د یو ملک د اقتصادي ودې بنیاد وي. که خلک سامانونه اخستل بند کړي نو یو ملک د لوي اقتصادي بحران سره مخ کیږي.
په ټوله نړۍ کې د مسافري جهازونو کاروبار د هرڅه نه زیات نقصان سره مخ شوی ځکه چې امریکې، یورپي ملکونو، په ایشیا کې یو شمېر ملکونو او اسټریلیا د کرونا وایرس سره مخ ملکونو نه د خلکو په راتګ بندیز لګولی.
په امریکا کې تعلیمې ادارې،د کتابونو دکانونه،د ایپل او سامسنګ په شمول د موبایل کمپنو دوکانونه، د ورزش ځایونه او یو شمېر نور واړه او غټ کاروبارونه بند کړی شوي او ځنې کمپنۍ د وایرس خورېدو مخنیوي لپاره اوس خپل کاروبارونه په عارضي توګه باندې بندوي.
د کرونا وایرس نه اغیزمند شوي امریکايي اقتصاد ته مرستې لپاره حکومتي ګامونه:
د امریکې مرکزي بینک د اتوار په ورځ ناوخته په بېړني توګه باندې د بینکونو لپاره د قرض اخستو په سر د سود شرح خواشاه صفر ته راښکته کړې او د کاروبار په مارکیټ کې یې ۷۰۰ ارب ډالره ورکړي چې مقصد یې ملکي اقتصاد ته په سخت مالي وخت کې مرسته ورکول دي خو ددغه ګامونو باوجود سرمایه کارانو کې یره کمه شوې نه ده.
د سود شرح کمولو سره لوې کمپنۍ او سرمایه کار کولی شي چې د سود په کمه شرح باندې د اربونو او ملینونو ډالره قرضې ترلاسه کړي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د کرونا وایرس خورېد مخنیوي لپاره د ګل په ورځ نوي هدایات خپاره کړي چې پکې د سکولونو بندول، د ۱۰ نه زیاتو کسانو په یو ځاې کې راجمع کېدو نه ډډه کول، د سیلګرۍ لپاره سفرونه نه کول او ریسټورنټونو او د سیلګرۍ ځایونو ته د تګ نه ډډه کول شامل دي.
د تېلو کمیدونکې بېعې:
د روس او سعودي عرب ترمنځ مارکیټ ته د تیلو ورکولو په سر مخالفت له وجې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیعې هم ډېرې پریوتي ځکه چې سعودي عرب د تېلو نړیوال مارکیټ ته د خپل حد نه زیات تېل ورکړي چې له وجې یې څلور کالونو کې په اول ځل د یو بېرل تیلو بیعه د ۳۰ ډالره نه ښکته پریوتې. ځنې څېړنکاران وايي د یو بېرل تېلو بېعه د ۲۰ ډالر نه هم ښکته پریوتی شي.
د پاکستان سټاک مارکیټ او د وزیراعظم عمران خان په کمزوري ملکي اقتصاد فکرمندي
د پاکستان کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس د ګل په ورځ ۲۴۱۶ پواینټونه یا ۶.۷ فیصده غورځېدو سره ۳۳،۶۴۴ ته راغورځېدلی. د کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس روان کال کې په مجموعي توګه باندې ۲۲فیصده غورځېدلی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ ناوخته په ټویټر باندې ویلي که چرې پاکستان کې ډېر خلک په کرونا وایرس اخته شو نو یره لري چې د خراب ملکي اقتصاد لپاره د هغه د حکومت کوششونه به بېرته په شا لاړ شي چې ودرول به یې ګران وي.
نوموړي ویلي د پاکستان برامدات به راښکته شي، بې روزګاري به نوره هم زیاته شي او په ملک ورپورې قرض به د دوي لپاره یو ناممکن بوج جوړ شي. په پاکستان کې تر اوسه پورې لږترلږه ۱۸۴ کسان د کرونا وایرس نه متاثره شوي.