لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: "هڅه کيږي چې فېض حميد زما خلاف وعده معاف ګواه جوړ کړل شي"


د رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د توشه خانې قضيې اورېدنې په وخت عمران خان نن په 19م اګست خبريالانو سره خبرو کې وويل، ټولو ته معلومه ده چې زما خلاف ټول کېسونه ختم شوي، خو اوس یې پوځي عدالت ته د بوتلو هڅې کيږي
د رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د توشه خانې قضيې اورېدنې په وخت عمران خان نن په 19م اګست خبريالانو سره خبرو کې وويل، ټولو ته معلومه ده چې زما خلاف ټول کېسونه ختم شوي، خو اوس یې پوځي عدالت ته د بوتلو هڅې کيږي

د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان ویلي، "د (آی اېس آی) د پخواني مشر ريټايرډ جنرل فېض حميد ټوله ډرامه زما دپاره جوړه کړل شوې چې پوځي عدالت ته مې بوځي او هڅه کيږي چې هغه زما خلاف وعده معاف ګواه جوړ کړل شي".

په 12م اګست د پاکستان پوځ ويلي، د آی اېس آی پخوانی مشر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد یې نيولی او د سپريم کورټ د حکم ترمخه د ټاپ سټي قضيه کې د شکايتونو په سر ترې پلټنې پيل کړل شوي دي.

پوځ ويلي وو، د پاکستان د ارمي اېکټ يا پوځي قانون د مادو لاندې د لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد پرضد سخته تاديبي کارروايي پيل کړل شوې ده.

پوځي بيان کې زياته کړل شوې وه، د لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد په اړه د هغه د ريټايرډ کېدو نه وروسته هم د پاکستان د پوځي قانون د سرغړونو څو پېښې مخې ته راغلي دي.

د رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د توشه خانې قضيې اورېدنې په وخت عمران خان نن په 19م اګست خبريالانو سره خبرو کې وويل، ټولو ته معلومه ده چې زما خلاف ټول کېسونه ختم شوي، خو اوس یې پوځي عدالت ته د بوتلو هڅې کيږي.

د عمران خان په خبره، "دوی د جنرل ريټايرډ فېض حميد نه څه نه څه خبره ويستل غواړي"، چې د نهمې مې پېښه سازش وو. هغه زياته کړه، که فېض حميد زما د نيولو حکم کړی وو او سي سي ټي وي فوټېج پټ کړل شوي وي نو هغه دې ونيسي، څوک چې سازش کوي هغه د عدالتي کمېشن خبره نه کوي.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.

د مظاهرو په مهال په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

عمران خان وړاندې ويلي چې نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، په جېل کې خبريالانو سره خبرو کې عمران خان د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په اړه وويل، هغه یې په خېټه چاړه منډلې ده او د نواز شریف سره یې جوړ جاړی کړی او فېض حميد یې د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

د فېض حميد د وعده معاف ګواه جوړولو په اړه یې وويل، هیڅ فکر نه لري که هغه یې پرضد وعده معاف ګواه هم جوړ کړل شي.

عمران خان زياته کړه، "زه د جنرل (ر) فېض حميد ترحده دومره وايم چې هغه د طالبانو سره د درېو کالو پورې مذاکرات کول، هغه لرې کول نه وو پکار، ما جنرل باجوه ته ويلي هم وو، چې دی مه لرې کوه".

د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

ويل شوي، د توشه خانه قضيه کې عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د 14 ورځو په اډياله زندانه کې په عدالتي ریمانډ باندې ساتلو حکم شوی او قضيه د 22م ستمبر پورې ځنډول شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG