لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ټولنیزو رسنیو د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د کوټلو ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده


د پاکستان حکومت په ټولنیزو رسنیو د ترهګرو تنظیمونو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د هر اړخیزه ګامونو پورته کولو پرېکړه ده.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د دوشنبې یا ګل په ورځ د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي محسن نقوي په مشرۍ ترسره شوې د نیشنل ایکشن پلان د رابطه کمیټۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د پاکستان د مخابراتو د ملي ادارې(پي ټي اې) په مرسته به په ټولنیزو رسنیو د ترهګرو ډلو حسابونه بلاک کولی یا تړلی شي.

غونډې ته د ترهګرو په ضد د شوؤ عملیاتو په اړه هم احوال ورکړل شوی اؤ ویل شوي چې سږکال د اکتوبر تر میاشتې د ترهګرو په ضد د پټو مالوماتو په اساس 7 زره اؤ 984 عملیات ترسره شوي چې پکې 206 ترهګر وژل شوي دي.

غونډه کې پرېکړه شوې چې په ټولنیزو رسنیو د ترهګرو د اکاونټونو بلاک کولو تر څنګ به د غیر قانوني موبایل سیمونو د مخنیوي لپاره صوبې د یوې هر اړخیزه تګلارې په اساس ګامونه اخلي.

په دغه موقعه د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي ویلي چې بلوچستان اؤ خېبر پښتونخواصوبو کې د ترهګرۍ رامنځته شوې پېښې د بې کچه افسوس اؤ غندنې وړ دي اؤ حکومت به دغو دواړو صوبو کې د ترهګرۍ د مخنیوي د ځواکونو په مسلکي توانونو لوړولو کې کوټلې همکاري کوي.

هغه ویلي چې د ترهګرۍ د مقابلې لپاره پولیس اؤ د ایف سي ځواکونه مضبوطولی شي اؤ د امنیت د صورتحال ښه کولو لپاره به موږ ټولو ته په ګډه کار کول اؤ صوبو ته به پولیس په عصري ټیکنالوجۍ سمبالول وي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي ملي اداره نیکټا به د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د سر کردار ادا کوي چې دې لپاره نیکټا کې اصلاحات پیل کړل شوي اؤ ددې ادارې اصل روح ځاي ته راوستل کیږي.

په دې غونډه کې پاکستان میشت د چین د وګړو د امنیت چارې هم ارزول شوي اؤ د کورنیو چارو وزیر د چیني وګړو د خوندیتوب لپاره د هر اړخیره امنیت په پلان د عمل کولو وینا کړې ده.

همدا شان غونډه کې په پلازمینه اسلام اباد کې د ترهګرۍ د مخنیوي د ادارې په جوړښت د شوي پرمختګ جاج هم اخستل شوی دی.

د تېرې څه مودې راهسې په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو د ترهګرو تنظیمونو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات روان دي اؤ څېړونکي وایي حکومت هڅه کوي چې د بندیزونو سره د مخ سازمانونو یا تنظیمونو آنلاین فعالیتونه بند کړي.

د پاکستان د ټیلي‌کموینیکشن اداره ،د کورنیو چارو وزارت او د ملي ترهګرۍ ضد اداره (نیکټا) سره په ګډه کار کوي، څو د ترهګریزو سازمانونو ټولنیزې ویب پاڼې، د سوشل ميډیا اکاونټونه او غیر قانوني سیم‌ کارډونه بلاک کړي.

د دې ترڅنګ، د پلټنو د مرکزي ادارې ایف آي اې د سایبر جرمونو څانګه په ځانګړې توګه د بلوچستان په سیمه کې د ټولنیزو رسنیو مشکوک فعالیتونه څاري اؤ دي نیوز ورځپاڼه لیکي چې په دې وروستیو کې د ۹۰۰ نه زیات داسې د سوشل میډیا اکاونټونه موندل شوي چې د ریاست ضد مواد خپروي چې له هغې څخه ۳۱۲ حسابونه بند شوي او د نورو په تړلو کار روان دی.

په سوشل میډیا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره، حکومت د څارنو ځانګړي ټیمونه جوړ کړي چې د فیسبوک، ټیک‌ټاک، انسټاګرام، او ټېلېګرام په څېر د فورمونو فعالیتونه څاري

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG