لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د سول نافرمانۍ د تحریک پېلولو له خپل اعلانه پشا شوی دی


څیړونکي وايي د عمران خان دغه بیان ښیي چې د حکومت اؤ حزب اختلاف ترمینځ مذاکرات کیدای شي
څیړونکي وايي د عمران خان دغه بیان ښیي چې د حکومت اؤ حزب اختلاف ترمینځ مذاکرات کیدای شي

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان چې دا مهال په یو شمیر مقدمو کې په زندان کې پروت دی ، ویلي یې دي چې د سول نافرمانۍ تحریک پېلولو اعلان یې د څه مودې د پاره ځنډولی دی.

عمران خان پخپل یو تازه بیان کې یو وارې بیا د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د هغه لخوا شوؤ غوښتنو ته دې غوږ ونیسي.

څیړونکي وايي د عمران خان دغه بیان ښیي چې د حکومت اؤ حزب اختلاف ترمینځ مذاکرات کیدای شي.

د هیواد د دفاع وزیر هم د مذاکراتو تصدیق کوي خو وايي دا عمل لا نه دی پیل شوی.

عمران خان په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې خپلې اووه سترې غوښتنې تکرار کړې دي .

په دې غوښتنو کې تیر کال د نهم مې اؤ سږ کال د نومبر په شپږویشتمه نیټه د تشدد د شوؤ پېښو د تحقیقاتو د پاره عدالتي کمیشن جوړولو تر څنګ د سیاسي قیدیانو (چې عمران خان په وینا له لسو زرو زیات دي ) د سمدستي خوشې کولو اؤ شپږویشتم آيیني بدلون ختمولو غوښتنې شاملې دي.

شپږ ویشتم اییني بدلون عمران خان د آزادې عدلیې په تابوت د وروستي میخ ټک وهلو په مانا بللی دی.

څېړونکی عبدالهادي مایار وي او اې ډيوه ته وایي،د عمران خان دې بیان نه ښکاره ده چې د حکومت اؤ پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمینځ د مذاکراتو امکان شته اؤ د دې لویه وجه د عمران خان لخوا د سول نافرمانۍ د تحریک اعلان دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

هغه وایي دا به یو خطرناک عمل وي ځکه چې بیا به بهرنیو هیوادونو کې میشت خلک پاکستان ته رقم نه رالیږي اؤ د پاکستان معیشت اؤ اقتصاد زیاتره د بهر میشتو پاکستانیانو په رقم روان دی.

خو عبدالهادي مایار وایي ،کتل به دا وي چې حکومت دې مذاکراتو د پاره څه شرطونه ږدي؟ د پاکستان تحریک انصاف لخوا تر ټولو لوې شرط د عمران خان خوشې کول اؤ د هغه پرضد جوړې مقدمې ختمول دي.

تر دې وړاندې څو وارې د پآکستان تحریک انصاف مشرانو ویلي وو چې دوي د حکومت پرځاې پوځ سره مذاکراتو ته تیار دي ځکه چې د موجوده حکومت په اختیار کې څه هم نیشته .

څیړونکي‌ وايي پاکستان تحریک انصاف چې کله اپوزیشن کې وي نو د بشري حقونو اؤ جمهوریت پرضد معاملو باندې غږ پورته کوي خو خپل حکومت کې بیا په داسې مسلو غلی وي لکه چې اوس عمران خان د سیاسي قیدیانو د رهایي خبره کوي.

خبریال شیراز احمد شیرازي ډيوه ته وایي، کله چې په ملک کې د عمران خان حکومت راغلی ؤ نو د کال ۲۰۱۴م په احتجاجي پرلت کې چې دوي کومې غوښتنې کړې وې په هغې کې یې په یوه هم بیا پخپله عمل ونکړو.

هغه وایي" لکه عمران خان پخپل حکومت کې چرته هم د بې درکه خلکو په مسله خبره ونکړه، اوس دی اؤ دده ګوند د آزاد صحافت خبره کوي خو ددوي په حکومت کې هم صحافیانو باندې بریدونه شوي وو، پکار وه چې عمران خان پخپل حکومت کې د هغه مسلو د حل د پاره کار کړی وو په کوم چې دوي اوس تنقید کوي."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر لطیف کهوسه ویلي دي چې عمران خان د سول نافرمانۍ تحریک د محمود خان اچکزي اؤ سردار اختر مینګل په مشوره ځنډولی دی.

هغه وایي پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت سره مذاکراتو د پاره ېوه کميټي هم جوړه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG