لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ستر محسن او په ګرځنده اکېډمۍ مشهور ليکوال همیش خلیل په حق ورسید


Hamesh Khalil
Hamesh Khalil

د پښتو ستر محسن او د ادب پیژندلی نوم محترم همیش خلیل د 94 کالو په عمر کې په پېښور کې په حق رسېدلی او نن د شپې یوولس بجې به د پېښور د بر تاکال په غریب اباد سيمه کې د جنازې وروسته خاورو ته سپارل کیږي.

هميش خليل په کال 1930 کښې د اپريل په يوولسمه نيټه د پېښور په برتاکال سيمه کښې د انځر ګل په کور کښې سترګې پرانستې وې. په خټه د پښتنو د مشهورې قبيلې مومندو مرزاخيل وو. د پېښور اسلامیه کالجيټ سکول نه یې لسم او د اسلامیه کالج نه یې دولسم کړی وو. او نورې زده کړې یې په شخصي / پراېوېټ توګه ترسره کړې وې.

د هميش خليل ادبي خدماتو ته په کتلو سره گڼ خلک هغۀ ته د يوې گرځنده اکيډمۍ نوم هم ورکوي.
د هميش خليل چاپى مواد د هغه مضامينو مقدمو او اخبارى کالمونو شمير د سلګونو نه هم اوړى کوم چې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کښې چاپ شويدى خو په باقاعده توګه د چاپ شوو کتابونو لنډ تفصیل یې څه په دې ډول دی.

تحقيق وترتيب ديوان بيدل 1957 ، ديوان معزالله خان مومند 1958، ديوان اشرف خان هجرى 1958 ، ديوان سعيد 1958، ديوان حسين 1958 ، ديوان مرزا خان انصارى 1959 ، ديوان قنبر على خان 1960 ، ديوان کاظم خان شيدا 1965 ، ديوان عبدالقادر خان خټک1967 ، ديوان رحمت دا وى 1980 ، قصه شاه وګدا1957 ، ديوان فدا 1957 ، دغرۀ ګلونه 1957 ، کاکاجى صنوبر حسين ، 1991 خمخانه يثرب1986، دفکرونو ډيوې 1993 ، بازنامه (افضل خان خټکِ)1994 ، ديوان اشرف خان هجرى (فارسى) 1994 ، خوشحاليات اخلاقنامه1981 ، فراق نامه1983 ، طب نامه 1984 ، بازنامه 1985 ، سوات نامه1986 ، نام حق1994 ، تاليفات داباسين چپې 1957 ،‌ پښتانۀ ليکوال1958 ، ورکه خزانه (اول ټوک)1960، ورکه خزانه (دويم ټوک)1960،‌ نصرالله خان نصر1966 ، محمد ګل خان مومند1995 ،‌ تصنيفات نغمه زار1948 ، زما سندرې1973 ،‌خاپونه او خيالونه1993 ، چارګل1973 ، پنجابىژبه او ادب1982 ، قامىترانې1965 ، بازګشت تنقيد او تحقيق ، تول پارسنګ 1993 ،‌ حقيقت دا دی 1998 ،‌ ماشومانو دپاره دوه شپانۀ 1959 ،‌ ګوارچى1959 ، دنيکۍ بدله1959 ، خدائې روزى رسان دی1959 ، مومن خان شيرنۍ1959 ، ادم خان درخانۍ 1959 ، لوبې1982 ، حضرت عثمان ذوالنورين(رض)1995 ، دقلم خاوندان 9199.

د دې ترڅنگ د هميش خليل په ادبي خدماتو هم گڼ شمير کتابونه ليکل شوي.


په سوشل ميډيا بيلابيلو پښتنو ليکوالان او مدني فعالانو د هميش خليل مړينه يو ستر زيان بللی او د پښتو او پښتنو د پاره يې د هغه خدمات په زرينو ټکو کې ستايلي دي.

وي او ای ډیوه د همیش خلیل په ژوند او ادبي خدماتو څو کاله وړاندې یوه ځانګړې خپرونه کړې وه چې د نورو میلمنو تر څنګ پکې خداې بخښلي همیش خلیل پخپله هم مېلمه وه. دغه خپرونه په لاندیني لنک اوریدلی شئ.

د همیش خلیل د ژوند قيصه د همیش خلیل په ژبه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG