لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"له جنت سواته د بلوچستان د کولې دوزخ ته ځو": په پاکستان کې سږ کال 111 کارګر مړه شوي


په پاکستان کې روان کال د کولې په درنګونو یا کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې د مړه شوو مزدورانو شمېر 111 ته رسېدلی، په مړو کې زيات شمېر د خيبر پښتونخوا په خاصه د سوات د شانګلې سیمې د مزدورانو دی.

روان کال د جولای مياشتې په اتلسو ورځو کې په ټول پاکستان کې 19 د کولې مزدوران مړه شوي دي، په بلوچستان او پښتونخوا کې په تيره يوه اونۍ کې نهه مزدوران مړه شوي دي.

د چارشنبې- شورو په ورځ د هرنايي ضلعې په لعل خان کول ماينز کمپنۍ نومي سيمه کې څلوېښت کلن نعمت اللہ سنزرخیل په کوله کان کې مړه شوی دی.

د چارواکو په وينا نعمت الله د هرنايي اوسېدونکی دی او هغه د کولې په کان کې د زهرجن ګېس د جمع کېدو له کبله مړ شوی دی.

له همدې پېښې سره په تېره شاوخوا يوه اوونۍ کې په بلوچستان کې د کولې په کانونو کې د مړو شوو مزدورانو شمېر درې شوی، خو د پښتونخوا او سيند صوبې په ګډون د مړه شوو ټولو مزدورانو شمېر 11 ته رسېدلی او دا ټول پښتانه مزدوران دي. په مړه شوو کې 10 تنه د پښتونخوا صوبې دي.

په کوټه کې د پښتونخوا صوبې یو د کولې کارکوونکی خورشيد وایي، د دوی سیمې بحرين، مينګوره، شانګله او کالام د جنت غوندې دي، خو وایي هلته مزدورۍ او کارونه نشته نو ځکه بلوچستان ته "د کولې کانونو دوزخ" ته راځي:

"درې زره، څلور زره فيټه لاندې ځو د کولې په کانونو کې، دلته هم موږ ته سهولتونه نه شته، چې ملګړی مو خوږ شي نو په شا يې تر ډاکټر پورې وړو، ايمبولنس نه شته او مرګونه خو هره ورځ وي، په مياشت کې مرګونه تر شل اوړي".

د پاکستان سنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په ټول پاکستان کې روان کال په جلا جلا پېښو کې 111 تنه مړه شوي چې په سيند صوبه کې پينځه، په پنجاب کې 10، په پښتونخوا کې 29 او د تېرو کلو په څېر تر ټولو زيات په بلوچستان کې 67 د کولې مزدوران مړه شوي دي، چې زياتره د سوات او شانګلې دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن صدر لالا سلطان وایي، د کارګرو خوارانو پر مخ او سر باندې يو څادر او ګونۍ [بوجۍ] واچوي چې که په کان کې دننه چاودنه کېږي او دوی پکې مري نو د دوی شناخت به بيا په اسانه کېږي:

"دا ظلم او بربريت دی، د ملک د غريبانو او اميرانو په ګډه ملک دی، بايد دې ته توجه وشي، ما و چيف سيکرېټري ته ليکلي دي چې نوره دې دا د ماينز انسپېکټريټ زړه عمله بدله کړه".

د سوات او په خاصه د شانګلې خلک له حکومته د کار او دوی ته پر کلي وطن د روزګار نه برابرولو ګیلې کوي.

د همدې جواب لپاره مو د مسلم ليګ ن د پښتونخوا صوبې صدر او له شانګلې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته کاميابه شوي او وفاقي وزير امير مقام سره د ټيليفون له لارې تماس ونيو.

اول د هغه ټيليفون اوچت کړل شو، له تعارف وروسته وي او اې ډیوه ته وويل شو چې" نيم ساعت پس ټيليفون وکړئ، صاب به له تاسو سره خبرې وکړي" خو وروسته د ډېر زيار ايستلو باوجود له وفاقي وزير سره په دې اړه سوال جواب ونه شول.

لالا سلطان د کولې په کانونو کې د مرګونو پېښو ذمه واري پر حکومت او اړوند ادارو اچوي.

په دې اړه مو د بلوچستان د ماينونو د محکمې له سېکرټري سيدال خان لوڼي سره د ټيليفون له لارې تماس ونيو خو هغه هم ځواب ونه وايه.

تر دې وړاندې حکومتي چارواکو او ياد سيکرېټري په بيا بيا د مرګونو پېښو ذمه واري د کولې کانونو پر ټيکه دارانو او مزدورانو اچوي او وايي هغه احتياط نه کوي نو ځکه داسې پېښې کېږي.

د پوهانو په وينا په کوله کانونو کې زياتره مرګونې پېښې د زهرجن ګېس د جمع کېدو، چاودنې، اور لګېدو، د هوايي لارې د نشتوالي، کانونو ته د باران په وخت د اوبو ننوتلو، د اوسپنيزې رسۍ د پرې کېدو او ځينو نورو وجوهاتو له کبله کېږي.

د مزدورانو لپاره کارکوونکو تنظيمونو د مشرانو په وينا دا ځکه چې په شته قوانينو باندې عمل شته او اړوندې ادارې یې څارنه نه کوي.

د بلوچستان د ماينونو محکمې چارواکي د کال په اربونو روپو ټېکس تر لاسه کوي خو پر دې برسيره هم دا مني چې دوی په صوبه کې د انتظامي عملې او وسايلو له کمۍ سره مخ دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په بلوچستان کې د بېلابېلو قدرتي معدنياتو تر يو لک زيات قانوني او ناقانونه ماينونه يا درنګونه دي چې پکې تر يو نيم لک زيات مزدوران کار کوي.

وايي په دې کې تر يو لک زيات مزدوران د کولې په کانونو کې کار کوي، د تنظيم د مشرانو په وينا په يو نيم لک کې يوازې 6,500 مزدوران له حکومت سره رجسټرډ دي.

د رپورټ له مخې په کال 2023م کې په ټول پاکستان کې په نورو صوبو کې 148 خو يواځې په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې 122 مزدوران په بېلابېلو پېښو کې مړه شوي وو.

د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې زياتره د پښتونخوا د شانګلې او سوات، افغانستان او د بلوچستان ځايي مزدوران کار کوي چې هغه هم زیاتره پښتانه دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG