لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې سخته جګړه شوې او یو اسرایلي سفارتکار ویلي ممکنه ده چې حماس ځینې یرغمال کسان ازاد کړي


د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د جګړې په مهال د اېنډونیشیا د هسپتال دویم منزل په ګوله ولګېدو چې له امله يې ۱۲ کسان وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د جګړې په مهال د اېنډونیشیا د هسپتال دویم منزل په ګوله ولګېدو چې له امله يې ۱۲ کسان وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي

د حماس خلاف د اسرایل د دوامداره عملیاتو په مهال د غزه په شمالي برخه کې د یو هسپتال سره نږدې د ګل، دوشنبې، په ورځ سخته جګړه وشوه او په امریکا کې د اسرایل سفیر مایکل هرزوګ امید څرګند کړی چې فلسطيني مسلح ډله حماس به په ممکنه توګه په اینده څو ورځو کې یو شمېر یرغمال کسان ازاد کړي.

د امریکې ای بي سي ټېلې وېژن دېس ویک نومې پروګرام سره د اتوار، يکشنبې، په ورځ مرکه کې هرزوګ وویل امید لري چې په راتلونکو څو ورځو کې د یرغمال کسانو د ازادېدو په اړه څه معاهده کېدلی شي.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د جګړې په مهال د اېنډونیشیا د هسپتال دویم منزل په ګوله ولګېدو چې له امله يې ۱۲ کسان وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د اېنډونیشیا خارجه وزیر رېټنو مرسودي د حملې غندنه وکړه او اسرایل يې ذمه وار وبللو. هغه په یو بیان کې وویل دغه حمله د نړیوال قانون واضحه خلاف ورزي ده.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال ونیول. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس په ضد غزه کې جنګ شروع کړی او فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې تراوسه د ۱۱۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د نومبر په ۱۵ نېټه روېټرز خبري ادارې په یو رپورټ کې وویل چې د یرغمالانو د ازادۍ دپاره قطري چارواکو کوښښونه شروع کړي د اسرایل اوحماس ترمنځ څه معاهده وشي. د مجوزه معاهدې دلاندې به حماس ۵۰ یرغمال کسان ازاد کړي او اسرایل به د دریو ورځو دپاره ډزبندي وکړي. د روېټرز ترمخه په مجوزه معاهد عمومي اتفاق شوی خو اسرایل په دې لړ کې په نورو تفصیلاتو مذاکرات کوي.

د امریکې د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۵۰ یرغمالان ته اسرایل ته ور کړی شي خو دا نه ده معلومه چې اسرایل به څومره فلسطيني قیدیان ازادوي.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا نایب مشیر جان فاینر د سي اېن اېن سټېټ اف دي یونین پروګرام ته وویل هغه ګمان کوي چې یرغمالانو د ازادولو دپاره څو هفتې وړاندې مذاکرات د شروع کېدو راهسې دا وخت معاهدې ته نږدې شوي دي. هغه وویل که په مکمله توګه ختم کړی شوی نه دی خو په ځینو اختلافاتو خلیج کم شوی او لا حتمي معاهده نه ده شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG