لاس رسیدونکی لینک

 
اسلام اباد هایکورټ  د عمران خان اؤ د هغه د ښځې د سزاګانو خلاف اپیل د اورېدنې لپاره مقرر کړی
تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ  د عمران خان اؤ د هغه د ښځې د سزاګانو خلاف اپیل د اورېدنې لپاره مقرر کړی


اسلام اباد هایکورټ د سایفر،توشه خانې اؤ په عدت کې د نکاح په قضیو کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د اورول شوؤ سزا ګانو پرضد اپیل د اوریدنې لپاره مقرر کړی دی.

ټاکل شوې ده سبا د ګل یا دوشنبې په ورځ به د اسلام اباد هایکورټ د چیف جسټس عامر فاروق اؤ جسټس میا ګل حسن اورنګزیب خصوصي بینچ د عمران خان، بشرا بي بي اؤ شاه محمود قریشي د اپیلونو اوریدنه کوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه مېرمنې بشرا بي بي ته د پاکستان بیلابیلو عدالتونو د سایفر،توشه خانې اؤ عدت کې د نکاح په قضیو کې د بند سزا ګانې اورولي اؤ عمران خان دا مهال په اډیاله زندان اؤ ښځه یې په کور کې د خپل بند د سزا شپې ورځې پوره کوي.

پاکستاني عدالتونو عمران خان ته په مجموعي دول د 31 کالو اؤ د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د 19 کالو د بند سزاګانې اورولې دي.

په دې سزاګانو کې په دریمه فرورۍ د عدت په مهال د نکاح کولو په جرم کې عدالت عمران خان اؤ بشرا بي بي ته د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې وه.

تر هغې وړاندې په دویمه فرورۍ عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزاګانې اورول شوې وې.

همدا شان په 31مه جنورۍ هم عمران خان او مېرمن ته یې د توشه خانې قضيه کې د 14, 14 کلونو بند او يو ارب او 75 کروړه روپیو د جرمانو سزاګانې اورول شوې وې او احتساب عدالت عمران خان د لسو کلونو دپاره نااهل کړی و.

عمران خان اؤ مېرمنه یې په ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغوي هیڅ جرم نه دی کړی خو سزاګانې ورته د سیاسي انتقام په اساس اورول شوې دي.

عمران خان دعوه کوي چې په هغه دا وخت تر 200 زیاتې مقدمې جوړې کړل شوي دي چې مقصد یې سیاسي میدان کې د هغه د بریالیتوبونو مخه نیول دي .

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 2:48 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG