د پاکستان مرکزي حکومت د تېرو پینځو کالو نه د لادرکه کسانو کورنیو ته د هر لادرکه تن په سر د 50، 50 لکو روپو ورکولو اعلان کړی دی .
د جبري بې درکیو په ضد په احتجاج بوخت د بلوڅو د یووالي د کمېټې مشره ماه رنګ بلوڅ وایي د هغوي د وژل شوؤ کسانو وینې دومره ارزانې نه دي چې په پيسو به یې خرڅې کړي.
د قانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ د جمعې په ورځ د مرکزي کابېنې له غونډې وروسته د بې درکه کسانو کورنیو ته د پیسو ورکولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې بلوچستان کې د تېرو اوو ورځو راهسې د جبري بې درکیو اؤ د صوبې د حقونو لپاره د بلوڅو د یووالي د کمیټې په غږ سخت احتجاجونه روان دي چې مرګ ژوبله پکې هم اوښتې ده.
د قانون مرکزي وزیر رسنیو ته ویلي چې د کابینې غونډې ته د لادرکه کسانو په بابله رپورټ وړاندې کړل شوی اؤ دا رپورټ د خفیه اؤ ریاستي ادارو سره له مشورې وروسته جوړ کړی شوی دی.
ښاغلي اعظم نذیر تارړ وویل کابینې د لادرکه کسانو په اړه د کمیټې د رپورټ توثیق کړی اؤ د هغې د سپارښتنو منظوري یې ورکړې ده.
د نوموړي وینا وه چې وفاقي کابینې د پینځو کالو راهسې د بې درکه کسانو کورنیو ته د پینځوس، پینځوس لکه روپیو ورکولو منظوري ورکړې اؤ زیاته یې کړه چې ریاست د مور په څېر وي د همدغه سوچ په اساس د بې درکه کسانو کورنیو ته امداد ورکول کیږي.
د بې درکه بلوڅانو اؤ پښتنو لپاره دغږ پورته کوونکو تحریکونو اؤ سازمانونو مشران زیاتره مهال د جبري بې درکیو تور د هیواد په طاقتور پوځ لګوي اؤ غوښتنې کوي چې له کلونو، کلونو راهسې په جبر لا درکه کړل شوي کسان باید عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
خو پوځ بیا په جبري بې درکیو کې د لاس لرنې تورونه په کراتو کراتو رد کړي دي.
د قانون وزیر وویل د بې درکه کسانو په موندنه حکومتي کمیشن له تېرو 12، 13 کلونو راهسې کار کوي خو د هغه وینا وه چې د لادرکه کسانو سره ځينې انساني مسایل هم تړلي دي.
ښاغلي تارړ وویل د ترهګرۍ له امله پاکستان د یو لړ چیلنجونو سره مخ دی اؤ د افغان جګړې اغېزې په پاکستان هم شوي دي اؤ له افغان جګړې وروسته پاکستان ترهګرۍ پخپله غېږه کې اخستی دی.
د قانون د وزیر له لخوا د بې درکه کسانو کورنیو ته د پيسو ورکولو له اعلان وروسته د بلوڅو د یووالي د کمیټې مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ پخپله ایکس پاڼه لیکلي کوم خلک چې وایي، د بلوڅو په قامي اجتماع کې د وژل شوؤ بلوڅانو د وینو معاوضه دې واخستل شي، مونږ ورته په غوڅو ټکو کې وایو چې زمونږ د وژل شوؤ کسانو وینې دومره ارزانې نه دي.
هغې ویلي نه خو به مونږ معاوضه واخلو اؤ نه به د بلوڅانو د "قامي شهیدانو" د وینو سپکاوی وکړو.
ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ زیاته کړې ده "زمونږ د قامي شهیدانو د وینو بدله پینځه - لکه لس لکه روپۍ نه بلکې پرله پسې مبارزه، مزاحمتي جدو جهد ، قامي یووالي اؤ قامي منزل دی".
په پاکستان کې د جبري بې درکیو لړۍ له مودو راهسې دوامداره ده اؤ تېره میاشت
د لادرکه کسانو د موندنې حکومتي کمیشن ویلي وؤ د روان کال ۲۰۲۴م په وړومبیو شپږو میاشتو کې د لادرکیو نورې 197 پېښې هم مخې ته راغلې دي.
د لادرکه کسانو کمیشن وایي په تېرو 13 کالو کې ورسره د 10 زره اؤ 285 کسانو د بې درکۍ قضیې درج شوي اؤ په دې قضیو کې تر اوسه 6464 لادرکه کسان معلوم کړل شوي اؤ 2270 ورته لا پاتې دي.
د کمیشن له مخې په تېرو دیارلسو کلونو کې 4514 لادرکه کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي اؤ د کال 2011م نه تر کال 2022م پورې د 277 درکه کسانو مړي موندل شوي دي.
خو د بې درکه کسانو لپاره غږ پورته کوونکو تنظیمونه بیا د لادرکه بلوڅانو اؤ پښتنو شمیرې د سرکاري کمیشن له خوا د ښودل کیدونکو شمیرو نه ډيرې لوړې بولي اؤ نیوکي کوي چې سرکاري کمیشن پخپل کار کې پاتې راغلی دی.
Forum