لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي: د ترهګرۍ ضد قانون کې بدلون د منصفانه مقدمې او ټاکلې قانوني تګلارې سرغړونه ده


د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ آر سي پي) په وروستیو کې قومي اسمبلۍ ته د ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون مسودې په وړاندې کېدلو اندیښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې حکومت دې دا قانوني مسوده له منظورۍ پرته بیرته واخلي.

ایچ آر سي پي د اتوار- یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي، دا قانوني مسوده ریاست ته یواځې د "باور وړ معلوماتو" یا د "معقول شک" په بنیاد واک ورکوي چې امن یا عامه نظم ته د خطر له کبله درې میاشتې د عدالت له څارنې پرته د تحقیقاتو لپاره په بند کې وساتل شي.

د بشري حقونو کمیشن وایي، په پاکستان کې د ترهګرۍ وروستي زیاتوالي او خلکو ته یې ځاني زیانونو ته په کتو د بدامنۍ د مخنیوي بیړنۍ اړتیا پېژني، خو وایي د خلکو "احتیاطي قید" د ستونځې حل نه دی ځکه چې وایي له دې سره له واکه د ناوړه ګټې اخیستو خطر تړلی دی:

"له بده مرغه د دا ډول قوانینو د منصفانه، شفاف او مناسب استعمال په برخه کې د ریاست ریکارډ ډېر ناهیلی کوونکی دی".

د ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون مسوده د پاکستان د قانوني چارو مرکزي‌ وزیر، اعظم تارړ د نومبر پر دویمه پارليمان ته وړاندې کړه چې وروسته مرستيال سپيکر د ارزونې لپاره اړوندې کمېټې ته ولېږله.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په خپل بیان کې ویلي، له دا ډول قوانینو څخه د ریاستي ادارو ناوړه ګټه اخیستل د ماحولیاتي انصاف د فعال بابا جان او د قومي اسمبلۍ د مخکیني غړي علي وزیر د اوږدې مودې له بند او د بشري حقونو د فعالې مهرنګ بلوچ په ضد له وروستۍ مقدمې څخه څرګندېږي:

"پر دوی باندې ترهګرۍ ته د پارولو بې بنیاده مقدمې جوړې کړل شوې دي. په اوسني سیاسي چاپېریال کې دا ویره هم شته چې کېدای شي [د ترهګرۍ ضد ترمیمي قانون په بنیاد] د خلکو احتیاطي قید د سیاسي مخالفینو خلاف وکارول شي".

د پاکستان مرکزي حکومت سمدستي د ایچ آر سي پي اندېښنو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو ترهګرۍ ضد قانون په ترميمي مسوده کې راغلي، دا قانون به د کره معلوماتو یا شک په اساس د احتیاط په ډول د شکمنو کسانو د نیولو اجازه ورکوي چې له مخې به یې د ترهګرۍ منصوبې تر عملي کېدو وړاندې شنډېږي.

ایچ آر سي پي وایي، د "ځانګړې اندېښنې" خبره دا ده چې دا ترمیمي‌ قانوني مسوده د پاکستان امنیتي ځواکونو ته هم دا واک هم ورکوي چې له عدالتي څارنې پرته خلک د شک په بنیاد ونیسي.

وایي دا قانوني مسوده نه یواځې دا چې د جبري لادرکیو او بندیخانو کارولو ته د قانوني حیثیت ورکولو سره برابره ده، بلکې دا د آیین د 10 او 10-اې مادې له مخې د منصفانه قانوني اورېدنې او ټاکلې قانوني تګلارې له مخې له بندي سره د ښه چلند د حق خلاف ده:

"ایچ آر سي پي له حکومته په کلکه غوښتنه کوي چې دا قانوني مسوده بیرته واخلي او داسې قانون او پالیسۍ عملي کړي چې پکې د ملک د وګړو له بنیادي حقونو ناوړه ګټه پورته نه شي".

په پاکستان کې قانون پوهان هم دا ترمیمي مسوده د ایین، قانون اؤ بشري حقونو په ضد بولي اؤ وایي حکومت غواړي چې له دې لارې خپل سیاسي مخالفین و ویروي اؤ غلي یې کړي.

په ترميمي مسوده کې د بيلابيلو امنیتي او استخباراتي ادارو د غړو د ګډو تحقيقاتي ډلو(جې ای ټي) د جوړولو مادې هم شاملې دي.

د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون په 11-ای ماده کې دا ترامیم په کال 2014م کې د پېښور په آرمي پبلک سکول د ترهګرۍ د شوي برید په تناظر کې په عارضي توګه مخې ته راوړل شوي وو چې بیا یوه لسیزه وړاندې ختم شوي وو.

د ترهګرۍ د مخنیوي قانون کې تجویز شوی دا ترمیم به قانون پر ځای کوونکو ادارو ته د ترهګرۍ خلاف د زیاتو موثره عملیاتو لپاره قانوني ملاتړ هم ورکوي چې دې سره به د بېلابېلو امنیتي او استخباراتي ادارو د غړو نه جوړو د پلټنو ګډو ډلو ته د هراړخیزو پلټنو او د عمل جوګه معلوماتو په راغونډولو کې مرسته ترلاسه کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG