لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د تبادلې په دویمه ډله کې د خوشي کوونکو څلورو یرغمل اسرایلي ښځینه پوځیانو نوملړ خپور کړ


حماس وسلوالې ډلې د جمعې په ورځ د څلورو نورو اسرایلي یرغمل شویو ښځو نومونه اعلان کړل چې ټاکل شوې ده د غزې د ډزبندۍ د تړون په نتیجه کې به د تبادلې په دویم پړاو کې د شنبې- خالي په ورځ د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړل شي.

حماس وایي څلور ښځې 20 کلنه کارینه اریف، 20 کلنه دانییل جلبوع، 20 کلنه نعما لیفي او 19 کلنه لیري الباج دي. دا څلورواړه ښځې اسرایلي پوځیانې دي چې د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د حماس د برید په وخت له اسرایل په جنوب کې له نهال اوز اډې تښتول شوې وې.

د یرغمل شویو اسرایلي کسانو د کورنیو په استازیتوب یوې مدافع ډلې د دغو څلورو نیول شویو اسرایلي ښځو نومونه او شناخت تایید کړی دی چې د شنبې- خالي په ورځ به خوشې شي.

د تړون له مخې به اسرایل هم د خپلو دغو څلورو اسرایلي پوځي ښځو په بدل کې 200 فلسطیني بندیان یا نیول شوي کسان خوشي کړي، چې پکې د مرګونو بریدونو په تور د مرګ له سزا سره مخ 120 وسلوال هم شامل دي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر هم د جمعې په ورځ تایید کړه چې دوی د منځګړو له لارې د خوشي کېدونکو څلورو یرغمل ښځو نومونه تر لاسه کړي او دوی به وروسته خپل جواب ووایي.

تمه کیږي چې د دویم پړاو دا تبادله به په ځایي وخت د شنبې- خالي په ماسپښین پیل شي. د جنوري په 19مه د ډزبندۍ د عملي کېدو په لومړۍ ورځ حماس د 90 فلسطیني بندیانو په بدل کې درې اسرایلۍ ښځې خوشې کړې وې.

ټاکل شوې چې د ډزبندۍ د تړون په لومړي پړاو کې به حماس په اسرایل کې د بندي فلسطینيیانو د خوشي کولو په بدل کې 33 یرغمل شوي اسرایلیان خوشي کړي او ورسره غزې ته بشري مرستې زیاتې شي او د غزې له ځینو برخو به اسرایلي پوځیان ووځي.

خو د وزیراعظم نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ وویل، ځواکونه به یې د لبنان په جنوب کې د یکشنبې- اتوار له هغې ټاکلې مودې وروسته هم پاتې شي چې له حزب الله سره د ډزبندۍ په تړون کې ټاکل شوې هو ځکه چې وایي د تړون شرطونه په بشپړه توګه نه دي عملي شوي.

د اسرایل او حماس جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې له ناڅاپي برید سره پیل شوه چې پکې وسلوالو 1,200 کسان ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په غزه کې د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 47,000 ډېر کسان وژل شوي دي، چې وایي نیمایي پکې ښځې او ماشومان دي خو د ملکي وګړو او جنګیالیو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

په غزه کې د حماس د وسلوالو خلاف د اسرایل د څه باندې پینځلس میاشتو عملياتو له کبله د سیمې د څه باندې دوه میلینه ابادۍ ډېره برخه خلک هم بې ځایه شوي او د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

د شنبې- خالي د ورځې د یرغمل او بندیانو تر تبادلې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې د تشدد زیاتوالی په غزه کې ډزبندۍ ته خطر پېښولای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند ثمین الخیطان وویل، د سه شنبې- نهې له ورځې راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د اسرایل په عملیاتو کې لږ تر لږه 12 فلسطینیان وژل شوي او 40 نور ټپیان شوي. الخیطان وایي:

"په دوی کې اکثر بې وسلې وو، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، څه چې نن په لوېدیځه غاړه کې روان دي کېدای شي په غزه کې ډزبندي اغېزمنه کړي، دا ضروري ده چې په غزه کې ډزبندي پر ځای وي".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې د لویو عملیاتو په درېیمه ورځ اسرایلي پوځ د یو شمېر خلکو کورونه تباه کړل چې ورسره سم له دې ښاره سلګونه اوسېدونکي له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شول.

اسرایلي چارواکو وویل په جنین کې د عملیاتو مقصد یې ښار ته نیزدې د کډوالو په کېمپ کې د ایران د ملاتړ لرونکې وسلوالې ډلې موجودیت وو، چې وایي له کلونو راهیسې د وسلوالو فلسطیني ډلو مرکز دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند ثمین الخیطان وایي، دې خبرې هم اندېښمن کړي چې ځینې اسرایلي چارواکي د خلکو د مېشت ځایونو د پراخولو د پلانونو په اړه بیا بیا تبصرې کوي او "د نړیوال قانون تازه سرغړونې" کوي:

"موږ یو ځل بیا یادونه کوو چې اسرایل د خپلې ملکي ابادۍ خلک تر خپلې قبضې لاندې سیمو ته منتقلوي دا هم له جنګي جرم سره برابر دی."

اسرایل د اردن سیند لوېدیځه غاړه نیولې ده، چې فلسطینیان یې د 1967م کال د منځني ختیځ له جګړې راهیسې د یو خپلواک ریاست د مرکز په توګه غواړي.

یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG