لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک کې د من موهن سنگ او نوازشریف د ملاقات امکان


نواز شریف هم نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا په څنگ کې د من موهن سنگ سره د ملاقات امکان څرگند کړی دی. نوازشریف به د سپټمبر په ٢٧ مه نیټه د جنرل اسمبلۍ سالانه غونډې ته وینا کوي
نواز شریف هم نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا په څنگ کې د من موهن سنگ سره د ملاقات امکان څرگند کړی دی. نوازشریف به د سپټمبر په ٢٧ مه نیټه د جنرل اسمبلۍ سالانه غونډې ته وینا کوي
د هندوستان وزیراعظم من موهن سنگ ویلي امید لري چې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې په څنگ کې به د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات وکړي.
د شورو په ورځ د هندوستان سرښار نوي دلي کې خبرنگارانو سره خبرو اترو کې ښاغلې سنگ وویل نیویارک کې به د هندوستان گاونډي هیوادونو بنگله دیش، نیپال او د پاکستان مشرانو سره لیده کاته کوي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ د تعلقاتو بهتر کولو د پاره مذاکرات سږ کال د جنورۍ د میاشت راهسې د ځنډ ښکار شوي دي او په تیرو څو هفتو کې کشمیر کې په پوله د ډزو د پیښو له امله يي تعلقات کې تازه تاؤتریخوالی رامنځته شوی دی. تیرو شوو هفتو کې دواړو هیوادونو په یو بل د کشمیر په سرحد د پورې را پورې ډزو الزامات لگولې وو چې فریقنو پکې د خپلو عسکرو د وژل کیدو دعوې هم کړې وې.
تیره میاشت نوازشریف کشمیر کې په لائن اف کنټرول پوله ډز بندي برقرار ساتلو باندې زور اچولی وو. دواړو هیوادونو په کال ٢٠٠٣ کې په لائن اف کنټرول ډز بندي پرځائې کړې وه.
نواز شریف هم نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا په څنگ کې د من موهن سنگ سره د ملاقات امکان څرگند کړی دی. نوازشریف به د سپټمبر په ٢٧ مه نیټه د جنرل اسمبلۍ سالانه غونډې ته وینا کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG