خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونوپه وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه صوبه کې په تيرو درېو ورځو کې باراني پېښو کې لږ تر لږه 24 تنه مړه شوي او 17 نور ژوبل شوي دي. پي ډي اېم اې په صوبه کې نن د لومړي اګست څخه تر شپږم اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.
وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو شمېرو کې ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې 12 ماشومان، شپږ ښځې او شپږ سړي شامل دي.
د شمېرو ترمخه لس تنه په کوهاټ، دوه دوه په بر چترال، مانسهره، کوز دير، او يو یو په هنګو، هريپور، مومند، کوز چترال، بر او کوز کوهستان کې مړه شوي دي.
ويل شوي، د تېزو سيلو او بارانونو له امله په صوبه کې 150 کورونو ته تاوان اوښتی دی او زيات 107 کورونه په بر چترال کې د سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.
پي ډي اېم اې ویلي، اغېزمنو علاقو کې د لارو پرانستو دپاره وړه او غټه مشينري، د پي ډي اېم اې او ضلعو انتظاميه او امدادي ټيمونه د مرستو په کارونو بوخت دي.
ويل شوی، اغېزمنو ضلعو کې انتظاميې ته د مالي مرستو ورکولو لارښوونه شوې او امدادي مرستې رسول کیږي.
پي ډي اېم اې د نن لومړي اګست څخه تر شپږم اګست پورې د پشکالي بارانونو د بلې لړۍ امکان هم څرګند کړی دی.
د ادارې د رپورټ ترمخه په دې ورځو کې د خېبرپښتونخوا په برنو شمالي او جنوبي ضلعو کې د تېزو سیلو سره د زورورو بارانونو امکان دی
د بارانونو په وخت د خوړونو، سېلابونو راتلو او غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې او خلکو ته د احتیاطي تدابيرو او سېلګرو ته د موسمي حالاتو نه د ځان خبر ساتلو ويل شوي دي.
پي ډي اېم اې د کومو بيړنو حالاتو دپاره ټولو اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو هم ويلي دي.
Forum