لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عطا تارړ: حکومت په تحریک انصاف د بنديز او په عمران خان د غدارۍ مقدمه د چلولو فېصله کړې


د اطلاعاتو د وزیر عطا تارړ خبري غونډې ته په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر شبلي فراز وويل، "د تحریک انصاف ګوند د مخې نيولو نورې طریقې په کار رانغلې اوس په تحریک انصاف بنديز لګوي دا کوشش دې هم وکړل شي".
د اطلاعاتو د وزیر عطا تارړ خبري غونډې ته په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر شبلي فراز وويل، "د تحریک انصاف ګوند د مخې نيولو نورې طریقې په کار رانغلې اوس په تحریک انصاف بنديز لګوي دا کوشش دې هم وکړل شي".

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ویلي حکومت په تحريک انصاف ګوند د بنديز لګولو فيصله کړې او حکومت به د مخصوصو څوکيو د فيصلې په اړه د نظرثانۍ خواست کوي، د پخواني صدر عارف علوي، د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني ډپټي سپيکر قاسم سوري پرضد به د آيين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمه کوي.

تحریک انصاف وايي حکومت سره د ګوند د مخې نورې لارې نه شوې پاتې او اوس په تحریک انصاف بنديز لګوي. تحریک انصاف خبرداری وکړو چې په ګوند د بندیز فېصله به په ملک کې نور اړی ګړی او سياسي بې ثباتي به جوړه کړي.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ نن په 15مه جولايۍ اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، "د دې ملک سره ډېرې لوبې وشوې، پاکستان او تحریک انصاف يو ځای نه شي چلېدی."

هغه وويل، "تازه چې د سپريم کورټ فيصله راغلې ده، په هغې کې تاثر دا دی چې تحریک انصاف ته د غوښتو بغېر ريليف يا ښېګړه ورسره شوې ده، په دې فيصله کې قانوني سقم ته په کتو، حکومتي ګوند او اتحاديانو یې د دغه فيصلې پرضد د نظر ثانۍ يا دغه فيصلې ته د بيا کتنې د خواست فيصله کړې ده".

په 12مه جولايۍ د پاکستان سپريم کورټ د قامي او صوبايي اسمبليانو د مخصوصو څوکيو په اړه د پېښور هايکورټ او الېکشن کمېشن فېصلې کالعدم کړې او فېصله یې اورولې وه چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مخصوصه څوکيو حقداره ګوند دی.

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ 13 کسيزه فل کورټ بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست فېصله اورولې او ويلي یې وو، د انتخابي نخښې په ختمولو سره په انتخاباتو کې د کوم سياسي ګوند د برخې اخستو حق نه شي ختمېدی، پي ټي آی دې په 15 ورځو کې د مخصوصو څوکيو په اړه خپل فهرست جمع کړي. په 13 ججانو کې اتوو د فېصلې حمايت او پينځو یې اختلاف کړی وو.

عطا تارړ وويل، "حکومت اراده لري چې کوم سياسي ګوند (پاکستان تحریک انصاف) بهرني فنډونه اخستي او الېکشن کمېشن په هغې فيصله کړې چې د ممنوعه سرچينو څخه یې ممنوعه فنډونه اخستي دي".

هغه زياته کړه، "د ممنوعه فنډونو فيصله راغلې او بيا شپږ کاله دغه فيصله سټی کړل شوې يا ودرول شوې وه، او په نهمه مې چې کوم معاملات شوي او په ملکي دفاع حمله شوې، د ايين سرغړونه شوې او دفاعي ادارو ته تاوان اړول شوی".

د اطلاعاتو وزیر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نوم اخستلو بغېر وويل، "بهرنی فنډنګ درسره دی، يهودي لابي مو ملاتړ کوي، ترهګرو ته پناه ورکوئ، او پوځ حمله کوئ".

د نوموړي په خبره، "بيا د سايفر لوبه جوړه کړل شوه، هغه تکړه قضيه ده، بیا په فنډنګ کولو د پاکستان خلاف قرارداد وړاندې کړل شو".

هغه وويل، "حکومت فيصله کړې ده دې ټولو ثبوتونو ته په کتو، مرکزي حکومت به په پي ټي آی د بنديز قضيه وړاندې کوي، په تحریک انصاف پابندي لګوو، د پاکستان د آيين 17 ماده مرکزي حکومت ته په سياسي ګوند د بنديز په حواله اختیار ورکوي او دغه معامله به سپريم کورټ ته لېږلی شي".

د اطلاعاتو وزير په خبري غونډه کې وويل، "د آيين سرغړونه شوې او اسمبلي ماته کړل شوې وه د عدم اعتماد په وخت، قاسم سوري د مرستيال سپيکر په څوکۍ ناست وو او اسمبلي یې ماته کړې وه".

عطا تارړ وويل، "حکومت فيصله کړې، چې د هغه وخت د صدر عارف علوي، د هغه وخت د وزيراعظم عمران نیازي او د هغه وخت د مرستيال سپيکر قاسم سوري پرضد رېفرنس ولېږل شي، او دا ارټيکل شپږ رېفرنس به د کابينې د منظورۍ وروسته سپريم کورټ ته لېږلی شي".

د اطلاعاتو د وزیر عطا تارړ خبري غونډې ته په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر شبلي فراز وويل، "د تحریک انصاف ګوند د مخې نيولو نورې طریقې په کار رانغلې اوس په تحریک انصاف بنديز لګوي دا کوشش دې هم وکړل شي".

تحریک انصاف ګوند په اېکس خپره کړې ويډيو کې شبلي فراز زياته کړې، "پاکستان مسلم ليګ او پاکستان پيپلز ګوند چې ځان ته جمهوري حکومتونه وايي، دوی دومره غټې فيصلې نه شي کولی، پکار وه چې د ملک غټو مسلو ته توجه ورکړل شوی وې خو د دوی توجه تحريک انصاف او عمران خان ته ده".

هغه وویل، "دا وروستی ګوزار دی په تحریک انصاف بندیز ولګوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG